د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

شعر : غزل

احمدشاه ( احمد ) 28.11.2012 18:48

درد ومه اوس شور شوم د پرهر په اوګو زانګمه
مینه وم پیغور شوم دد لبر په اوګو ځا نګمه

سیوری د چنار وم دمه ځای د مسافرو وم
مات شوم رانسکور شوم د ګودر په اوګو زا نګمه

سپن روښانه لمر وم پلوشی می وی په چم خوری
زیړ شومه لا تور شوم د کمر په اوګو زانګمه

بله سره ډیوه وم ستا د یاد دمنارو په سر
اوښکه شومه اور شوم د نظر په اوګو زانګمه

ډکه می د زړه کعبه وه نوره له بتانو نه
توره شومه زور شوم دمرمر په اوګو زانګمه

مینه وم وفا وم یو پیعام ومه له ډاډه ډک
تور شومه اوس پور شوم د باور په اوګو زانګمه

شپه ومه د هجر ، وم راټول احمد د خلکو نه
لمر شومه راخور شوم د سحر په اوګو زانګمه