غزل
15.03.2013 20:32په زړګي می نن وریږی شپه به تا سره کومه
دا وعده می نن ده کړی شپه به تا سره کومه
درځــــمه درپـــسی کـلي ګـودر ته نن جـانانه
پردیسۍ نه په تنګ شوی شپه به تا سره کومه
مـــنګی رباب ســــتار مــــی ډيــــر یادیــږي
ښایسته مازدیګری دی شپه به تا سره کومه
پوهیږم چه بیریږی د خولګۍ او د مستۍ نه
دغو ټــولــو نه توبه ده شپه به تا سره کومـه
د عصر عاشقان نن کومی کومی کانی وکړی
زه خو تږی د دیدن یم شپه به تا سره کومه

