د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ښايم د غزل دعوېدارانو ته!

فضل جان سليم 06.04.2013 11:55

د ليکوال څو نورې لیکنې

ټول

ژوند ادب دى او ادب ژوند، شاعر يې يو پېغام رسوونکى دى. شاعر د خپل چاپيريال نه هر څه اخلي چاپيريال او ماحول ته يې بېرته ورکوي. له چاپيريال نه متاثره دى، هر دور کې شاعر، اديب خپل قلم نه راتلوونکي نسل ته داسې ګټورې يعنې مرغلرې خبرې پرېښې دي. چې نن نوى نسل پرې قانع دى. نوي نسل کې هم وخت په وخت ښه ښه اديبان، شاعران پېدا کېږي. زما په خيال شاعران او اديبان د يوې ټولنې د پرمختګ بنياد دى. موږ چې د ادبي دنيا تاريخ لولو نو موږ ته دا جوته کېږي چې هر دور کې نوم وتلي شاعران، اديبان د راتلونکي تاريخ يوه خصه جوړېږي. چې همدا سلسله لا روانه ده موږ وليدل چې د قلم زور څومره په نړۍ حکمراني کوي موږ د تېر تاريخ او ددې دور نه دا سبق زده کړ چې قلم او د علم خاوندان د مرګ نه وروسته هم خپل نوم ژوندى ساتلى شي اهل قلم او اهل مال کې څومره فرق موجود دى. د وخت وزير حاکم بادشاه يواځې خپل نوم په دې د تاريخ په پاڼو کې ليکلى شي چې هغه د خپل وخت بادشاه وه ښه او بد يې ډېر مخته لپه وي. خو په اهل قلم کې هم بيا غريب او مالدار نه چلېږي بلکې پکې د هغه علمي او فني تجربه شامل کېږي. موږ وينو او څه مو د تاريخ په پاڼو کې ولوستل چې ډېر شاعران غريب پاتې شوي دي، او په غربت کې له دې نړۍ کوچېدلي دي، خو د هغه علمي او فني تجربه نه ده مړه شوې او تل ترتله به ژوندۍ وي چې ښکاره ثبوت يې د پښتو ژبې صوفي شاعر عبدالرحمان بابا دى نن که د عزيز خان خاني مشهوره ده. هغه د رحمان بابا د شاعرۍ له برکته ده ګنې عزيز خان به چا هم په اوسني دور کې نه پېژنده. همدا شاعران، اديبان دي چې غريبۍ او فقيرۍ کې هم ځان او وخت د نورو خلکو په خدمت کې لګوي. خلکو ته نيکه لار ښايي او پښتو ژبې ته ترقي ورکوي خو دا خدمت په هر حال کې په دې نړۍ لکه د لمر روښانه وي او وخت به دا ثابتوي چې چا څومره راتلونکي نسل د بقا او ښه ژوند لپاره منډه وهلې ده. ځکه چې وخت خپل په خپل وجود کې يوه لويه هنداره ده خبرې رانه اوږدېږي راځم يو غريب او معذور ځوان افغان هجرت کوونکي شاعر ته چې چا څومره پښتو ژبې او د پښتو شعر لپاره، د راتلونکي نسل بقا لپاره او ددې دور خوبولو زلمو لپاره چغې وهلې دي، هو زما هدف کواټ کې افغان شاعر منګل ښېوه وال دى، پورتنۍ خبرې مې همدې لپاره وکړې چې يو شاعر اديب څومره خپلې ټولنې لره مال او وخت وقف کوي او ځان د تاريخ برخه جوړوي په دې خو پوهېږو چې تاريخ کې هغه علمي څېرې برخه جوړوي چې چا ځانته ځانګړى يعنې جلا سبک خپل کړى وي ګنې هر دور کې ليکوالان، شاعران ډېر وي، خو د ځانګړي سبک خاوندان د ګوتو په شمېر وي. منګل ښېوه وال هم هغه شاعر دى چې کوښښ کوي راتلونکي نسل ته ښه علمي، هنري، اصلاحي شعر د ډالۍ په توګه پرېږدي او په دې کوښښ کې تر ډېره حده بريالى ښکاري منګل لا ځوان دى فکر يې بالغ دى په پوهې ولاړ دى په همدې اساس يې خپلې ټولنې ته لومړۍ شعري ټولګه (د لوګيو ښار کې خلک) چاپ کړه. ګنې په دې عمر کي خلک د جانان غم سره ملګرى وي جانان کله يو او بل پلو بيايي زلفان سرې شونډې تورې سترګې او د مازيګر مست سازونه غږوي خو ځوان شاعر منګل ښېوه وال سره د جانان غم سره غم دوران او غم ولس هم ملګرى دى ځکه يې د کتاب نوم (د لوګيو ښار کې خلک) دى حالانکې واقعي دې دور کې د کتاب نوم همدا پکار وه او همدې رنګ باندې شاعري هم ده. راځم چې ايا؟ رښتيا هم منګل د کتاب د نوم په څېر د بارود لوګيو کې ژوند کوونکو خلکو غم خوړلى دى او د پورتنيو خبرو په بنياد منګل نننى او راتلوونکي نسل ته معياري، ادبي او اصلاحي شاعري کړې ده. ګنې دده دا ټولګه په دې ليکنه کې تاسو ته نشم ښودلى ولې څو بيتونه به يې تاسو ته د نمونې په ډول وړاندې کوم. چې پورتنۍ خبرې مې رښتينې وخېژي ولې چې منګل هم په دې معاصر ادب کې ځان د جديد شعر ليکوونکو شاعرانو په قطار کې ودرولى دى چې دا بيتونه يې د نمونه ده.

د ظالم دپاره توره مې په لاس ده
د مظلوم دپاره ډال دى زما ژوند
ښکاره څنګه کړو په زړونو کې تڼاکې
پښې مو غوڅې دي لاسونو کې تڼاکې
ويره خطر شپه او چوپتيا شوه سره غاړه غړۍ
هر خوا ځنګل ځنګل ځنګل څنګه سفر وکړمه
کله هم زما د ژوند کښتۍ ور ډوبيدلى شي
داسې د حالاتو په موجونو کې روان يمه
منګل څراغ وو په تيارو کې هم ثابت شو ګوره
راشه منظر درته تورتم کې د رڼا وښايم

د لوګيو ښار کې خلک د منګل ښېوه وال لومړۍ شعري ټولګه ده. چې د ادب او شعر په ځولۍ کې يوه ګټوره ډالۍ ده. په دې مجموعه کې د شعر جديديت معنى مفهوم نوي ترکيبونه د قوم يووالى پرمختګ خپل واکي پښتنو ته يو غمخوار رهبر ملي ملت ته خپل دښمنان ښودل، ظالم نه د مظلوم دفاع او داسې ډېر ګڼ موضوعات پکې شتون لري هر شاعر سره د وطن مينه فطري وي او خپل قلم او افکار د هېواد په ګټه لګوي د منګل ښېوه وال دا شعرونه د هېواد پرستۍ ثبوت ورکوي.

ساه مې هوا احساس مې خاوره او ژوندون مې وطن
دا سرمايه زما د تن په خلکو مه خرڅوه
سرتېري مېړني دې د مېړانې ثبوت ورکړي
د سولې په هېواد کې مې لمبې راننوزي

په ګران هېواد د ډېرو ميړنهو خپل سرونه ورکړل لګيا دي.
پورتني بيتونه حماسي بيتونه دي، چې د هر زلمي وينه په جوش راولي او د خپل وطن مينه ورته دوه چنده کوي (د لوګيو ښار کې خلک) د منګل لومړي شعري مجموعه ده. چې ښکلې پښتۍ سپينه پاڼه او (١٤١) صفحو باندې مشتمله ده. منګل محنت کړى دى. ځکه يې شاعري اعلى ده او ادب کې يوه ګټوره اضافه ده چې لوستونکو ته د شعر مينه نوره هم سيوه کوي ځکه خو ادبي حريفان د منګل په کتاب سترګې پټوي او منلو ته يې تيار نه دي او بې ځايه تنقيدونه پرې کوي. نقد د ادب لپاره ډېر ګټور دى د تنقيد نه بغير د ادب ترقي ناشونې ده خو ګټور اصلاحي تنقيد او تنقيد بايد نقاد وکړي او نقاد بايد رښتونى نقاد وي نه دروغجن او مطلب پرستاو شخصي حريف نقاد بايد عملي بلوغتيا او ادب کې کم از کم (١٠ يا ١٥) کاله تجربه ولري او د غلطۍ اصلاحي ثبوت ورکړي چې دا شعر په دې توګه ښه راځي دې سره به د منګل او د نورو ادب لوستونکو ته ګټوره فايده وي او نه هغه ناپوهه انسان په شان چې په يوه ورځ کې ملا شوى وه پلار يې هم استاد ته ويلي وه چې تر سبا مې زوى ملا او استاد غواړم. شاګرد ته خپل استاد د هر څه د نه منلو نه ويلي وه چې دې سره په خلک وايي دا لوى عالم دى حقيقت نه پټېږي هر ځه يوه ورځ ښکاره کېږي ژوند ډېر اوږد دى. پرون چې هغه څه موږ نه منل نن مو ومنل لکه پرون به موږ ته مشرانو ويل چې انسان په سپوږمۍ کې منل هم کفر دى. ولې نن هغه ژوندي مشران هم ورته کفر نه وايي ولې چې پرون موږ سره دومره علم نه وه. چې دا مو منلى وى. پرون د ډېرو کارونو وړاندوينې کېدلې نن حقيقت شو. تر پرونه دا خبره علماوو کوله چې اخره زمانه کې به د دنيا مزي لنډ شي نن موبايل لنډ کړى دى. چې لس کاله مخکې دلته چا موبايل نه پېژانده. راځئ د يو څه نه منلو په ځاى تحقيق وکړو د يوې بې ځايه مسئلې د فتوې په ځاى تحقيق وشي په کمې تجربې ځان نقاد نه کړو او په هر چا د يوې فتوې ظاهره کولو لپاره ١٠ يا ١٥ کاله تحقيق تجربه ولرو او د يوې ورځې د ملا په څېر ځه يې ونه منو. پورتنۍ خبرې مې د منګل د کتاب په حق کې وکړې چې يوې مجلې کې يوه تن د منګل دا کتاب غېر معياري بللى وه چې هغه سړى خو نه ادب کې ماضي تجربه لري او نه خو کم شاعر يا اديب دى. ګنې له نن نه ٥کاله وړاندې تاريخ دې وګوري د هغه سپين ګيري نوم ادب کې نشته داسې تن په ٥ کالو کې شاعر اديب نقاد نشي جوړيدى. زه منګل ته ډاډ ورکوم چې نور هم څه د پښتو ادب او د شعر په ځولۍ کې واچوي او ځان ټول عمر له ژوندى کړي. ولې؟ دا حريفان د پښتو ژبي دي نه ستا يواځې دا حريفان کابل کې هم شته چې نه غواړي د پښتو ژبه مخ په وړاندې لاړه شي هلته کابل کې دا حريفان د فارسي په نوم دي او دلته د فارسي زيږينده د اردو ژبې دي او نه غواړي چې افغانان پښتانه شاعران ليکوالان کتابونه چاپ کړي او ته د دوى په ضد هم خپلې پښتو ژبې ته خدمت کوه. دا خو ژوند دى څوک الله تعالى نه منې او څوک رسول نه منې. ورسره يې اختلاف دى. ستا خپل هدف چې انساني خدمت دى ورته دوام ورکړه خپله ليکنه د شېرمحمد حېدر په دې شعر پاى ته رسوم.
ته خپل سر ته خېر غواړي او زه خېر انسانيت ته
واعظه په ايمان وايه چې ته ښه يې که زه