بې کیفیته واردات جدي ملي ستونزه
26.08.2013 22:09له بهرنیو هېوادونو څخه د بې کیفیته توکو واردول، که څه هم زموږ په هېواد کې اوږده سابقه لري او له دې لارې زموږ ډېری سوداګر او قاچاقبر ډېر ژر د سترو پانګوالو په کتار کې ودرېدلي؛ خو په دې وروستیو کې د بېلابېلو لاملونو او تشو له امله ددې ستونزې لمن ډېره پراخه شوې او په داسې یوه جدي او خطرناکه ستونزه بدله شوې، چې که یې مخه ونه نیول شي، نو دابه هم په هېواد کې یو بل ناورین وزېږوي.
د تېلو په ګډون د نورو توکو سوداګر که زموږ د هېوادوالو اقتصادي کمزورتیا له امله بې کیفیته او کم بیه توکي واردوي، دا هم د اندېښنې وړ خبره ده، خو هغه څه چې د جدي اندېښنې وړ او بېړني مخنیوي وړ خبره ده، هغه له پاکستان، هندوستان، ایران او ځینو نورو هېوادونو څخه د بې کیفیته طبي درملو واردول دي، چې زموږ د هېوادوالو ژوند یې له جدي ګواښ سره مخ کړی او هره ورځ زموږ ډېری بېوزله هېواد وال له دې امله خپل خوږ ژوند له لاسه ورکوي.
دا بې کییفته درمل تر نورو یادو شوو هېوادونو په دې وروستیو کې د پاکستان او هند له هېوادونو په ډېره لوړه کچه واردېږي او دولت یې هم په مخنیوي کې جدي کړنې نه ترسره کوي، یایې نشي ترسره کولی، ځکه دولت له یوې خوا داسې یو معیاري مجهز طبي لابراتوار نه لري، چې دغه درمل د معیار له پلوه کنټرول کړي، د بې کیفیته درملو د واردېدو مخه ونیسي او د مخنیوي لپاره یې واردوونکي سوداګر د قانوني کړنو په موخه اړوندو قانوني مراجعو ته وروپېژني، له بل لوري په اړوندو روغتیايي ادارو او ګمرکونو کې پراخ اداري فساد لاهم ددې غیر قانوني کړنې د نه مخنیوي او لا پراختیا یو بل بنسټیز لامل دی. یوه بله ستونزه ددغو درملو قاچاقي واردول دي، چې سربېره د پاکستان، هند او ایران د سترو درمل تولیدوونکو کمپنیو او شرکتونو، له یو شمېر هغو ناقانونه تولیدوونکو فابریکو او کارخانو څخه په ډېره ټيټه بیه پېرل کېږي او په قاچاقي ډول زموږ هېواد ته رواړل کېږي، چې په ځانګړی ډول په پاکستان او هندوستان هېوادونو کې له دولت څخه پت تولیدات لري.
همدا اوس د پاکستان په کارخانو، جمرود، باړه او صوبه سرحد نورو سیمو کې د همدغو بې کیفیته نا قانونه درملو لسګونه کارخانې شته، چې ډېری قاچاقبر ترې له قاچاقي لارو زموږ هېواد ته دا بې کیفیته او وژونکي درمل واردوي.
اوس که زموږ په هېواد کې د تشخیص او درملنې امکانات څه ناڅه ډېر شوي، نو بې کیفته درملو زموږ د هېوادوالو ژوند له ګواښ سره مخ کړ، چې له یوې خوا زموږ د هېواد پیاوړو ډاکټرانو، دولتي او خصوصي مجهزو روغتونونو د بدنامۍ لامل ګرځي او له بل لوري زموږ هېوادوال ددرملنې په موخه بهرنیو هېوادونو تللو ته اړباسي.
که اړوند دولتي ارګانونه ژر تر ژره ددې خطرناکې چارې مخه ونه نیسي، نو ژر ده، چې له جګړو، چاونو، ځانمرګو بریدونو او نورو ستونزو سربېره دا خطرناکه ستونزه هم زموږ هېواد له یو بل وژونکي ناورین سره مخ کړي.

