اختره بختوره
06.08.2013 16:17ښه سوراغلې په مزمزه اختره
پرافغان اولس دي خدای که بختوره
ته یوی زیری دوحدت او ورورولی سه
په خوښی راباندی واوره داخبره
ملي سوله پخلاينه موغوښتنه
داارزوموراپوره کړي یا اکبره
چی نه جنګ اونه جګړی وی ذولجلاله
داسی ښه ژوندمو نصیب کړي ترمحشره
عظیم جانه داهیواددي تل سمسوروی
افغانان دي خوشحال اوسي لراوبره

