د کرنې وزارت خوست له یاده ایستلی!!!
21.04.2013 21:56خوست ولايت ډېره نرمه او معتدله هوا لري ، چې د ښې موسمي هوا له برکته د هر ډول ترکاريو کښت ته د کال په څلورو واړو فصلونو کې اماده دى.
په همدې اساس پدې وروستيو کالونو کې ددې ولايت زياترو وګړو په خپلو شخصي ځمکو کې څه نه څه د مېوه لرونکو ونو باغونه لګولي ، چې ډېره ښه نتيجه يې ورکړيده .
خو سره د دې چې ځمکه يې پوره حاصلخيزه او دوه فصله ده، رنګه رنګ ترکارۍ او مېوه دارې ونې پکې ښه نتيجه ورکوي،امنيت ډاډمن او خلک يې له دولت سره زيات هکاره دي، ولې بيا هم په تاسف سره بايد ووايو، چې د نړيوالې ټولنې په ځانګړي ډول د امريکامتحده ايالاتو له لوري دافغانستان سره د ملياردونو ډالرو د مرستو په شتون کې د کرنې او مالدارۍ وزارت له لوري پدې ولايت کې هېڅ هم ندي ترسره شوي.
اوس خو بايد دومره لويو امکاناتو ته په کتو سره دلته د کرنې او مالدارۍ لپاره يو داسې ګټور او تلپاتې مېکانېزم رامنځته شوى واى، چې له مخې يې نه يوازې د زراعت پورې مربوط ملکيتونه او پخواني باغونه د مېوه جاتو، ترکاريو او نورې معقولې استفادې لپاره عيار شوي واى، بلکې د عامو خلکو لپاره هم د زراعت په بېلابېلو برخو کې مهمې اسانتياوې راغلي واى.
د باغونو او قرياجاتو په برخه کې د يوولس کلن اوږده بهر په لړ کې د دوى خدمتونه له صفر سره ضرب دي، پخواني تاريخي باغونه چې يو وخت يې د هېواد په کچه د ښکلا، تفريح، مېوه دارو ونو او د ترکاريو د پرېمانه حاصلاتو له امله زيات شهرت درلود، ولې اوس بدبختانه د دوى د نه پاملرنې له کبله د نشه يانو د راټولېدو او دکوڅه ډبو سپيانو د اوسېدو په برخه کې د پام وړ مشهور شوي او د ښايسته ونو د غوڅېدو ترڅنګ يې ځاى، ځاى ځمکې هم غصب شوي دي.
د کرنې او مالدارۍ وزارت د تېرو ١١ کالونو په ترڅ کې يوازې دا دنده ترسره کړي ، چې چېرې يې هم زړونو غوښتي او په اصطلاح له چا سره جوړ راغلي، نو د دغه وزارت مربوط ملکيتونه که په هره ساحه کې ول،د تېلو پمپونو، دوکانونو او نورو کاروباري کړنو د ترسره کولو لپاره يې د قرارداد په نامه ورکړي او لا هم له بده مرغه دغه تريخ حالت جريان لري.
موږ دخوست ولسونه ، مدني او کلتوري ټولنې په ملي شورا کې دخوست دخلکو له منتخبو استازو، دخوست ولايتي شورا او همداشان د ولايت مقام څخه هيله او غوښتنه کوو، چې داسې بې تفاوتۍ او تنګ نظرۍ چې دخوست ولايت لوري ته د ځينو وزارتونو له خوا شتون لري، تر ولسمشرۍ ماڼۍ پورې ورسوي ، څو چې دغه وزارتونه خپل مسووليتونه او دندې په ښه شان سره درک کړي او خوست له خپلو مشروع حقونو برخمن شي.

