د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په روژه کې به هم وژنې روانې وي

وحیدالله وحدت 07.07.2013 22:49

د روژې د مبارکې میاشتې په رارسېدو به هم د بې ګناه مسلمانانو د وژنې لړۍ روانه وي.
د وسله والو طالبانو لخوا څو ورځې مخکې یو خبر خپور شوې وو، چې د روژې په مبارکه میاشت کې به د دوی لخوا وسله وال برېدونه نه کېږي او وژنې به بندې شي.
د دې خبر په خپرېدو سره ډېریو افغانانو یو ځل بیا د سولې په راوستلو باوري شول، که خدای کول دا به د سولې او ثبات د راوستلو پیل وي او بدامنې به پای ومومي.
د ټولو مسلمانانو په نزد چې باید ریښتیا هم د روژې مبارکه میاشت د سولې او ثبات ښکارندوې وي، د اسلام له نظره په دې میاشت کې باید ټولوې تربګنۍ د مسلمانانو له منځه ووځي او یوازې د ورورۍ او دوستې په فضا کې ژوند خپل کړي.
دیني عالمان، پوهان، زدکړیالان او نور ټول انسانان د دې میاشتې په اهمیت پوهېږي او هیله څرګندوي چې یو له بل سره پخلاینه کوي.
د وسله والو د دې خبر له خپرولو سره سم چې د روژې په مبارکه میاشت کې به دوی هېڅ ډول وژنه نه کوي، خلکو د مبارکې میاشتې د رارسېدو په مناسبت د دې خبر په بدرګه کولو سره خپله خوښي لا زیاته کړه.
خو وسله والو د چا هیلو او ارمانونو ته ونه کتل، د خپلو افغانانو په زړونو یې د خوښې شېبې و نه لورېدې او یو ځل بیا یې د تېرو ځلونو په شان خپل خپور کړی خبر د چا په لمسون رد کړ او زیاته یې کړه چې دوی به هېڅ کله هم د داسې خبر چې له جګړې به لاس اخلي او په کوم ټاکلي وخت به دوی وژنې ودروي تایید نه کړي.
وسله والو په خپل وروستۍ اعلامیه کې لیکلي چې چا یې د وېپاڼې ادرس ته لاس رسی پیدا کړی او له همدې ادرسه یې هڅه کړې؛ څو د وسله والو په نوم د سولیزې میاشتې خبر ور کړي؛ خو اعلامیه زیادوي چې د خبر د ردولو تر څنګ په دې باوري نه دي؛ څو یې په دغه میاشت کې فعالیتونه د پخوا په پرتله هم کم وي، ښيي چې له دې به هم د بد امنی اور تازه کړي او وژنې به زیاتې کړي.
په داسې حال کې چې دغه ډله او یایې تر شا ولاړ حمایه کونکي د یو څو تنو د حنجرې د بې واکه اوزونو خوند اخلي او د وینو سور رنګ ورته زړه پورې توب لري؛ هېڅ کله هم له وژنو په شا نه شي او ځنډ به پکې نه را ولي.
د دوی د ورستي اختارونو نه دا په ډاکه کېږي چې ښکاري د دې مبارکې میاشتې په اوږدو، او د اختر په خوښیو کې خپلې کړنې زیاتې کړي؛ څو د بې ګنا مسلمانانو له ډلیزو وژنو خوند واخلي او ځینې ځناورې څېرې پرې ښکلې کړي.
که ریښتیا هم دو سوله غواړي او د بد امنیو پاته رسېدل یې خوښ وي، د روژې مبارکه میاشت یې ښه زمینه سازي کولای شي. چې دا د برکتونو میاشت باید نه یوازې د مسلمانانو لپاره له ځانه سره رحمت او خوښي را وړي ورسره یې هغه د سولې څادر هم باید په جنګ څپلو خور شي کوم چې دغې مبارکې میاشتې د جګړو د پای ته رسېدو لپاره له ځان سره راوړی دی.