هند ته د ولسمشر سفر، ژمنې او د ا مريکا سور څراغ
27.05.2013 20:29په وروستیو کې ولسمشر کرزی هند ته سفر درلود چې له تګ مخکې یې پدې اړه پراخ بحثونو وشول ځکه یاد سفر په ډیرو حساسو شرایطو کې ترسره شو. هند ښايي یو له هغو هیوادونو څخه وي چې له افغانستان سره یې له اسلامي ګوندونو پرته له نورو سره ډیره ښه یارانه پاللې، مرستې یې ورسره کړي او د خپل هیواد اړوند یې یو شمیر امتیازات ور کړیدي. خو دا چې په وروستیو کې له یوې خوا له پاکستان سره د افغانستان اړیکو تر هر بل وخت سخت ګوزار خوړلی او له بله اړخه د حکومت لویدیځ متحدین د افغانستان پوځ ته د درنو وسلو له ورکړې سره چندان دلچسپي نه ښيي، هند ته د کرزي سفر ډیر مهم و ګڼل شو، پدې لیکنې کې مو پدې اړه په لنډو لومړی د هند او افغانستان په اړیکو عمومي بحث کړی او وروسته مو یاده موضوع څیړلې:
هند ولې مهم دی؟
دا چې هند ولې مهم دی ښايي یو زیات شمیر دلایل و لرو خو تر ټولو مهم یې دا دوه دي: لومړی دا چې دمګړۍ هند په یوه ستر سیمه ایز او نړیوال اقتصاد بدلیدونکی دی چې لدې سره به یې په سیمه او نړۍ کې اغیز تر پخوا ډیر کلک شي. له بلې خوا هند ورو ورو د امنیت شورا د دایمي غړیتوب د اخیستلو په تکل دی او ښايي ډیر هیوادونه یې لدې پروسې ننګه و کړي یاني و کړای شي چې نه په ډیرې سختۍ سره دا ځای خپل کړی. دا دوه هغه دلایل دي چې هند یې په سیمه او نړۍ کې د یوه مهم لوبغاړي په توګه را د بره کړیدی. په وروستیو کې هند ته د چین د ولسمشر لومړنی سفر، ترې مخکې د روسیي چارواکو او د امریکا ور نژدې کیدل مو ددې ادعاګانو پخلی کوي.
هند افغانستان کې څه دلچسپي لري؟
هند له پاکستان سره د کشمیر پر سر او په ټوله کې که د کشمیر مسله بیخي شاته پریږدو له اسلامي مبارزینو نه ویره لري، هند دې نتیجې ته رسیدلی چې یوه ورځ نه یوه ورځ به دا مسله ورته لوی سر خوږۍ جوړ وي، ښايي په هند کې د مسلمانانو د شمیر زیاتوالی هم د اسلامي مبارزینو لپاره په هند کې د نفوذ ښه زمینه برابره کړی شي، له بلې خوا پاکستان په مجموع کې د هند تر ټولو ستر دښمن پاتی شوی، جګړې یې ترمنځ شوي او شخړې یې کړي، دا دلایل تر ټولو غښتلي دلایل دي چې هند هڅوي په هر قیمت په افغانستان کې د طالبانو او نورو اسلامي مبارزو ډلو د بیا نفوذ مخه و نیسي، له افغان حکومت ننګه و کړي او هر ډول مرستې ته یې ځان چمتو وښيي. د هند دننه سیاسي او پوځي کړۍ داسې انګیري چې که له طالبانو او نورو مخالفینو سره دا جګړه په افغانستان کې و نشي سبا به یې په خپلې خاورې کې ورسره کوي. هند ته د کرزي له وروستي سفر لږ مخکې د هند د بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند اکبرالدین په هند کې د یوه خبریال د یوه پوښتنې په ځواب کې وویل چې د پوځي مرستو په ګډون هند د افغانستان په هرې غوښتنې غور کولی شي، یعني افغان حکومت ته یې یو شین څراغ و لګاوه چې هر څه ته حاضر یو.
د حامدکرزي سفر پدې حساسو شېبو کې:
د حامد کرزي وروستی سفر په ډیرو حساسو شیبو کې ترسره کیږي له یوې خوا په نژدې کي له پاکستان سره د افغانستان اړیکې له ۲۰۰۱ نه وروسته تر ټولو ترینګلي حالت ته رسیدلي دي تردې چې دواړو هیوادونو یو بل ته د سفیرانو په کچه ګواښنه و کړه، له بل لوري له ۲۰۰۱کال را پدیخوا کرزي هیڅکله د ډیورنډ کرښې په اړه دومره په وضاحت خبرې نه وې کړې؟؟. بله دا چې له هیواده د امریکایانو او ناټو ځواکونو وتل او ورسره د خپلو وسلو وړل هغه څه دي چې افغان حکومت یې دیته اړ کړ چې هند ته لا نور ځان نژدې کړي او د یوه پیاوړي او ځواکمن ملګري په توګه ترې په هغو برخو کې چې لویدیځ هیوادونه ښايي ورسره ډیره دلچسپي و نه ښيي مرسته و غواړي.
د پاکستان اندېښنې:
پاکستان له پخوا د افغانستان او هند په اړیکو شک لري او دا ډول هره اړیکه د ځان لپاره خطر ګڼي،خو لکه مخکې مو چې یادونه و کړه وروستی سفر په ډیرو حساسو شرایطو کې ترسره شو چې پاکستاني ورځپاڼو او نورو سیاسي څیرو او خپله پاکستاني حکومت لا تر سفر مخکې پدې اړه سخته اندیښنه ښوولې وه. او دا ډول سفرونه طبعي ده چې د هغوی اندیښنې زیاتولی شي، خو له وضعیت نه داسې ښکاري چې د کرزي وروستی سفر پداسې مهال ترسره شو چې افغانستان نور په بشپړ ډول له پاکستانه نا امیده او مایوسه ښکاري، نور د نسبي هیلو دیوالونه هم نړیدلي او ښايي افغان چارواکي داسې فکر ته اړ شوي وي چې نور له پاکستان نه تمه کول بې ګټې دی.له بلې خوا په ځانګړي ډول د ګوشتې له پیښې وروسته له هند نه د پوځي مرستو غوښتنه پاکستان ځانته یو سخت او ښکاره پیغام ګڼي. خو لدې ور هاخوا ښايي پاکستان په افغانستان کې د یوه سیکولر نظام منلو ته په سختۍ تیار وي ځکه داسې ګومان کوي چې هند دا ډول نظامونه د خپل طبیعت له مخې په اسانۍ تر خپل اغیز لاندې راوستی شي او پاکستان سره یې اړیکې خړپړولی شي. پاکستان پدې اړه خپلې غوښتنې ندي پټې کړي بلکه په زغرده یې له افغانستان نه غوښتي چې له هند سره یې نژدې اړیکې نشي زغملی او باید ترې واټن واخلي.
له هند نه د کرزي غوښتنې او د هغوی ځواب:
لکه چې له سفرمخکې د کرزي ویاند ایمل فیضي له رسنیو سره پدې اړه رڼې خبرې کړې وې او دا سفر یې د بیلابیلو مرستو خو په ځانګړي ډول د پوځي مرستو په موخه بللی وو له سفر وروسته هم ښکاره شوه چې د سفر موخه تر ډیره د هند د پوځي مرستو جلبول و، چې خپله کرزي هم په کابل کې پدې اړه خبرې و کړې. لکه مخکې چې مو یادونه و کړه افغانستان سره مرسته کول او ښې اړیکې پالل د هند لپاره له یوه انتخابه ور پورته یو مجبوریت دی، د هندوستان چې څه له وسې وشې خامخا یې د هغو مجبوریتونو له امله چې پورته مو یاد کړل له افغانستان سره کوي، خو دلته یوه موضوع شته چې هند به پدې اړه له امریکا سره خامخا سلا کوي او پدې اړه به یې نظر پوښتي . دا خبره هم جوته ده چې امریکا به هیڅکله هند ته دا مشوره ور نکړي چې افغانستان ته درنې او پرمختللې وسلې ور کړي، ددې کار ښه ثبوت داکیدای شي چې هند ته د کرزي د سفر پرمهال په پاکستان کې د امریکا سفیر د جنګ ورځپاڼې سره مرکه درلوده او هغه وویل چې په افغانستان کې ځیني پاتي شوي وسلې به پاکستان ته د هغو خدمتونو په بدل کې ور کوي چې د هغوی په اصطلاح له تروریزم سره یې په جګړې کې کړیدي، د کرزي د سفر پر مهال دداسې موضوع یادول خپله دا ښیی چې امریکا له افغانستان سره څومره په چل کې ده، او که لږ یې ښکاره ووایو نو ویلای شو چې د افغانستان په اړه د امریکا او پاکستان پالیسي سره ډیره ورته ده.
د دې سفر لاسته راوړنې او د پاکستان راتلونکی غبرګون:
اوس نو دا له هند ور پورته په امریکا پورې هم اړه لري چې هغه به پدې اړه هندوستان څه کولو ته و هڅوي، هندوستان له افغانستان سره تر خپله وسه مرستې کول غواړي او لکه چې مو یاده کړه دا د هندوستان یو انتخاب نه بلکه یو مجبوریت دی خو هندوستان هیڅکله پدې اړه خپل پیاوړی ملګری امریکا نشي خپه کولی، بلکه هند به خامخا پدې اړه د امریکا وړاندیزونو ته غوږ نیسي او بیا به پریکړه کوي. له بل لوري که فرضا هندوستان، افغانستان ته درنې وسلې او نور تجهیزات ور کړي ظاهره خبره ده چې پدې به د پاکستان سخت غبرګون وپاریږي او دا چاره به ښايي د هغوی دروند عکس العمل له ځانه سره ولري، نو زمونږ په فکر افغانستان باید په خپل خارجي سیاست کې ډیر محتاط او زیرک و اوسي که څه هم حکومت د داسې کسانو په ګیره کې دی چې د تیرو دوولسو کلونو راهیسي د دروند او خطرناک فساد له امله ترې ډیره تمه نشي کیدای، نه یې له بهرنیو مرستو سمه ګټه واخیسته او نه یې هم خارجي سیاست داسې اغیزمن و چې حد اقل د نسبتا وروسته پاتي ګاونډیانو لپاره هم کومه داسې یو معقوله تګلاره خپله کړي. نو په لنډو ویلای شو چې افغانستان نه یواځي د خپلو نا اهله حکومتي چارواکو له امله بلکې ورسره د نورو په مرستو پورې تړلي هیواد په توګه ښايي په ټوله کې د دا ډول سفرونو پایلې پدې پورې تړلی وي چې امریکا او ورسره لویدیځ ملګري یې څه غواړي.

