د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ویدویي صحنې او د ماشومانو روزنه

وحیدالله وحدت 15.08.2013 22:06

انسان په ژوند کې لوړې ژورې سختې او اسانې ډېرې وینې؛ ډېرې ستونزې ګالي، د غم او ښادی ډېر خبرونه اوري چې د ژوند څو شېبې یې ترې متاثره کېږي؛ خو ټول هغه څه چې یې په خپلو سترګو لیدلي، که په هغې لسګونه کلونه هم تېر شي دومره په اسانۍ له یاده نه وځي.
انځوریز شکل د سترګو او له مغز سره مستقیمه را بطه لري چې د سترګو په واسطه د ډېر وخت ساتلو لپاره مغز ته امانت ورسپارکېږي؛ خو کله چې یادونه را نوي شي او زړه وغواړي هغه وخت بېرته سترګو ته ګېږدي چې کلونه مخکې یې یې مغز ته سپارلی وو، بې له دې چې ډېر ځای ورپسې څوک وګرځي د پیدا کېدو هڅه یې وکړي، مغز یې ور سپاري او زحن یې احساس کوي داسې چې همدا اوس یې ګوري.
که ټولې زده کړې په داسې یوه عملي بڼه د زده کونکو لپاره عیارې شي چې په خپلو سترګو یې وګوري کېدای شي تر ډېره یې په یاد وي او ترې استفاده کولای شي.
سربېره پر دې که د ماشومانو لپاره داسې وېدیو ګانې جوړې شي چې د هغوی د ژوند مثبت اړخونه پکې په تمثلي او ډرامتیک شکل را اخیستل شوي وي. هغوې یې په داسې انداز سره ګوري او خوند ترې اخلي، له کومې ورځې چې یې لیدلي وي له هغې وروسته یې په ژوند کې بدلون را ولي د خپل ټول کړه وړه د هماغې ویدیو صنحې په بڼه په مخ وړي، خپله یې هم پلي کوي او نور ملګري همزولي هم دېته را بالي چې نور دې د دوی په شان کار وکړي.
که ماشومانو ته په تصویر بڼه منفي یا مثبتې پایلې درلودونکي صحنې وړاندې شي، په کوم ډول یې چې لیدلي وي کولای شي په هغه بڼه یې په څان عملي کړي.
په اوس وختونو کې دې ته لاس رسي زیاته شوې چې هره کورنې دې په ویدویې ډول په زړه پورې او پند لرونکي صحنې وګوري.
که سینما ګیران په خپلو فلمونو کې د پند ټکې صحنې په داسې انداز ځای پر ځای کړي چې نه یوازې لویان؛ ورسره د کور ټول غړي په ځانګړي ډول خوند او پند واخلي، که هغه ښځي وي او که ماشومان باید داسې ورته عیار شوي وي چې په لیدو یې د ځان او د ژوند په نورو کړو وړو کې مثبت بدلون را ولي. داسې بدلون چې د افغاني ګلتور په پیاوړي کېدو کې تر ډېره ونډه واخلي.
له ډېر پخوا زمانې په نورو هېوادونو کې ویدیو او فلمونه جوړېدل؛ خو د وخت په تېرېدو سره دا لړی پراخېده چې ان تر افغانستانه هم را ورسېده، دلته وو چې افغانو هم د سینما ‌ډګر ته مخه کړه او ویې غوښتل چې له دې ورسته دې دوی هم فلمونه جوړ او نندارۍ ته وړاندې کړي.
کله چې یې په فلم جوړلو پیل وکړ، د نورو هېوادونو په شان پوره ماهیرين یې نه درلودل، د فلم په کیسه جوړلو هغسې نه پوهېدل چې لازمه وه. دلته وو چې د فلمونو په جوړلو کې یې ډېرې نمګړتیا وې موجودې وې.
نه یوازې دا چې پوره هدایت کاران او اکټران یې نه درلودل؛ خو دومره به وو چې د فلم په لوبیدنه کې ځینو بې تجربو کسانو برخه اخیسته.
د مالي لګښت له امله او داسې نرو ډېر علتونه وو چې افغانان په دې ونه توانېدل؛ څو د نورو هېوادونو په شان پیاوړې او غښتلې سینما او سینماګران ولري.
د وخت په تېرېدو سره بیا هم ځینو افغان سینما ګرانو په دې هنر او فن کې له ډېرو بهرنیو استادانو زده کړې پیل کړې. په پایله یې کولای شول د فلم لپاره ډېرې ښې کیسې وليکي او ډېر ښه اداکاران ورته را پیدا کړي.
دا چې افغاني کلتور دې د عزت د خیال ساتلو ډېر حساس پلان لري، دې ته یې وخت ور نه کړ چې ښځینه فلمي لوبغاړي دي هم په افغاني سینما کې کار وکړي.
افغاني فلم جوړونکو هم په زیات لګښت بهرنیو هېوادونو لکه پاکستان او ایران څخه د فلم د یوې صحنې لپاره انجونې راوستی او د فلم اړوند برخه یې پرې ښکلې کړه.
په فلم جوړولو کې که مهارت درلود، لویه خبره داده چې تر ډېره د فلم په برخو کې د ټولو لپاره کار نه دی شوی، دا چې به افغانستان کې جنګ جګړې دوام لري او تر ډېره یې ژوند هم به جګړو کې تېر شوی، زمونږ فلم جوړونکي او سینماګران هم داسې صنحې را اخلي چې هغه کې بیا هم جنګ خلکو ته د لیدو لپاره روړاندې کېږي. که داسې وي نو بیا فلم جوړلو ته هېڅ ضرورت نه پېدا کېږي.
خو په عکس یې نور هېوادونه په دې توانېدلي چې ښځینه او نارینه، لوی او واړه یې په ځانګړو او زړه پورې خاصیتونو ښکاره شوي، او هېواد وال یې ورسره د زړه نه مینه لري.
هغوی د جنګ نه زړه تورن او د سولې او سوکالې لپاره خوشپینه دي، دوی یوالې لري او له یو بل سره یې مینه خورا زیاته وي.
په ډېرېو مشکلاتو کې یول له بله سره داسې مرسته کوي چې تر ډېره پر ځای او ګټوره تمامېږي، نفاق یې له منځه وتلی په هغه اقتصادي ستونزو بر لاسي دي چې زمونږ په هېواد کې زمونږ ټول هېواد والو ورسره لاس او ګرېوان دي.
هغوی چې خپل ماشومان په یو څه شي ښه پوه کول غواړي ورته یې په تصویري بڼه وړاندې کوي، هغوی یې په لیدو خوشحالېږي او پرې عمل کوي.
مور او پلار یې په دې باوري وي که مې به کورنۍ کې دغه فلم یا ویدیو ننداره کړم کېدای شي زما په کورنۍ کې ډېر بدلون را ولي، تر ډېره مې ورسره کورني مشکلات حل شي. که څه هم چې کورني مشکلات به په اقتصادي وضعیت او د کورنې په نفاق پورې اړه لري.
د ډېر پند لرونکي ویدو د ننداره کولو پر اساس دا ورته جوته شي، چې څنګه وکولای شي، خپل اقتصاد په پښو ودروي، څنګه په کور کې یوالې راولي، خپل ماشومان په کوم انداز وروزي، اړین مواد کوم دي چې د یوې کورنې په پیاوړتیا کې باید په کار وېوړل شي.
له دې سره سره د پخلي په اړه هم په ویدیو کې تر ډېره مرسته کېدای شي.
دا ټول هغه څه دي چې د یو فلم په جوړنکي د ښه مهارت درلودل په ګوته کوي. د ښه فلم په جوړو دا د هر فلم ساز دنده ده چې خپلو مینه والو ته داسې څه انځور کړي چې په مثبتو بدلونونو ولاړ وي.
له بلې خوا تلویزېون هم کولای شي په خپلو پروګرامونو کې داسې څه ځای کړي، چې د فلم په شان وي، د هغه فلم په شان چې د یو چا لپاره اړین وي چې باید ننداره یې کړي.
که فکر وکړی، نن سبا ټول کړه وړه د فلمونو او سیریالونو په لیدو یو څه بدل شوي، فیشنونه او سټایلونه د بهري فلمي ستور په شان شوي.
اخلاق او د ټولنې په منڅ کې د را کړې ورکړې سېستم له خلکو سره د چلند انډول داسې سره بدل شوي، که څوک یې نوی ووګوري غالب ګومان به پرې وکړي چې ښايي هندي او یا ترګي شخص به وي.
ځکه حرکات یې ټول د دهغو په شان شوي وی.
که تلویزیونونه هغه ویدیو ګانې لیدونکو ته وړاندې کړي چې د افغاني کلتور سره په ټکر کې وي، له یوې خوا به خپل لیدونکي له لاسه ور کړي او له بلې خوا به یې د نشریاتو ټول ګېفیت خراب شي، هغه مینه به یې د خلکو به زړه نو کې نه وي پاتې چې پخوا یې ورسره درلود ه او د خپرونو علاقه مندان یې ول.
پکار ده ټول هغه څوک چې کولای شي حتی تر یوې دقیقې پورې هم، څه په ویدیو ډول یو چا ته وړاندې کوي، باید چې پایله یې مثبته وي.
کورنیوته پکار ده داسې ویدیو ګانې ، کومې چې کولای شي د کورنې په یوالي، د ماشومانو د زده کړو په بهیر، د خوارکي توکو په پخولو او داسې نور اخلاقي کړنو کې مثبت بدلون راوستلای شي ډېرې وګوري.
هغه ویدوګانې دې په کورنو کې نه ننداره کوي، جې په جنګ جګړو جوړه شوې وي، یا هغه ویدیو ګانې چې کم تر کمه د افغانی کلتور سره په ټکر کې وي.
لارښونکې ویدوګانې نن سبا ډېرې دي خو که ترې استفاده وشي ډېره ښه ده.
فلمو جوړنوکو ته مو دا توصیه ده چې باید داسې فلمونه جوړ کړي چې پورته ټولې مثبتې ځانګړ تیا وې پکې را نغښتې دي.