راغلي میلـــــــــمانه داستــــا یادونـــــه و د شـــــپې
29.04.2013 17:45راغلي میلـــــــــمانه داستــــا یادونـــــه و د شـــــپې
ما هـــــــــم وې بــــلې کړې ورته اوښکو نه ډیوې
اشنا غـــیږه دې پرانیزه نور هیڅ مه وایه چپ شه
دوا د زخــــمي زړه شه او راجوخت شه تر سينې
بورا چې څنګ ځنګیږي د ښایستو ګلو په څوکو
ما هـــــــــــــــم ټوله شپه هسې تر سهاره زنګوې
کلک هوډ وي د اظهار خو مخته را چې شې جانانه
بیا بره درکتی نه شم درندې مې شي لیمې
چې ستا مخې ته را شي نو دا زړه مې لیونی شي
اشنا خدایږو په سترګو کې جادو منتر لرې
چې اظهار پکې د زړه د هر یو درد هر چا ته کیږي
په خدای ډیرې مې خوښې دي غزلې او ټپې
لکه مالګه چې د زړه په کوم ژور پرهار دوړیږي
هسې لګي زما په زړه د کوم شیدا د زړه کیسې

