د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

پښتانه او د کانکور ازموینه

اجمل ستانکزی 02.03.2013 12:03

بیا د کانکور د ازموینې نتایج راغلل. بيا پښتانه په قهر دي چې ولې دوی دومره کم کامیاب شوي. بیا پښتانه د کانسپیرسي یا توطيي تیوریانو ښکار شوي او په ازموینو کې درغلۍ او نور قومونه د خپلو مشکلاتو لاملونه ګڼي.
هر کال د کانکور د نتایجو د اعلان نه وروسته پښتانه د یو څو ورځو لپاره دا ناندرۍ کوي. خو څو ورځې وروسته بیا خیر او خیریت شي. خو زمونږ دا مشکل د کانکور تر نتایجو محدود نه دی بلکه زور يې څو کاله وروسته مالومیږي. لکه چې وايي چې د دې ډول آواز به سبا واورې.
زه نه پوهیږم چې ولې دومره ډیر پښتانه چې د قلم خاوندان هم پکې دي د کانسپیریسي د تیوریانو په ځای زمونږ اصلي مشکل ته د خلکو توجه نه ورګرځوي. دا سمه ده چې په کانکور کې به رشوت او واسطه شوي وي او دا رشوت او واسطه به پښتنو هم خامخا پکې کړي وي. خو دا زمونږ اصلي مشکل نه دی. زمونږ اصلي مشکل تر دې ژورې ریښې لري. او تر څو چې په خپل دغه مشکل ځان پوه نکړو نو هیڅکله به يې هم حل نه کړای شو.
زما په نظر زمونږ اصلي مشکل څو بعده لري چې یو يې د اکثره پښتنو له تعلیم سره کمه علاقه ده. د بیلګې په توګه، که د پښتنو په کوم کلي کې عملیات وشي او حتا یو څاروی يې هم ووژل شي نو سبا به د دغې سیمې خلکو په مسافرو لاره بنده کړي وي او مظاهرې به کوي او یا به ولسوالۍ کې را ټول شوي وي او د مړ څاروي تاوان به غواړي. خو که د سیمې ښوونځي يې وسوځول شي نو ټول به پټه خوله ناست وي نه به لاریون وي او نه غندنه.
زمونږ د اصلي مشکل بل بعد وسلوال مخالفین یا طالبان دي. خو زمونږ شرقي او غربي طالب پلوه ړانده اوس هم دا نه مني چې طالبان دا ښوونځي له مینځه وړي. زمونږ به پدې خبره کله سر خلاصیږي چې طالبان د ښوونځیو ضد دي. دوی د پښتنو په سيمو کې په سلګونو ښوونځي وسوزول، زده کوونکي او استاذان يې ووهل او ووژل، د ښوونځیو په ضد يې ډول ډول تبلیغات وکړل. خو بیا هم دغه ړانده يې نه ويني. او ټوله ورځ د کانسپیریسي تیوریانې غږوي.
دوی دا هم نه ګوري چې د طالبانو د کنترول او نفوذ لاندې سیمو کې د ګوتو په شمار فعال ښوونځي هم نشته. د دغو سيمو خلک په کانکور کې کامیابي څه چې برخه هم پکې نشي اخیستلای.
طالبان په خپل سر دا کارونه نه کوي. بلکه د یو منظم پلان له مخې دوی ته ویل شوي چې باید په خپلو سیموکې ښوونځي پرې نږدي. دا ځکه ډیری باسواده افغانان د طالبانو په پروپاګند نه غولیږي او اکثره يې د طالبانو ضد دي. همدارنګه ډیری بیسوادو ته د طالبانو هر پروپاګند حقیقت ښکاري او اکثره يې د طالبانو ملګري، حمایه کوونکي او یا هم پخپله طالبان دي.
طالب خو ځه بیا هم د وطن دښمن دی. پښتانه څه بلا وهلي چې خپل ښوونځي نشي ساتلای؟ مونږ پښتانه چې کښینو نو بیا د شملو او د غیرت غټې غټې خبرې کوو. نور قومونه له ځانه ټیټ بولو او پخپله پښتونولي او غیرت فخر کوو. خو که یو څو ټوپکمار مو کلي ته راشي ښوونځي راته وسوزوي، کلیوال مو وډبوي او خواړه رانه په زور واخلي نو نه بیا شمله وي او نه غیرت. شمله يې شوملې شي او طالبان يې نوش جان کړي او چې څوک غیرت وکړي هغه بیا ټرک ووهي.
خو همدغه ټوپکمار بیا د هزاره ګانو، تاجکو او نورو قومونو چې پښتانه ورته په ټيټه سترګه ګوري سيمو ته له ډاره نشي تلای. ځکه خو د هغوی په سیمو کې نه یوازې د هلکانو بلکه د انجونو ښوونځي هم فعاله دي. زه به شمله څه کړم چې اولاد مې بې تعلیمه لویږي او زه به غیرت څه کړم چې له څلورو ګړنګنو چرسیانو او نصواریانو خپل ښوونځي نشم ساتلای. لعنت شه په داسې بې ځایه غیرت.
د طالبانو ځینې پخواني محلي قومندانان د طالبانو د غورځنګ د پريښودلو او له دولت سره د مرستې یو لوی علت له ښوونځیو سره د طالبانو دښمني ښيي. د دوی په وینا دوی ته ویل شوي وو چې تر هر څه مخکې دوی باید د خپلو سيمو ښوونځي له مینځه یوسي. دا ځکه په هغو سیمو کې چې د طالبانو تر کنترول او یا هم نفوذ لاندې دي، هیڅ فعال ښوونځی نشته.
د پښتنو بد بختي همدا ده چې په ډیریو سيمو يې طالبان کنټرول او یا هم نفوذ لري ځکه خو يې ډیری ښوونځي یا نشته او یا هم غیر فعال دي. او په هغو سيمو کې چې طالبان یا نشته او یا کم دي او ښوونځي يې فعال دي، هلته ښه استادان او درسي مواد نشته. ښوونکي او زده کوونکي پکې خپل وخت ضایع کوي او د پوهنې وزارت يې پوښتنه نه کوي.
نو چې ښوونځي غیر فعال وي، د کانکور لپاره به زده کوونکي له کومه شي؟ او چې زده کوونکو ټول کال خپل وخت ضایع کړی وي نو په کانکور کې به ښې نمرې څنګه واخلي؟
زمونږ د اصلي مشکل بل بعد د دولتي چارواکو بې غوري ده. دوی د پښتنو د سيمو د ښوونځیو احصایه له هغو قراردادیانو چې دغه ښوونځي جوړوي اخلي. پخپله نه ورځي چې وګوري چې څو ښوونځي پکې جوړ او څو پکې فعاله دي، څومره زده کوونکي لري او څومره استادان، د کتاب او قرطاسیې مشکل لري که نه، ښوونکي او زده کوونکي کوم امنیتي مشکلات لري؟ او نور...
د پوهنې له وزیر نه باید پوښتنه وشي چې د پښتنو په کومو سيمو کې څومره ښوونځي فعال دي؟ له هغه نه باید دا پوښتنه هم وشي چې ولي د ارزګان په دهراوود، شهید حساس، چوره، خاص ارزګان، چنارتو، د کندهار په شاه ولیکوټ، میانشین، نیش، د هلمند په باغران، د زابل په دای چوپان او د پښتنو د نورو ولایتونو په نورو سیمو کې ښوونځي نشته او یا هم پکې هیڅ زده کوونکي ښوونځيوته نه ځي؟
د مالوماتو له مخې په یادو شویو سیمو کې په ځینو کې يې هیڅ ښوونځي نشته او په کومو کې چې شته د طالبانو له ډاره زده کوونکي نه ورځي.
زه بیا وایم چې اصلي مشکل په مونږ کې دی. نه بل قوم ګرم دی او نه درغلي. ډیری پښتانه له تعلیم سره دومره مینه نلري. مونږ د تعلیم دښمنان د دین پتنګان او مجاهدین بولو او په خپل کور کې يې ساتو، خپل خواړه ورکوو، د خپلې سیمې لارې ورته ښایو او خپل ښوونځي پرې ورانوو. مونږ د خپلو ښوونځيو ساتنه نشو کولای. همدارنګه لکه د نورو کارونو په شان، مونږ د تعلیم په اړه په دولت هیڅ فشار نه راوړو.
پښتانه د دې په ځای چې د پښتو ژبې لپاره لاریونونه، غونډې او بحثونه وکړي باید په پښتنو کې د تعلیم د خپرولو لپاره هڅې وکړي. مونږ پښتو پښتو چيغې وهو خو قوم مو بیسواده پاتې شو. زما قوم تعلیم ته ضرورت لري که هغه په پښتو کې وي، که په فارسي، اردو، انګلیسي، فرانسوي، روسي او یا کومه بله ژبه کې. دومره فعالیت چې مونږ د پښتو ژبې لپاره کوو که دومره مو په پښتنو کې د تعلیم لپاره کړای وای نو نن به د کانکور نتایج لږ څه ښه وو.
تر څو چې مونږ خپل مشکل و نه پيژنو نو هغه ته د حل لار نشو پیدا کولی. تل به همدا مونږ یو او همدا زمونږ ناکام او بې نتیجې زده کوونکي. د خدای لپاره دا وخت نورو ته د بدو ردو ویلو او د نفاق را مینځ ته کولو نه دی بلکه د خپلو مشکلاتو د درک کولو او حلولو دی.
په اخر کې ټولو حمارتي چارواکو ته د دوی پنجابي بادارنو، د دوی شرقي او غربي افغان حمایه کوونکو او په ځانګړي توګه د دوی د پلانونو پلي کوونکو بې تنخوا ټوپکیانو او د جنت د حورو لیونیانو ته، که هغه افغانان دي او که پاکستانيان، عرب، ازبک، چییچن او نور، ټولو ته په خپلو پلانونو کې د کامیابۍ مبارکي ورکوم. مطمین اوسئ! تاسو د ځینو پښتنو د ناپوهۍ له امله پخپلو پلانونو کې کامیاب شوي یاست. افغانان او په ځانګړې توګه پښتانه مو نور هم تورو تیارو ته ور ټیله کړل. ستاسو دا بې تنخوا سرتیري به نور هم ډیر شي او تاسې به د څو نورو کلونو لپاره هم همداسې قوي پاتې شئ.