معارف وزارت که د سينماګانو شرکت
03.01.2013 19:23که سړی نه وايي له غمه يې وايي. ځکه له يوې خوا ټول په دې موافق دي چې معارف د يو هېواد بنسټ دی خو په افغانستان کې دې بنسټ ته دومره په سپکه کتل کېږي او دومره بې پروا خلک يې په راس کې دي چې سړی فکر کوي چې ګنې د هېواد له بنسټه ورانولو پسې يې راخيستې ده!
په ولايتونو او ښوونځيو به يې نه غږېږو ځکه چې (څه ابۍ ورسته او څه توره تېره) يوڅه زمونږ د لرې پرتو سيمو خلک له زده کړې سره خوښه او چاړه دي او يو څه ورته د حکومت مخالفين بهانه دي.
نو يوازې د کابل په ښوونځيو غږېږو.
باور وکړه چې په کابل کې ښوونځي او ليسې لکه سينماګانې!
سينماګانې مې ځکه ورته ووې چې سينما ته هم خلک د يو دوه ساعتونو لپاره بې کتابه او لنډه غرځي او د کابل زده کوونکي هم ټولګيو ته همدغسې ځي!
د کابل ټول ښاري ښوونځي درې او څلور وخته دي!
د نهم، لسم، يوولسم او دولسم ټولګي زده کوونکي سهار وختي شپږ بجې ځي او لس بجې بېرته کورونو ته ځي چې د لنډه غرۍ او کوڅه ډبتوب ښه چانس لري. ځکه په ژمي کې خو رخصت وي او په اوړي کې شپږ بجې ډېر وختي وي چې ځوانان له خوبه ډکې سترګې ټولګيو ته ځي، هلته يې ايله بيله خوب وتښتي او بېرته رخصت شي چې ټوله ورځ نه پلار او کورنۍ پرې پيره کولی شي او نه د ښوونځيو او ليسو له خوا کوم پلان او پروګرام لري.
بله دا چې په ښاري ښوونځيو کې اکثره ښوونکې ښځې دي چې د نهم، لسم، يوولسم او دولسم ټولګي زده کوونکي بالغ ځوانان وي او هيڅ سترګه يې ترېنه نه سوزي. که کوم زده کوونکي په خپلو هلو ځلو څه زده کړل ښه ترښه کنه معارف وزارت يې په بلا وهي!
زه د دې مخالف نه يم چې ښځينه استادانې دې نه وي خو دا چې زمونږ د هېواد موجوده نسل له داسې خونړيو جګړو راوتلی چې نارينه وو ته يې هم ايل کول ستونزمن دي نو ښځې به يې څه کنټرول کړي؟
بله دا چې که د سهار له اتو د غرمې تر يوې او دوو پورې په ښونځي کې وي نو د لنډه غرۍ او ايله ګردۍ وخت او چانس به ورته کم وي خو دا چې ښوونځي ته شپږ بجې لاړ شي او لس بجې بېرته وزګارتيا ته خوشې شي نو د دوی د ښې راتلونکې هيڅ تمه نه شي کيدای!
همدا راز واړه ماشومان چې له لومړي ټولګي تر پنځم پورې هم سهار شپږ بجې غواړي او اته يا نهه بجې يې بېرته رخصتوي
نو تاسو قضاوت وکړئ چې يو ووړ ماشوم په اوړي کې کله سهار له خوبه پاڅېدی شي ؟ او که پاڅول شي هم نو زده کړې ته خو بېخي چمتو نه وي!
معارف وزارت به وايي چې د کابل ښار د خلکو نفوس ډېر دی او له مجبورې ورځې يې ښوونځي څو وخته کړې دي خو دا بهانه ځکه نه شي منل کېدی چې که نفوس زيات شي نو بايد لنډه غر او ايله ګرد تربيه شي؟
که نفوس زيات دی خو بودجه دې ورته داسې جوړه کړي چې همدا زيات نفوس ترې ښه ګټه واخلي کنه؟
د هغو ښوونځيو لګښت دې کابل کې مصرف کړي چې تړل شوي او بند شوې دي کنه؟
خير دی کوټې دې نه وي د کابل هوا په اوړي کې مساعده ده سترې حويلۍ دې ونيسي او خيمې دې په کې ووهي نو ځوانان خو دې نه تباه کوي کنه!
هغه بودجه چې د نه وړتيا له مخې يې نه شي مصرفولی خو همدا يې ځای دی، لږ تر لږه د پلازمېنې ښوونځي خو دې سم کړی کنه!
په همدې ترتيب د ژمنيو رخصتيو لپاره هم معارف وزارت کوم وړ پلان نه لري.
باور وکړئ په وروسته پاتې هېوادونو کې هم د ښوونځي او ليسې د هر ټولګي (کورس) معلوم وي او هلته لا کتابونه په بيه دي چې هر کتاب پلورنځي ته ورشئ او د هر ټولګي کتابونه ترې وغواړئ نو هغوی پوهېږي چې د پلانکي ټولګي لپاره څو کتابونه، څو کتابچې او همدا راز د کتابچو غټوالی او ووړوالی ورته معلوم وي چې د پلانکي مضمون د ټول کال لپاره څومره کتابچه په کار ده!
په همدې ترتيب د اوږدو رخصتيو لپاره ښوونکي دومره منظم کورنی کار ورکوي چې څو مياشتې يې عبث تېرې نه شي او نوي کال ته يو څه چمتوالی ونيسي او راشي خو
خو زمونږ د معارف وزارت!
راشه که تودېږې!
د دولتي ښوونځيو خو هيڅ غم مه کوه حتی شخصي ښوونځي يې هم پرمختګ ته پرې نه ښودل او خنډونه يې ورته جوړ کړل!
زمونږ په ګاونډ پاکستان کې شخصي ښوونځيو ډېره ښه نتيجه ورکړې وه چې يو شمېر افغانانو دغه بريالۍ تجربه دلته را انتقال کړه خو معارف وزارت ورته ډېر زر ببؤ شو. د هغوی د خپل نصاب تر څنګ يې د معارف نصاب هم پرې جبري کړ چې د لومړي ټولګي ماشوم يې دې ته اړ کړ څو دولس ديارلس مضامين زده کړي!
دا نو هغه نادوده ده چې په نوره نړۍ کې يې څوک د سپي له بچيانو سره هم نه کوي ځکه چې هلته د حيواناتو لپاره د عدالت غوښتنې کميټې هم شته خو دلته د انسانانو او هغه هم د معصومو ماشومانو حقوق تر پښو لاندې کېږي!
زه نه وايم چې د شخصي ښوونځيو ماشومان دې پښتو او دري نه زده کوي او په ملي روحيه دې نه روزل کېږي خو ملتپالنه او خپله ژبه هر وخت يو ماشوم زده کولی شي. حتی په شخصي ښوونځيو کې که په دولسم ټولګي کې په دوی پښتو، دري او تاريخ جبري شي هم ورسره اشنا کېدلی شي او زده کولی يې شي ځکه چې دوی په همدې وطن کې اوسي او په خپلو کورنيو، چاپېريال، ښار او بازار کې په همدې ژبو غږېږي!
د شخصي ښوونځيو لپاره هم معارف وزارت ښه نيت او ښه پلان نه لري!
فيسونه يې تر ټولو ګاونډيو هېوادونو زيات دي ته به وايې چې افغانستان تر ټولو شتمن او بډايه هېواد دی خو د زده کړې پوښتنه يې نه کېږي. اکثره شخصي ښوونځي يوازې فيشن کوي. يونيفارم لري او ورسره تبليغات کوي. باور وکړئ چې د کابل تر ټولو مشهور لندني ښوونځي چې ډېر اعلانونه او تبليغات کوي تر ټولو يې د زده کوونکو سويه کمزورې ده!
د کال په پای کې مې د لومړي ټولګي د ګڼو زده کوونکو د کار کتابونه وکتل چې تش پش وو. له يو ماشومه مې پوښتنه وکړه هغه وويل زمونږ معلمه ټوله ورځ د مخامخ ټولګي له معلمې سره په دروازه کې ولاړه وي او خبرې کوي چې کله مديره راشي بيا ننوځي!
زه نه وايم چې د معارف وزارت دې هر ټولګي ته عسکر ودروي خو د امتحان لپاره يې ولې سيسټم نه لري؟
کنټرول ولې نه شي کولی؟
په داسې حال کې چې د شخصي ښوونځيو ځانګړی رياست لري او هغه يوازې رشوت او معاملې ته مور راوړي دي! که کوم ښووځي څه ونډه منډه ورکړه ښه دی او که ور يې نه کړه جريمه او د بنديدو اختار ورکوي!
همدا سږ کال د ژمي رخصتۍ تېرې شوې خو شخصي او دولتي ښوونځيو اکثرو زده کوونکو ته کتابونه نه دي ورکړي. هسې د ګوتو په شمار څو وو ته يې ورکړي او نور همداسې ګرځي.
نه پوهېږم چې شخصي کورسونه به د چا پورې تړلې وي؟
خو فکر کوم دا هم تر ليسانس ټيټې زده کړې دي او معارف وزارت يې بايد څارنه وکړي ولې په چا يې منې؟
هر چا د هر ډول مضامينو د ورزده کړې سترې سترې لوحې ځوړندې کړي خو چې ورشې نه مناس ښوونکی لري او نه د ژمي د زده کړو مناسب ځای؟ !
دا يې لا څه کوئ د ارزان قيمت په کورسونو کې يو بل ناوړه عادت هم شته او هغه دا چې که کوم زده کوونکی په درس پوه نه شي نو له ټولګي يې اوباسي.
ښه نو پلار بېچاره چې سهار په کراچۍ کچالوخرڅوي او ماښام ستړی ستومانه راځي څنګه په زوی پيره وکړي چې له کورس څخه يې د باندې شړلی ؤ څه يې کول؟
ايا د معارف وزارت د کورسونو سوداګرو ته نه شي ويلی چې که څوک نه پوهېدل په پنځه افغانۍ يو ټليفون کېږي او پلار يې خبر کړئ چې زوی دې نه پوهېږي او شړو يې؟
بس خو
که همدا ملا او همدا مکتب وي د ماشومانو په حال مو ووېرېږئ!

