د پاکستان ناوړه هځه...
26.08.2013 16:29ټول هغه ویدیو فلمونه او د سندرو البمونه چې تر ډېره په کې د افغاني او په خاصه توګه د پښتو دودونو سره په ټکر کې وي، د کتلو کوم جواز نه لري.
په دې وروستیو کې د پاکستان سینمایي او نور فلمونه په داسې حال کې دي چې تر ډېره د پښتو د قانو خلاف او ورسره له دودونو سره یې په ټکر کې دي.
په فلمونو کې د پښتو غیرت او مېړانه ښودنه نه شي کولای د پښتو ژبې ټول هغه دودونه چې د یو پښتون د خاصیت او کردار څرګندوي نه شي ښودای؛ ورسره لا یې د منفي اغېز په درلودلو تورنوي.
په دې فلمونو کې یوازې دې ته پاملرنه کېږي چې څنګه وکولای شي د یو پښتون د غېرت په درلودلو سره ډېرو فلمي کار کونکو ته ماتې ور کړي.
د ټوپک او زور څخه کار اخلي؛ خو له بلې خوا بیا داسې یو ډول غېرې قانوني کارونه پکې لیدل کېږي، چې د پښتو د دود سره ټکر خو یې پر ځای پرېږده، چې انساني اخلاقو سره هم تر ډېره په خلاف دی.
په دې فلمونو کې د مور، پلار، خور ور ټولو داسې یو ډول بې عزتي کېږي چې اصلي پښتانه به یې د ژوند په پړاونو کې څه؛ په هېڅ حالت کې په یو فلمي بڼه د ډېرو امتیازاتو په لرلو سره هم ونه کړي.
دا خبره تر ډېره په ځای ده چې فلمي هنر په یو هېواد کې د هېواد په پرمختګ او اقتصاد کې تر ډېره ونډه اخلي، هنر یې ژوندی وي، خلک یې په لیدلو سره داسې یوې ریښتنې صحنې ته تلای شي چې وکولای شي په خپل ورځني ژوند کې یې وکاروي، هم به یې په ښوونه او روزنه کې ګټوره تمامه شي ورسره به د ژوند په خوند او ښکلا کې هم تر ډېره د یو مرستندویه وسیلې په درلو دلو کار واخلي.
هندي فلمونه که څه هم یو څه له هغه جوکاټه چې د یو فلم لپاره ډېزاین شوي وتلي؛ خو دومره نه دي چې د ګوته نیوکو شمېر یې تر ډېره روښانه وي.
پاکستاني فلمونو ته په یو اسلامي جمهوریت او اسلامي ټولنه کې چې په کوم ډول پکار ده یا خو ورته طرحه په همدې شان د اسلامي اصلو خلاف ده او یا هم که طرحه یې تر یو حده په ځای وي، کېدای شي هغه څوک چې د دې فلم هدایت کاران ایډګران او تمسیله ونکي وي، په داسې یوه ترخه بڼه به یې په جوړول کې همکاري کوي، چې په پایله یې د ډېرو خلکو ګوتې ورته نیول کېږي.
پاکستان چې په ډېرو نور شېطاني کړنو تورن شوی، فلمونه یې هم تر ډېره د هغه چا په سپکاوي او د دودونو د لمنځه وړلو لپاره جوړ کړي، چې نه غواړي په یوه لاس او په یوالي سره ژوند وکړي.
دا فلمونه که وکتل شي په ځای د دې چې ګټه ورسوي د تاوان اثرات یې خورا زیات دي.
تر اوسه یې د پاکستان نه بلکې په پښتنو کې هم داسې رواجونه او دودونه رامنځته کړي، چې بالاخره په ناکامې به یې تمام شي.
که ریښتیا هم دا فلمونه د پرمختګ لپاره جوړېدای، داسې شکل او بڼه به یې درلوده، چې نه یوزاې ځواناو ورسره به ټلو غټو وړو د دې حق درلود، چې دا فلمونه په کورنۍ کې هم ننداره کړي.
خو بدبختانه دا په داسې بڼه جوړ شوي چې په کورنۍ کې هېڅ باید ننداره نه شي.
نه یوازې چې ګټه نه شي رسولای ورسره د زیان کچه یې هم تر ډېره زیاته ده.
په افغانستان کې په خاصه توګه په ختیځ ولایتونو کې هم دا فلمونه خورا ډېر زیات ننداره کېږي، چې تر اوسه یې کومه مثبته پایله نه ده ښکاره کړې.
په ټولو یې نیوکه نه کوو؛ ځکه چې داسې با احساسه خلکو هم پکې کار کړی چې که ګټه نه شي رسولای تاوان یې هم چا ته نه رسېږي.
افغانستان چې په سیمنا یي هنر کې کومې خاصې لاسته را وړنې نه لري او دومره کار ورته نه دی شوی په ډېرو سینما ګاونو کې یې پاکستاني فلمونه نندراه کېږي. چې ورسره ډېرۍ افغان ځوانان په فیشن، خوی او خاصیت کې تر ډېره د هغو په منفي اغېزو ککړ شوي، چې بیا د دې خاصیتونو په کارولو سره ډېر بد ښکاري، او تل ورته نور هم د بدخویه په سترګه ګوري.
افغان دولت ته پکار ده چې په لومړي قدم کې دا فلمونه بند کړي داسې چې په افغانستان کې باید هېڅ د ننداره کولو جواز ورنه کړل شي، دا ځکه چې د نر او ښځې کارونه پکې د افغانستان د قوانیو سره په ټکر کې دی.
او له دې وروسته دې د یوې ښه هنري سینما په درلودلو او ښه پیاوړي فلمونو په جوړولو کار پیل کړي، د هنري او فلمي ستورو لپاره دې داسې زمینه برابره کړي، چې وکولای شي په ښه توګه او په سالمه فضا کې فلمونه جوړ او نندارې ته وړاندې کړي. ټول هغه فلمي ستوري چې په نور هېوادونو کې کار کوي او ښې لاسته راوړنې لري، باید د هېواد په دننه ترې کار واخیستلی شي. دا نه یوازې د افغانستان په سینمایی او فلمي هنر کې پرمختګ راوستلای شي، ورسره د پاکستان هغه نا مشروعه فلمونه هم د افغانستان د وګړو له سترګو پناه کېږي، کوم چې د ګټې په خاطر ورته تاوان رسوي.
که د دغه فلمونو مخه ونه نیول شي، کېدای شي زمونږ د را تلونکي نسل ټول کړه وړه په یو غېر انساني کړنو رنګ شي.
د دولت تر څنګ د کورنیو د غړو هم ونډه ضروري ده چې باید په خپلو کورنو کې داسې فلمونه ونه ګوري؛ څو د ماشومانو را تلونکی یې د یو لوی ناورین سره مخ شي.
د دې پرځای دې د هغوې زده کړو ته پام وګرځوي او داسې یوه روزنه دې ورکړي، چې په راتلونکي کې د دې د سر لوړۍ سبب وګرځي.

