ځان څنګه له نيوکې وژغورو؟
11.03.2013 13:58د ژوند هېڅ داسې ډګر نشته، چې تاسې په کې له نيوکې سره مخ نه شئ. کور وي که دفتر؛ هر ځای او هر ډګر کې نيوکه يوه عامه خبره ده. کله د روغ نيت له مخې کيږي او کله بيا له بدنيتۍ نه. که ځينې وختونه ستاسو د شخصيت د ښه کېدا لپاره کيږي؛ نو کله، کله ستاسو د شخصيت د ګردجن کېدو لپاره هم کيږي.
په ډېرو خلکو د دې کار اغېز منفي وي. ځينې خلک د نهيلۍ ښکار کيږي او ځان ناروغه احساسوي. ځينې ترې د غيرت او غرور کيسه جوړه کړي او يو شمېر نور يې په سړه سينه زغمي او خپل د شخصيت په لا ښکلا کې ترې ګټه اخلي. که نيوکه د سمونې او اصلاح په نيت وي، له انتقاد کوونکي څخه مننه کوو او کنه نو له واره مو ورته طبيعت خرابيږي. که يو څوک له ښو اخلاقو کار واخلي، نو عيب لټونه د ده د ژوند په ښکلا کې کليدي ونډه لرلی شي. هوښيار خلک نيوکه او انتقاد خپل د شخصيت د سينګار سبب ګڼي.
د الينر روزوېلټ وينا ده، چې: (( هېڅوک هم تاسې نه شي لاندې کولی، تر هغې چې تاسو خپله ورته غاړه کېنږدئ.)) دا چې د چا نيوکه پر تاسو څرنګه اغېز ښندلی شي، دا تر ډېره ستاسو خپلې نظريې پورې اړه لري. د دې حقيقت يو بل اړخ دا دی، چې تاسو د مخاطب نظر وتلئ. له ځان سره يې پرتله کړئ او وګورئ چې تاسو څومره په خپل ژوند کې بريالي يئ؟
که چا درباندې نيوکه وکړه، له واره غبرګون له ځانه مه ښيئ! مه احساساتي کېږئ؛ بلکې له هوښيارتيا څخه کار واخلئ. په آرام ذهن پرې غور وکړئ، چې څومره پر ځای ده....؟ داسې خو نه ده، چې د ځان د ډاډ او ستا سپکاوي لپاره دا کار کوي؟ د دې لپاره اړينه ده، چې په خپل ځان بشپړه ويسا پيدا کړئ. د خپلو ښېګڼو او بدګڼو لپاره د نورو پر نظرونو مه ډاډه کېږئ؛ که څه هم هغه ستاسو د خپلې کورنۍ غړی وي. د دې خبرې موخه دا هم نه ده، چې د هوښيارتيا او پوهې نورې دروازې په ځان پسې وتړئ؛ ځکه چې سهوه او نيمګړتيا د انسان عادت دی او تاسو هم له دې قضيې نه مستثنی نه ياست. که ومو ليدل، چې انتقاد کوونکي کومې نيمګړتيا ته اشاره وکړه او هغه رښتيا هم په تاسو کې شته؛ نو ژر تر ژره خپل ځان اصلاح کړئ. که مو احساس کړه،چې په دې کار کې ستاسو غلطي نه ده او هغه د خپلې نيمګړتيا د پټولو لپاره پر تاسو نيوکه کړې ده؛ نو بالکل يې له پامه وغورځوئ او پاملرنه مه ورته کوئ!
دا چې انتقاد څومره پر ځای دی؟ په کار ده، چې د انتقاد کوونکي پرلهجې او انداز غور وشي. ځينې خلک يواځې دې لپاره نيوکه کوي،چې له هغوی سره د کولو څه نه وي. څوک چې په رښتيا ستا خواخوږی وي، هغه به هېڅکله هم ستاسو له لوري د کار په خرابېدو په تاسو پسې رانه شي، چې... ((تا دا کار دې ولې داسې وکړ؟))... ((تا بايد داسې نه وای کړي)) او ... بلکې له پخوا نه به مو لا نور هم وهڅوي. بيا به تاسو ته ووايي: ((ته بايد له دې طريقې نه کار واخلې)) يا (( په راتلونکي کې داسې کوه!)) او .... په داسې حال کې چې له تاسره کينه ګر به هر وخت په تا نيوکه کوي. که له تا څخه کوم کار وران شي، نو دی به دې پر ټپ نور هم مالګه شيندي او فرصت ته په کتو به تا له پښې هم کش کوي.
دا د ځينو خلکو عادت دی، چې خپلې ګټې لپاره له نورو شکايت کوي. هڅه کوئ، چې له داسې خلکو لرې اوسئ؛ ځکه دوی هېڅکله هم پر ځان ډاډه نه وي او د خپلو نيمګړتياوو د پټولو لپاره د نورو نيمګړتياوې لټوي.
په عام ډول داسې خلک ناخوښ او بې باوره وي. ښه خبره دا ده، چې د داسې خلکو نيوکې زړه ته کوزې نه کړئ. برعکس؛ ځينې خلک په رښتيا ستا خواخوږي وي. هغوی ستا او ستا د راتلونکي په فکر کې وي. د داسې خلکو نيوکې د اصلاح په نيت وي. هغوی يواځې ستا نيمګړتياوې نه برسېره کوي، بلکې د نيمګړتياوو د حل لارې چارې هم درښيي. داسې سلا مشورو ته ډېر پام کوئ!
اوس به تاسو فکر کوئ، چې خير له داسې بې معنا نيوکو سره څه وکړو...؟ دا خبره همېشه په ياد ولرئ، چې دا د نړۍ نظام دی، چې دلته هر چا ښه کار ترسره کړی دی او له خپل همعصر نه يې د وړاندې تګ فکر کړی دی؛ نو د نيوکې هدف ګرځېدلی دی. له همدې امله دې خبرو ته پام مه اړوئ او خپل کار کوئ!
د بې ځايه نيوکې يا عيب لټونې ځواب بحث او مباحثه نه ده. بېرته ځواب ورکول يا د ځان دفاع کول خوندي لاره نه ده. سپيناوي او دفاع هغه څوک کوي، چې پړ وي.
له بحث او مباحثې سره نه يواځې دا چې له مخاطب سره ستاسو اړيکې خرابيږي، د دې تر څنګ ستاسو له شخصيت څخه نور خلک هم غلط برداشت اخلي. له همدې امله له بحثونو نه لاس په سر شئ. د دې غوره لاره خاموشي او چپ پاتې کېدل دي او تاسو به، پرته له دې چې څه ووايئ، ځان بريالی ثابت کړئ. سربېره پر دې چې دا يوه خوندي طريقه ده، ورسره ستاسو اړيکې او ستاسو د شخصيت په اړه د نورو له غلطو اندونو څخه مخنيوی هم کوي.

