د وصل تصوير ته
29.05.2013 09:25چې قوت د ځلميتوب ده وکړه دا
د عشق راغلی په تا خوب ده وکړه دا
ځلمي پېغلې د وطن قوت فعال
که راغلی لېونتوب ده وکړه دا
که ورک وي عظمت شه په هوا ځه
که پاکي د ماشومتوب ده وکړه دا
د ثبات لار په عزم ده تړلې
په تا غم د حيرانتوب ده وکړه دا
د ليلی د خالق لاره پيدا کړه
تعبير دا د يوسف خوب ده وکړه دا
ورشه چې ښکلی ده د ښکلو خالق
شه رويبار اصلی محبوب ده وکړه دا
حورې د دنيا او د جنت ورنه
غواړه ستا د زړه خړوب ده وکړه دا
چې د ومونده دا مينه د الله
ښکلې دا له پېغلتوب ده وکړه دا
ټولې مزې به د الله په مينه
هېرې شي دغه شاتوب ده وکړه دا
په دښته ستا د غم ونه شنه شوې
دا درمل د ناظمتوب ده وکړه دا
په درنښت

