د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د اولس مسولیتونه

هلمند پردیس 03.07.2013 11:40

افغانستان د جهان یو له هغه هیوادونو څخه دی چی دا ډیره موده د جګړی اور پکی بل دی ، او دا لړۍ همداسی په کی دوام لری .
په افغانستان کی د جګړی علتونه د بهرنیو هیوادونو لاسوهنه او د هغوی د ګټو خوندیتوب بلل کیږی ، چی د هغی لپاره افغانستان او افغان بچیان قربانی ورکوی .
دا هم حقیقت دی چی په افغان اولس چګړه ورتپل شوی ده ، خو دلته دا سوال مطرح کیږی چی افغان اولس باید د پردیو جګړو سره څرنګه برخورد وکړی ، او یا په بله مانا د افغان اولس مسولیتونه څه دی ؟
افغان اولس باید په د پوه وی چی دا جګړي پردې دی هغه ټوپکسالاران او هغه خاینه قومندانان چی په ښکلی افغانستان کی دا جګړه پر مخ بیایی ، دا د پردو لاسپوڅی دی ، نو هر افغان ته دا په کار ده چی دا دوه مخی ، غدار ، وطنفروشان قومندانانو څخه خپله لار بیله کړی .
نو کچیری افغان اولس په حقیقت کی د دغو بی رحمو چګړه مارانو څه لاس واخلی ، یا خو به جګړه کمه او یا به بیخی ختمه شی ، ځکه چی همدا ټوپکسالاران دی چی د افغان اولس ملاتړ له ځانه سره لری او دوی تر شا ولاړ دی .
بله اړینه خبره دا چی موږ ټول افغانان باید د خپل نظام څخه ملاتړ وکړو ، له یوه مخی د نظام له منځه وړل دا زموږ ستونزی نه حلوی ، بلکی برعکس زموږ مشکلات نوره هم ډیریږی .
موږ باید د خپل دولت په مقابل کی معقولی غوښتنی ولرو ، او ورسره مطرح یی کړو ، تر څو موږ په د توانیدلی و چی په سوله یزه توګه مو د دوی نیمګړتیاوی ورپه ګوته کړی وی او د یوه ناورین او لوی بحران مخه مو نیولی وی ، نه دا چی موږ هر وخت په نظام پسی ټوپک راخیستی وی ، انجینر یی وژنه ، استاد او ډاکتر یی هم وروژنه ، دا ځکه چی زما خو دا نظام نه خوښیږی ، نو ځکه یی وژنم او هر څه باید زما په خوښه وی !!!
دا یی د حل لار نه ده .
افغانستان چی هر وخت د بربادي لور ته لاړ شوی دی یو علت یی همدا د حکومت نسکورول او بیخی له منځه وړل دی ، نو ځکه موږ ته دا پکار ده چی ملی ګټو ته د ملی احساس له نظره وګورو او موږ باید همدا رنګه د ملی ګټو کلتور زده وی .
زموږ لپاره باید دا اړینه نه وی چی بهرنی هیوادونه زموږ په هیواد کښی څه غواړی او د دوی موخی څه دی ؟
موږ ته باید ملی ګټی تر بل هر څه اول اهمیت ولری ، او بهرنیو هیوادونه ته مو دا روښانه کړی وی چی موږ ملی ګټی لرو او دا زموږ فرضی وجیبه ده چی د خپلو ملی ګټو ساتنه وکړو .
له پخوا نه تر ننه پوره د پاکستان موخی په افغانستان کی ډیری بی بنسټه او بی مانا دی ، خو که موږ چیری خپل صداقت څرګند کړو یو موټی شو او د خپل کور ساتنه په معنوی او مادی لحاظ په خپله وکړو نو زموږ سپین سترګي ګاونډیان به زموږ لپاره هيڅ خطر نه وی .
اوس کچیری موږ د خپلو حقوقو ساتنه په خپله نه کوو ، نو پردی د دي زموار نه دی چی زموږ ملی ګټی به راخوندی کوی او زموږ ساتنه به کوی .نو راځۍ چی هر څوک خپل مسولیتونه وپیژنو ، او له خپله حقه پخپله دفاع وکړو .

د لوی افغانستان د ابادۍ په هیله
اوکراین ـ ادیسی ښار