د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

شعر: غزل

احمدشاه ( احمد ) 30.09.2012 09:24
دا مړه مړه چی راګوری ما له راولی حیآ
چی لږدی نظر شوخ شی بیا د زړه می ووځی ساه

دا جنګ د نظرونو اوسنی پرونی نه دی
روانه ده دا لوبه له ادم او له حوا

راکښل شی پاکه مینه په زرینو کرښو تل
قصه لږ راپه زړه کړه دیوسف اوذلیخا

جفا دزمانی مجنون کړه ځکه په زړه تیره
وی ډکی دوفا نه دواړه سترګی دلیلا

نه مری اونه رغیږی رنځوران د محبت
علاج لره که راولی د واره مسیحا
(احمد ) به تیروی دا پاتی ژوند په مینه مینه
اباده له اذله ده په مینه دا دنیا