شعر : غزل
20.11.2012 19:45د ګل په پاڼو چی پرتی نن د اغزو نښی دی
د زړه په سر دِ راته ایښی د بڼو نښی دی
دا چی لیمو کی شوی ایساری راونه څڅیدی
دا د په اوښکو کی رښتیا لا د پښتو نښی دی
چی له نظره می پناه یی او یادیږی هر وخت
دا می د زړه په کور کی ستا د اوسیدو نښی دی
چی می ستا مخی ته تر ډیره غوړولی وه نن
دا می ځولی د ننواتو او زارو نښی دی
دا چی روانه ده په مخه او راګوري شاته
دا یی د مینی د اظهار او هڅیدو نښی دی
دا چی سپرلی کی شی د وچو پاڼو شور تر غوږه
دا می د یار د قدمونو او ښکالو نښی دی
د خیال له دښتو نه که نښی ستا د پل ورانی وی
دا می د زړه له دښتی بیا ستا د وتو نښی دی

