غزل
31.07.2013 14:08نن خــپـه رانـــه جـــانـــان دی ربه خیر کړی
زما زړه سـخـت په لـړزان دی ربه خیر کړی
ودانــــه د مــیــنــې دنــیـــاګــــۍ وه زمــونــږ
تــنهـایــي کـې غــټ تـاوان دی ربه خیر کړی
پاس اسمان کې د غم ورېځې راښـکاره شـوي
ږلــۍ ،بـاران کـــه تـوپــان دی ربه خیر کړی
ته مــې یار، ته مــې دلـدار، ته مــې نګار یې
بې له تا مې ژوندون ګران دی ربه خیر کړی
احــمــدزیــه ورشــه آشــــنـــا راپـخــلا کــړه
د ریبار داســـې فـــرمــان دی ربه خیر کړی
30/07/2013

