د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ارمان

عظيم جان کاکړ 13.06.2013 09:28

داســي زړگـى نــــسته چــي هـغـه دي ارمـان نـلري
داســي لــيلابــه چــرتــه وي چـي دي جـانان نـلري

څوک چي مين وي اوغمجن وي په زړگي هم خوږمن
دغــه رنــــځـوربـې لــه وصالــه بــل درمـان نـلري

پـــه اشــنايــي کـي جـــدايـي هـمېـش غــمـاز راولي
دچــايــاري بـــه داســـــي وي چـي رقــــيـبان نـلري

دچـــا اوچـــانـــزلـــه خـــتلې وي لـــه وخـــته سـره
خـوداسـي ســرنــسته چـي هـغـه دي وريــښتان نـلري

عـظـيـمه مـه ورکـوه چـاتـه بـيامـــنـگول کـي خــپل زړه
(کــاکــړه)داســـي چــاتــه چـي ديـــاري تــوان نـلري