د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ګډوډي

حسین خیل 21.10.2012 14:12

رشوت نرغوندې خورم زمایې پرڅه + داسلام په نوم دجهاد نارې وهم زما يې پرڅه
که اسلام او افغان بدنام شی زمایې پرڅه + که نړیوال زماله درکه ناکام شی زمایې پرڅه
زما اولادونه دې په پاریس اولندن وي + دریښتینو مجاهدینو اولاد دې پر ځنکدن وی
زماجوال او توبره دې ډکه وي له سوغاتو + که افغان ولس وږی او حیران وی زمایې پرڅه
که حکومت چپه کیږی یاملک ورانیږی + زما دې تنخا نغده پردسترخوان وی زمایې پرڅه
که سړک یا پروژه ګټه وره وی اویانه + په قراردادکې دې زمابرخه تالان وی زمایې پرڅه
که ولسمشر راسره مشوره کوی یانه + زما نوم دې دمشاور په حیث نمایان وی زمایې پرڅه
که راکټونه اوریږی پردانګام یانورستان + دماپه برخه ناحقه رایه دپارلمان وی زمایې پرڅه
داچې په څوکۍ یو سوریږی اوبل کښته کیږی + مقصد چې دفساد نظام چالان وی زمایې پر څه
خولۍ دیوه له سره اخله اوپربل یې ږده + داچې اهل کاروزګاراوپریشان وی زمایې پرڅه
زه باید له درې څوکیو نه تنخا وخورم + که دنوروپردسترخوان دډوډۍ فقدان وی زمایې پرڅه
(حسین خیله) له ځانه حسن غمکش مه جوړوه + چې دولتیان فاقدوجدان وی زمایې پرڅه