آیا مونږ ۵۰۰۰ کلن تاریخ لرو؟
12.11.2012 09:43ډیری افغانان په ډیر ویاړ په هره خبره کې د خپل ۵۰۰۰ کلن تاریخ حواله ورکوي. خو زه تر اوسه پدې پوه نشوم چې د دې ۵۰۰۰ کلن تاریخ نه د دوی مقصد څه دی.
آیا دا پدې مانا دی چې له ۵۰۰۰ کلونو راهیسې پدې سیمه کې خلک ژوند کوي؟ که داسې وي نو ډیری افریقايي ملکونه څو لکه کاله تاریخ لري چې زمونږ تاریخ يې په زیري کې هم نه راځي.
او که د دوی له دې ۵۰۰۰ کلن تاریخ نه دا مقصد وي چې ۵۰۰۰ کاله دلته افغانانو حکومت کړی نو داخبره هم صحیح نه ده. ځکه اول خو مونږ داسې اسناد او شواهد نلرو چې د تیرو ۵۰۰۰ کلونو په طول کې د افغانانو یا د دې سیمې د اوسیدونکو په اړه مالومات راکړي. دوهم دا چې معاصر تاریخ ټولې دنیا ته مالوم دی چې افغانانو پدې سيمه ۵۰۰ کاله حکومت هم نه دی کړی. کله به د فارس د امپراطوری برخه وو او کله د مغولو، ترکانو او نورو.
که دوی یوازې د احمدشاه بابا په څو کلنه امپراطورۍ نازیږي نو دوی باید پوه شي چې هغه امپراطوري ۵۰۰۰ کاله مخکې نه بلکه څه کم ۳۰۰ کاله مخکې وه او عمر يې هم بس یو څو لسیزې وو. د دې په مقابل کې د روم، مصر، فارس، یونان، برطانیې او نورو امپراطوریو په سلګونو کلونه حکومتونه کړي.
خو که د دوی مقصد دا وي چې مونږ ۵۰۰۰ کاله پدې سیمه کې ښه تمدن درلود او نړۍ ته مو ډیر څه ورکړي. نو دوی بيا هم په غلطه دي. پدې سیمه کې له امن نه جنګ ډیر وو او تمدن خو پریږده چې ډیر وخت خلکو آرام ژوند هم نه دی لرلی. نړۍ ته مو پرته له بې علمۍ او جنګونو نور هیڅ هم نه دي ورکړي.
همدارنګه که د دوی مقصد دا وي چې په تیرو ۵۰۰۰ کلونو کې دا سیمه چا په زور نه ده نیولې نو دا هم صحیح خبره نه ده. پدې سیمې چې هر خارجي ځواک حمله کړي نو نیولې يې ده. له سکندر او اسوکا نه تر فارسیانو، مغولو، عربو، انګریزانو، شورویانو او اوس امریکایانو پورې هر چا دا سيمه په زور نیولې. ښه ډیر افغانان يې وژلي، وطن يې وران کړی او چې کله يې زړونه یخ شوي نو وتلي.همدرانګه زمونږ ټول سرحدونه راته نورو ټاکلي.
زه اوس نه پوهیږم چې دا خلک په کوم تاریخ ویاړي او ولې په هره خبره کې خپل تاریخ يادوي؟ په هر صورت په تاریخ به سړی څه وکړي چې اوس خوار او زار وي؟ بودم بودم مهم نه دي بلکه هستم هستم مهم دي. ځکه نو مونږ باید نور له ماضي نه را ووځو او په حال کې ژوند او د راتلونکي لپاره کار وکړو.
که مونږ يې ومنو او که نه خو دا یو حقیقت دی چې افغانستان همیشه یو غریب، شاته پاتې او د نورو په خیرات متکي هیواد وو او دی. او زمونږ حالت به ترهغه همداسې وي ترڅو چې ځان ونه پیژنو. د ځان په هکله زمونږ دغه ناپوهي زمونږ د خپلو مشرانو د مبالغیي قیصو او د ښوونځي د غلط تاریخ د کتابونو نه چیرته چې افغانان باتوره او په هر میدان کې بريالي ښودل کیږي، شروع کیږي.
که څه هم مونږ افغانانو د نورو په مقایسه هیڅ هم نه دي کړي خو نه پوهیږم ولې بیا هم په نورو ځان بهتر ګڼو. ؟ آيا مونږ له نورو نه خدای پاک مختلف پيدا کړي يو؟ که د مذهب له مخې وګورو او که د ساینس نو افغانان هم لکه د نورو انسانانو په شان دي. د دوی وینه هم د نورو انسانانو په شان ده. نو بيا زمونږ د افغاني غرور دلیل څه دی؟
سره لدې چې په سلو بدبختیو هم ککړ یو او ملک مو په هره غمیزه کې د نړۍ د هیوادونو په سر کې راځي او په جهالت، ناپوهي، اداري فساد، ورور وژنه، ملک ورانونه، ګدايي، کبر او نورو دغسې اعمالو کې تر ټولو مخکې یو خو بيا هم مونږ ځانته مغرور یو. هغه د چا خبره مونږ خوار کبرجن یو.
زه چې کله دا ځينې شعرونه چې وايي بیا به هاغه دوران راشي يا به بيا افغان داسې وکړي او هغسې وکړي لولم نو د شاعر په خبرو خندا او ملت په حالت ژړا راشي. ځکه اول خو مونږ داسې دوران نه درلود چې پرې وویاړو. یوازې د هند ، ایران او مرکزي آسيا به ځینو سيمو مو د کم وخت لپاره په زور حکومت وکړ چې په هغه وخت کې هم مونږ همدغسې له علم او پرمختګ نه لکه د نن په شان شاته پاتې وو. خو په مقابل کې يې خلکو داسې امپراطورۍ درلودې چې لمر پکې غروب نه کاوه.
دوهم دا چې اوس هغه پخوا وخت نه دی. نن سبا هغه ملکونه چې په تعلیم او ټکنالوژۍ کې مخکې وي هغه قوي دولتونه دي. مونږ له یوې خوا علم ته لیواله نه یو او د خپلو ښوونځیو د ورانولو مخه نه نیسو او له بلې خوا غواړو چې یو پرمختللی ملک دې و اوسو. دا کار ناشونی دی. که څومره دعاګانې او خيال پلاوونه هم ووهو بیا به هم په افغانانو ښه وخت را نشي. زمونږ د مخکې تللو امید به هغه وخت پيدا شي چې مونږ د علم تنده احساس کړو. او زه چې د افغانانو اوسني حالت ته ګورم نو فکر نه کوم چې مونږ دې دا تنده دومره ژر احساس کړو.
نورو ملتونو نړی ته له تمدنه تر تکنالوژۍ پورې هر څه ورکړل خو افغانانو تر اوسه خپل ځان ته هم څه ورنکړای شول. مونږ تر اوسه پورې یو وروسته پاتې او د نورو په مرستو متکي هیواد او د نړۍ د ملتونو لپاره یو دروند بار یو. او دا د فخر او غیرت خبره نه بلکه د شرم او بیغیرتۍ خبره ده.
مونږ افغانان په یوه خیالي دنیا کې ژوند کوو او فکر کوو چې ټوله دنیا زمونږ ګیرچاپیره راڅرخي. حقیقت نه بیخي خبر نه یو. ډیری نړیوال افغانانو ته یا د ترهګر او وروسته پاتې خلکو په نظر ګوري او يا يې هم زړه ورته سوځیږي چې غریب او کمزوري خلک دي او ځینې خو افغانستان لا پيژني هم نه. خو مونږ هسې د وچې خانان یو.
نو چې تاریخ کې مو هم څه نه دي کړي او اوس هم په نورو يو بار یو نو بيا د تاریخ د يادولو او په خپل افغانیت د فخر کولو دلیل نه پاتې کیږي. دا سمه ده چې افغانیت زمونږ شناخت دی خو د شناخت او غرور تر مینځ ډیر توپیر شته.
نو وروسته لدې چې کله په خپل افغانیت او يا تاریخ فخر کوئ یو ځل له ځان سره فکر وکړئ چې مونږ په څه ویاړو؟

