په هند کي د افغان محصلینو د پام وړ
10.02.2013 20:18تیره ورځ په رسنيو کي په خاصه توګه په ویب پاڼواو فیسبوک کي یوه راپور ډیر زور نیولی وو چې سرلیک يې وو ( په هندوستان کي د افغان محصلینو او هندي محصلینو ترمنځ په شخړه کي پنځه تنه ژوبل شوي دي ) ، مونږ ډیره هڅه وکړه چې د یاد پوهنتون له هغو افغان محصلینو سره خبري وکړو چې په پیښه کي ښکیل وو، بالاخره له یوه محصل سره مو اړیکه ټینګه شوه ، هغه د پیښي ټول جزیات ټکي په ټکي په ټيلیفون کي راته داسي وویل چې....
کلنۍ کلتوري غونډه د پوهنتون لخوا جوړه شوي وه چې د یوه افغان او یوه هندي محصل ترمنځ لفظي شخړه شروع شوه بالاخره په اخ و ډب بدله شوه چې پنځه تنه محصلین سرسري ټپیان شو، خو رسنیو دا خبره په دي ډول خپره کړې وه ( افغان محصلین د نشي په حال کي وو چې په هندي محصلینو يې ګزار وکړ) خو داسي خبره هیڅ نه وه رسنۍ چې په نني عصر کي ورته د یوه نظام څلورمه قوه هم ویل کیږي خپل رسالت دومره د خپلو محصلینو په زیان سرته رسوي، که څه هم د محصلینو ترمنځ شخړي د نړۍ په هرګوټ کي په ډیرو پوهنتنونونو کي پیښیږي او ډیر ژر حل کیږي د محصلینو ترمنځ شخړه د ټوپک ، راکټ ټانګ او طیاري شخړه نه وي حتما په یو څه خبره مشکل راځي خو ډیر ژر د اړوندو ادارو لخوا تدابیر نیول کيږي په اونۍ کي دننه مشکل حل کیږي، خو د تیري ورځي پیښي ته زمونږ د رسنیو لخوا کش ورکړل شو، په فیسبوک کي پري ډول ، ډول تبصري کیدلي، ضرورت يي نه بولم چې دلته يي ولیکم خو کوم محصل سره چې مونږ خبري وکړي هغوی وویل چې شخړه پای ته ورسیدله ، د پوهنتون ریس او نورو استادانو ځانونه راورسول پولیس راغلو افغان محصلین يي په ډیر عزت او امن سره خوندي ځای ته ویوړو، او پولیسو ورته د بیا داسي کار د پيښیدو ډاډ ورکړ او د افغان محصلینو د تحفظ يي هر ډول ضمانت وکړ. خبره ختمه،
راځو له هند سره د افغانستان د ښو اړیکو یادونه له پنځو میلیاردو نغډي مرستي نه شروع آن ۴۵۰۰ افغان محصلینو ته د زده کړو د زمیني برابرولو پوري دا ټول هغه څه دي چې زمونږ د ګاونډي هیواد پاکستان په سترګو کي ازغی او ورته په ډیره بده سترګه ګوري، نو ولي مونږ پاکستان ته دا وخت ورکړو چې له دي خبري نه ډنډوره جوړه کړي او دا پروسه چې هر کال په سلګونو افغان محصلین هند ته د زده کړو لپاره ځي له خنډ سره مخ کړي هغه هم زمونږ د خلکو، زمونږ د رسنیو او د دوی د ایجنټانو په خوله ، نه غواړم چې په دی اړه نور څه ولیکم خو په پیل کي له رسنیو هیله لرم چې دي کیسي ته نور غځیدل ورنه کړي او نه دي غواړي چي زمونږ دښمن له دي کوچنۍ خبري نه لویه مسله جوړه کړي او بیا له ټولو هیوادوالو هیله لرم چې د محصلینو ترمنځ شخړه ، کله ، کله وي دا په دي مانا نه ده چې مونږ يي پړه د هند او یا د افغانستان په حکومت ور واچوو، دریم مو یو څو خبري خپلو ګرانو محصلینو ته چې په هند کي زده کړي کوي مخي ته ږدم
ه هندوستان کي زمونږ ګرانو محصلینو
، هیڅ وخت دښمن ( پاکستان ) ته دا موکه مه ورکوئ چې ستاسو د پرمختګ لپاره یو خنډ دا خبره را مخي ته کړي چي ګواکي له افغان محصلینو سره په هند کي ناوړه چلند کيږي.
په هند کي درنو محصلینو!!
ستاسو دښمن ډیر ځيرک او څک غوږ ناست دی ترڅو په یوه بله بهانه تاسو له دي ستر نعمت نه چې په بهر کي زده کړي کوئ بې برخې کړي
په هند کې د هیواد اتلو محصلینو!!
ستاسو هلته (هند) ته تګ یواځ...ي او یواځي ددي لپاره ده چې زده کړي وکړئ او په پوره علمیت سره بیرته خپل ګران هیواد افغانستان ته راستانه شئ ، او هره هغه خبره چې د جګړي، کرکي او بیلتون سبب کیږي له خپلو مغزو لیري کړئ،
قدرمنو محصلینو!!
هند ته ستاسو تګ ترڅنګ ډیري خبري لري، تاسو یاست چې بهرنیانو ته زمونږ تصویر روښانه ورښکاره کړئ ، تاسو یاست چې بهرنیانو ته زمونږ تاریخ ، زمونږ ویاړونه زمونږ کلتور او زمونږ ټولنه په سمه مانا ور وپیژنئ. نه دا چې تاسو یو ځل هلته هم زمونږ تصویر د جګړه کوونکو خلکو په توګه ور وپیژنئ، هیله ده چې له زغم او حوصلي نه کار واخلئ، او ټوله توجه مو خپلو درسونو ته وي ، نه مخالفتونو او جنګونو ته
خوږو محصلینو هیواد، کونډي رنډي تاسو ته سترګي په لاره دي چې مونږ د هیواد بچیان به له بهر نه راځي ډیپلوم به راوړي نوي خبري نوی بدلون عالي سمون به راوړي نو هیله ده چې هغه پیسي چي د کونډو او یتیمانو له خولي کیښل کیږي او په تاسو لګول کیږي پري فکر وکړئ او خپله ټوله توجه خپلو درسونو ته کړئ
د هیواد زړورو، او بهادرو بچو !! ستاسو هلته لیږلو نه مقصد دا ده چې د افغانستان بیرغ په بهر کي رپاند کړئ او نړۍ ته دا وښيئ چې مونږ ترهګر نه بلکه علم دوسته انسان دوسته او له نړیوالو سره روان خلک یو ، ستاسو پوهه ستاسو علمیت ستاسو بیرته راتګ له کامیابي سره د هیواد د هر بچي مشر ، کشر میندو او خویندو ارمان دی ، کوشش وکړئ چې د هیوادوالو ارمان پوره کړئ
عبدالقهار کټوازی

