د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

زه خبر نه وم

صابر تیمور 24.04.2013 17:53

د ليکوال څو نورې لیکنې

ټول

زه خـبر نه ومـه چې دا راته دجـداې اسباب لټوي
زه کړم بې خوبه خپل ځـان ته تخت دخواب لټوي

خــپلـه خـطـا تـه یـې زیـرنـه دی او پروا یې نشته
زمـا د خــطـایې تـه د مـلیـانـو ټـول کـتـاب لـټوي

زمـا پـه کــور او کـلـې غـــــم او سـتـــم وریـږي
دده جـشــنونــه دي کـونـج پـه کـونـج ربـاب لټوي

زما سـر سـبزه ځـمکـه ســوزي دبـارود لوګوکې
دې سـرسـبزي ځـان تـه پـه ځـمکه د پنجاب لټوي

ددیــو مـلیـان دلـوڅـو ښـځـوتــه غــاړې ورکـوي
بیــا زمـا په ګـران افـغـانســتان کـې انقـلاب لټوی

(صـابره) دا څـنـګـه اســلام او د جــهاد فـــتوا ده
خـپل ښځې یـې لوڅ زما سرتورو ته حجاب لټوي

24/04/2013
صابر (تيمور) له د بي نه