د هسکې مېنې هسک شاعر!
29.04.2013 17:45ښکارېږي چې دا هم د پښتنې سيمې منظر دی
اسمان په وينو سور دی چا وژلی مازيګر دی
د سپين غر په فطرتي او طبيعي حسن مېن شاعر ښاغلی سېداکبر ساېر دې بيت نه د خپل کلي يانې سپين غر او بيا د هسکې مېنې په شاعرانو چې د خپل فکر مزی اوږدوم نو خدای ته دعا کوم چې شکر زموږ په کلي دې هم د ګران هېواد او پښتني سيمې په څېر د وطن غمخواران يعنې شاعران، اديبان لورولي دي چې په همدې به د سپين غر د ادب ګلبڼ تل تر تله تازه او سمسوره وي. دلته ډېر د سېد اکبر ساېر په څېر ګلونه موجوده دي. چې خپلې پښتنې سيمې ته ادبي خدمت کوي د کلي په روانو حالاتو سترګې نه پټوي حق ته حق او باطل ته باطل وايي. د کلي په مظلومو تېري ته تېری وايي. چې راتلونکي نس ته دا ثابته شي هغه وخت کې ليکوالانو، شاعرانو دا په ډاګه کړې وه چې د روان زياتې او ظلم موږ خلاف يو او موږ خپل قلم هم ددې لپاره وقف کړو لکه د سېد اکبر ساېر په خپلې سيمې باندې يو شعر دی.
سپين غر شو اوښکې اوښکې هزار ناو کې راروان دی
ترې درومې د نښترو جنازې په ګډاګانو
د ښاغلي پورتني بيت به راتلونکي نسل ته ګواه وي چې يو وخت د سپين غر فطري حسن ته ظالمو اورونه لګولي ؤ. چې ډېرې لمنځې، نښتر، چنارونه په شهادت ورسيدل او د همدې حسن په شهادت ډېرې مرثيې وليکلی شوې او موضوعي کتابونه له چاپه راووتل چې ژوندی ثبوت يې د ساېر شينواری صېب کتاب (چا وژلی مازيګر دی) رښتيا هم د ښاغلي د نوي کتاب د نوم په څېر ټول هېواد کې چا وژلی مازيګر دی چې زما په فکر لا يې قاتل هم نه دی مالوم. د پورتنيو خبرو په دليل سره د ښاغلي بيتونه
خاونده چې دا چا کړه له نظره دا وګړي
چې هر بقدم تيندک خوري او ډغره دا وګړي
نښتر يې ټول ميراث کړل ټولې لمنځې يې کړې بورې
شه مات دا بترګی شه په نهره دا وګړي
موږ وليدل چې د پښتنې سيمې دغه وګړي يو وخت لوی لوی قهرمانان، عالمان او فاضلان پيدا کړي وه. نن په هر قدم د ژوند تيندک خوري او راغورځېږي خو مايوسه شوي نه دي. ځکه چې ژوند يو سټيټ مثال لري چې هلته هر فنکار مختلف رول لکه د خندا، ژړا، دعوی، جنګ، د مينې او سندرو رول لوبوي همدغسې زموږ افغانان هم ناهيلي نه دي يوه ورځ به د خندا مينې او سنديز رول ولوبوي دا مو يقين دی دا مو دعاګانې دي. چې زر به حالات بدل کړو او د ساېر صېب دا بيتونه رښتينی رنګ راوړي.
بيګا مې وې د کلي هديرې په ګډاګانو
پيغلوټو واهه تمبل او زړې په ګډاګانو
د شعر ښآپېرۍ بيګا په خوب کې راته وويل
ساېره! ته به دا غزل ليکې په ګډاګانو
رښتيا هم هغه وخت لرې نه دی چې د کلي د هديرو جنډې به د ازادۍ په جشن کې ورپيږي او هغه شور به د کلي پېغلې او زړې په ګډاګانو بدرګه کړي شاعر مو د ازادۍ او سوکالۍ جشنونو لپاره د اتڼ غزلې ووايي او وليکي د سولې بېرغ په ټول هېواد جګ ورپېږي هغه ورځ به لرې نه وي چې په هېواد کې جنګ، ژړا او د مړينې دغه ډراميز رول پای ته ورسي او توې شوې وينې يو رنګ راوړي او رنګ به ولې نه راوړي چې د شهيد وينه بې ځايه نه وي او مړينه يې د قوم ژوندون وي په همدې اړه د ساېر صېب بيت دی.
شهيد ده وتره کړې د خپل تن په پاکه وينه
لرم تمه له خدايه چې دا خاوره به ژوندۍ کړي
په پرونۍ توې شوې وينې فکر پکار دی چې روانې دنيآ سره ځان څنګه سيال کړو تر څو به د بل په لمسون خپل ورونه وژنو، ترڅو به په پرديو ټوپکونو فخر کوو، لکه ساېر چې وايي.
ډز چې ترې کوې دا لاس دچا؟ توپک دچا؟
سوچ وکړه ګريوان کې خپل ګريوان ته ډزې مه کوه
او که همدا سلسله روانه وي نورو قومونه به د پرمختګ په دې منډه کې پښتون ملت وروسته پاته وي او بيا به دا اعتراف کوي لکه ساېر چې وايي.
دا څنګه دومره ټيټ شوې چې زما تر څنګ ولاړ يې
جانانه! ستا قامت ته خو چنار نه رسيده
همدې جنګي رول کې موږ اقتصاد، هنر، علم او ښه ژوند دلاسه ورکړ خپل جانان وطن او ارمانونه نيمګړي پاته شوه د مهاجرت نوم سره اشنا شو. د خلکو بدې ردې مو پر ځان يوړې مالي او ځاني تاوانونه راورسيدل. ښادۍ مو په غمونو بدلې شوې د وطن ناوې واده په شپې کونډې شوې. چې ژوندی ثبوت يې شينوارو کې د اوغذ د بمبارۍ دی. چې څه موده وړاندې په واده ناترسه بمباري شوې وه او همدا عکس ساېر صېب دې ډول په دې شعرونو کې انځور کړی.
زما د وطن ناوې جنتي به ولې نه وي
په سرو وينو دې ووينځه سينګار د يوې شپې
لوی خدای دې وکړي چې حالت نور د سولې پلو لاړ شي. شاعران او ليکوالان مو د مينې او ملي موسيقۍ لپاره شعرونه وليکي بس ډېر يې د وير مرثيې وليکلې او حالت يې د مينې سندريزې فضا ته نه پرېږدي. ګنې دې وخت کې به څوک څه د جانان سره د مينې خبرې وکړي او څه به شاعران د محبت شعرونو توږو خلکو تنده ماته کړي ګنې شاعران خو د مينې محبت سمبولونه دي او د مينې نه انکاري خلک مجرمان ګڼي.
ګرانه! داسې نه ده چې بې غمه يم
ستړی يم، ستومانه يم، بې دمه يم
دا چې پاکه مينه عبادت ګڼي
زه هم د هغو خلکو له چمه يم
يو بل شعر کې وايي
ساېره! د جنګونو مرثيو سم لېوني کړو
لږ خېر دی د منګي او د ستار کوه خبره
د سېد اکبر ساېر شينواري دا تولګه (چا وژلی مازيګر دی) د روانو حالاتو عکاسه او ترجمانه ده. هنري، ادبي پښتو ژبه په شعرونو کې کارول شوې ده. سېداکبر ساېر شعر کې زياته تجربه لري او د ځواک پښتو ادبي ټولنې د زړو ملګرو له جملې څخه دی. ددې نه وړاندې يې دوه شعري ټولګې، او يوه د يوويشتو شاعرانو تذکره يې له چاپه وتلي او خلکو لوستلي دي دا يې څلورم زيار دی. دا کتاب معياري کتاب دی، د کتاب ستاينه زه په وړه خوله که هر څومره وکړم ځای نه نيسي ولې د پښتو ژبې او ادبياتو استاد لال پاچا ازمون صېب په دې کتاب ډېرې ګټورې خبرې کړي دي. زه سېد اکبر ساېر رښتيا هم د هسکې مېنې هسک شاعر ګڼم. هر شاعر، اديب دې دغه ټولګه چې ساېر صېب هنري، ادبي جامه ورکړې ده. په تنقيدي نظر ووينې چې د کوم معيار ده. زه د ځواک پښتو ادبي ټولنې په يو بل د مبارکۍ زېری هم ورکوم چې د ښاغلي ساېر صېب دا عالي مجموعه يې چاپ کړه. دا ځواک پښتو ادبي ټولنې او ساېر صېب ته لوی وياړ دی او د ځواک مخلص ګامونه دي چې د ساېر صېب په څېر ښه ښه شاعران لري زه خپله ليکنه د ساېر په يو بيت راغونډوم.
وخته! زه به ژبه د اظهار شم ما به ووينې
ډېر ژر به له خوبه رابېدار شم ما به ووينې

