د لغمان برېښنا پټ پټونې پيل کړه
04.12.2012 17:36دا خو به ټول سره منو، چې د پرمختللو هېوادونو پرمختګ، د برېښنا برکت دی. د نني عصر بېلابېلو ماشينونو، صنايعو، وسلو او ... تر پوهې وروسته پر برېښنا تکيه کړې. ځېنو له خپلو سيندونو او اوبو څخه ګټه اخېستې. بندونه يې ورته جوړ کړي او د پرمختګ ور يې خلاص کړی. هغه چې ډېرې اوبه نه لري، د ډبرو له سکرو له لارې يې په مزو کې برېښنا لېږدولې. چا له نفتي موادو څخه انرژي اخېستې او ځېنو باد هم هسې الوتو ته نه دی پرې ايښی او په يوه هنر يې ترې برق رابېل کړی.
د نوي رژيم په رامنځته کېدو د اوبو او برېښنا په نوم يو نوی وزارت وزېږېده. هغه هم په دې نيت چې ګوندې وروسته پاتي او ځپېدلي افغانان په خپل کور بسيا او د ګاونډيو له سوال څخه خلاص شي. خو دا دی نږدې يوه لسيزه تېره شوه او لا هم نه اوبه مهار شول او نه لږ تر لږه سمه برېښنا د ويجاړو انګړونو د ډيوو ځای ناسې شوه.د ډېرو نورو برخو په څېر په دې برخه کې هم تېرې درې لسيزې جګړې دليل نيول کيږي، ولې تر کومه؟ آيا لس،دولس کلونه به کافي نه وي، چې لږ تر لږه د ولايتونو مرکزونه دې برق ولري؟ که داسې وي نو څنګه به شونې وي، چې له خلکو دې د فوق العاده علميتونو طمعې وشي. ليکوال په خپلو ليکنو کې همدا ليکي، چې يوويشتمه پېړۍ ده او موږ شا ته پاتې يو. زه دا وايم چې که پرمختګ په تورو ماښامونو کې کېدای او يا د نني عصر د پرمختللې ټېکنالوژۍ په شتون کې بيا هم يواځې کاغذ او قلم ته اړتيا وي، نو افغانستان به د نړۍ تر ټولو ستر نوم درلودای.
کلونه وشول، چې په لغمان کې هم ډيزلي برېښنا موجوده ده. له کلونو آوازه خوره ده، چې له نغلو برېښنا بند څخه غښتلې انرژي رارسيږي. وخت نا وخته د پښو غولونکی ترپهار پيل شي، خو وروسته بيا هېڅ هم نه وي. څو ورځې د مزو غځولو کار پيل شي، بيا په ټپه ولاړ شي. څو ورځې د پايو درولو چارې ګړندۍ وي. يوه نيمه ورځ کارګر په پايو کې د ځونډيو نښلولو لپاره د پايې سر ته ختلي وي، خو پايله يې چې هماغه هېڅ وه، هماغه هېڅ ده. ښکاري داسې چې د ولس هم نوره طمع پرې شوې ده، ځکه د چارواکو لنډو او اوږدو وعدو بې باوره کړي. کله وايي چې د کال په سر کې به برېښنا راشي او کله بيا د کال پای وعده ورکوي. د برېښنا آمر څو ځله لنډې وعدې ورکړي، خو هر په خپلې وعدې کې پاتې راغلی. دا هوايي خبره نه ده. د شينکي لغمان په درېيمه ګڼه کې له نوموړي سره شوې مرکه يې مستنده بېلګه ده. په دې مرکې کې د برېښنا ښاغلي آمر صيب د ۱۳۹۱ لمريز پسرلی لغمان ته د نغلو د برېښنا د راتلو نېټه ټاکلې وه. د مجلې پر پښتۍ په غټو تورو داسې ليکل شوي: ((لغمان به په راتلونکي پسرلي کې د رڼاګانو ښار شي.)) د رڼاګاڼو ښار خو نه شو، برعکس شته برېښنا هم د لاټين برابره شوه. مخکې دوی د لغمان تېر والي به په هر خبري کنفرانس کې وعدې ورکولې، چې نن ده او سبا ده. په عامه اصطلاح چې سيند يې ښوروا ګرځولی و او تيږې يې غوښه. هغه سبا تر ننه رانغی او ښکاري داسې، چې د لغمان برېښنا د هوسۍ په ښکر کې ده. د خلکو پر وينا چې دوی له غوړې ښوروا تېر دي، خو هماغه جنراتوري برېښنا دې ورته سمه فعاله شي. دا ځکه چې اوس هغې هم د پټ، پټونې لوبه پيل کړې. کله د ورځې له خوا نه وي او کله د شپې. که کله راځي هم نو سترګکونه ووهي او بېرته لاړه شي. نور نو د خلکو هيلې نهيلې شوي. پرمختګ او صنعتي فابريکو خو سر خوړلی، هغه تورې خونې هم رڼې نه شوې. که همدا حال وي، نو بې له شکه چې موږ به د نړۍ د چټک روان کاروان پرتله پر شا روان ښکاره شو. پښتانه يو متل کوي وايي (( نر مې ګڼې چې کال ته له دې هم بدتر شم.)) پر موږ هماغه کيسه شوې. د همدې خبرې په مصداق اوس يوه ټوکه هم جوړه شوې. وايي چې سل کاله وروسته به يواځينی هېواد افغانستان وي، چې د ځمکې دکرې پر مخ پاتې وي او هغه ځکه چې نوره نړۍ به په مريخ او ورته سيارو کې استوګنه شي.
د عامو خلکو پر چارواکو دا نه دي پېرزو چې په خپله دې د پايې سر ته وخيږي. نه له دوی دا طمع لري چې خپله شخصي پانګه دې ولګوي؛ بلکې هيله دا ده، چې حق او حلالې ټاکل شوې پيسې دې په وخت ولګوي خو چې برېښنا راشي. ځوانان او د مټو خاوندان نور وزګار پاتې نه شي او نور ګاونډيانو ته د سوال له څادر غوړولو خلاص شي. والي صيب ته مو وړانديز دا دی، چې دې برخې ته ډېر پام واړوي. خلک په نن او سبا ډېر وغولېدل خو چې تر دې وروسته رښتيا او دروغ وپېژني.

