شعر: غزل
30.10.2012 19:04دژوند کتاب می انځورکړیدی دستا له کیسو
په هره پاڼه کی پراته دی توری ستا د یادو
ما ویل سریزه به یی جوړه سندریزه کړمه
لومړنی کرښی یی راوکښل شوی په سوو ټپو
هره څپرکی یی د شروع نه تر اخره پوری
یوه حصه د ستړی ژوند او د سړو ا سویلو
دزړه ګلاب ځکه په ځمکه پاڼی پاڼی پروت دی
د ورتګ لاری ټولی ډکی وی دغم له ازغو
دغزل زړو ته می نرمه کړله ځمکه د زړه
ژر به راوټوکی اخستی الهام ستا له لیمو
دکتاب پایله می د زړه په وینو راکاږله
ټکی د درد می ورته کیښودل په ویر او سلګو

