جنون او اختر
24.10.2012 20:41لکه جنون چې دجنون ګریوان ته لاس اچوی
داسې پښتون دبل پښتون ګریوان ته لاس اچوی
یوالی پریښی دنفاق په لومه بند دې یاران
دمرګ په تمه دژوندون ګریوان ته لاس اچوی
داعلامت دتباهی او بربادی ده ورونو
توری تیاری د سباوون ګریوان ته لاس اچوی
دپرمختګ خیال یی پیدا نشولوچیری سر کی
چی پرمخ ځی داسی دیون ګریوان ته لاس اچوی
دغه پښتون به ترقی په ځه شی وکړی وایې
چې نن پریږدې او دپرون ګریوان ته لاس اچوی
پرون یې چیرته دا پښتو په لوړه وویله
ځکه غلیم نن دهارون ګریوان ته لاس اچوی
یادونه په ګربت مجله کی هم خپور شوی ده
محمد هارون ناصری
کابل شکردره
اختره
راځې چې دی هیواد ته مونږ ګلان درځینی غواړو
اختره د ټپی زړونو در مان درځینی غواړو
ښایسته ښکلی ټاټوبی مو جګړی راته وران کړی
میراث دا دپلرونو مو ودان درځینی غواړو
چی ته به کله راغلی د خوښیو به باران وه
هغه د خوښی وخت هغه زمان درځینی غواړو
نفاق زمونږ په منځ کی را بل کړی سره اورونه
وحدت مو په نصیب کړی دا احسان درځینی غواړو
عجیبه وچ کالی ده وچ دی زمونږ غرونه روغونه
مونږ واړه جل وهلی یو باران درځینی غواړو
هارون به یی پخپل لاسو جانان ته ور ډالی کړی
یو څو داسره ګلونه دا دامان در ځینی غواړو

