د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

عمرو او ژوندى عکس (۳ برخه)

رحمت ديوان 22.09.2012 11:31

ل: ظهير احمد، ژ: رحمت ديوان

"د شاشم جادوګر مرګ هم ستا په لاسو ممکن دى، چې ته دغه جادوګر ووژنې نو فلک شهزادګۍ به په خپله د دې عکس د قېد نه ازاده شي" کريم بابا ورته ځواب ورکړ.
"هن....... خو زه د شاشم په هکله څۀ مالومات نه لرم، هغه چرته اوسېږي او څنګه به يې وژنم؟" عمرو ورته وويل.
"عمرو بچى! د دې دپاره به زه ستا مرسته وکړم" کريم بابا په خندا کښې ځواب ورکړ.
"ښه......... نو چې داسې خبره ده بيا زه د جادوګر وژلو دپاره تيار يم" عمرو ورته وويل.
"ډېر ښه......... زما له تا نه هم د دې ځواب تمه وه" کريم بابا په خوشحالۍ کښې ورته وويل.
"مننه ده ستاسو" عمرو ډېر په عاجزۍ سره ځواب ورکړ.
"د شاشم جادوګر د جادو درې لار چاته هم نه ده مالومه، نو هلته به تا زه ورسوم او زه تاله يو تلايي غمى درکوم، دا تلايي غمى به ته په خپل پټکي کښې کېږدې، د دې په مرسته به د جادو د درې د خطرناکو شيطاني بلاګانو نه په امان يې.
په کوم ځاى کښې چې ته راښکاره شې، نو په هغه ځاى کښې د رکوع په حالت کښې کښېنه، ستا سره داودي چاقو دى، ته به دغه چاقو په دواړو لاسونو کښې ونيسې او د سر نه به يې اوچت کړې، زه درته يوه دعا ښايم، دا به ووايې او اووه ځل به چاقو زمکې له راخلاص کړې، څلور ځلې چې چاقو په زمکه ووهې نو هيڅ به هم نه کېږي، خو چې څۀ رنګ په پنځم ځل ته چاقو زمکې له راخلاص کړې نو ستا ښي اړخ ته به د فلک شهزادګۍ سېورى راښکاره شي او چې په شپږم ځل چاقو په زمکه ولږي نو ستا مخې ته به شاشم جادوګر راښکاره شي. د جادوګر په ښي لاس کښې به د اودي رنګ يو هډوکى وي، له دې نه مخکښې چې شاشم جادوګر تاته څۀ ووايي، ته په چاقو په هډوکي ګزار وکړه، په داودي چاقو چې څۀ رنګ اودي هډوکى ولګي نو هغه به وسوځي او هېره به شي، په دغه وخت کښې به شاشم جادوګر په تا د جادو ګزار کوي، خو ته همداسې په رکوع کښې ناست اوسه، بيا به شاشم جادوګر د جادو په زور يو پېرى راوغواړي، چې د شاشم جادوګر په شکل کښې به وي، څۀ رنګ چې ته پېرى ووينې نو پاڅېږه او په حېدري توره يې مقابله وکړه او د هغه توره ماته کړه.
د تورې په ماتېدو سره به د جادو پېرى له هغه ځاى نه ورک شي او شاشم جادوګر به ستا نه د يرې دلاسه د تښتېدو کوشش کوي، خو چې ته ورله د تښتېدو چانس ورنکړې، زر به ترې په توره سر پرې کړې، نو داسې به شاشم جادوګر مړ شي او د هغه د جادو دره به هم ختمه شي او دې سره به په عکس کښې قېده فلک شهزادګۍ هم ازاده شي" کريم بابا عمرو ته د شاشم جادوګر د وژلو په هکله پوره مالومات ورکړل.
"سمه ده کريم بابا! خو د دې جادوګر د وژلو دپاره به زه هم اوس ځم؟" عمرو ترې پوښتنه وکړه.
"او....... ځکه چې زه په خاصه توګه ستا د مرستې دپاره دلته راغلى يم، وروسته کېدى شي زه دلته رانه شم، نو ښه به دا وي چې ته هم اوس لاړ شې" کريم بابا ورته ځواب ورکړ.
"څۀ رنګ چې ستاسو حکم وي" عمرو ورته وويل، کريم بابا د خپل جېب نه يو ورکوټى شان تلايي غمى راوويسته او عمرو له يې ورکړو، چې عمرو په خپل پټکي کښې کېښوده.
"ته د يو نېک کار دپاره روان يې، نو زه تاله يو انعام هم درکول غواړم" کريم بابا چې عمرو ته د انعام خبره وکړه نو د هغه په سترګو کښې رڼا وځلېده.
"انعام" عمرو ترې په خوشحالۍ پوښتنه وکړه.
"او......... شاشم جادوګر ډېر مالداره دى، کله چې هغه مړ شي او د هغه د جادو دره ختمه شي نو ته به د شهزادګۍ سره په يوه صحرا کښې ولاړ يې، په کوم ځاى کښې چې فلک شهزادګۍ ولاړه وي، د هغه ځاى نه به شګه لرې کړې، نو هلته يو تلايي صندوق دى، هغه تلايي صندوق د شاشم جادوګر دى، دغه تلايي صندوق له سرو زرو او هيرو نه ډک دى، دغه خزانه د کوم لوى باچا د خزانې نه وړه نه ده، دغه ستا انعام دى" کريم بابا چې د خزانې خبره وکړه نو د عمرو رنګ د ټماټر په شان سور شه، ددومره لوى انعام په اورېدو هغه ډېر خوشحاله شه او د ډېرې خوشحالۍ نه يې د کريم بابا لاسونه ښکل کړل.
"مننه کريم بابا! ستاسو ډېره مننه، ستاسو دا انعام به زه تل ياد ساتم" عمرو د خوشحالۍ نه وويل او د کريم بابا په شونډو هم مسکا خوره شوه.
"ښه..... اوس ورشه ولامبه او اودس وکړه چې زه دې د شاشم جادوګر د جادو درې ته ولېږم، بيا زما د عبادت وخت پېل کېږي" کريم بابا ورته وويل، د فلک شهزادګۍ عکس خو يې له مخکښې نه عمرو له ورکړى و، چې په خپل خورجين کښې يې ايښى و.
"سمه ده کريم بابا!..... زه دا لاړم او راغلم" عمرو ورته ځواب کښې وويل او بيا له خېمې نه بهر ووت، لږ ساعت وروسته يې غسل کړى و او راغلو، د خېمې يوې غاړې ته لاړو او زر زر يې جامې بدلې کړې او د کريم بابا خواله راغلو، کريم بابا ورته هغه دعا وويله چې د چاقو په زمکه وهلو وخت کښې به يې ويله.
کريم بابا ورته وويل چې سترګې به پټې کړې او دا دعا به درې ځل ووايې نو چې بيا سترګې بيرته کړې، د شاشم جادوګر د جادو درې ته به رسېدلى يې او په همدې دعا به فلک شهزادګۍ واپس راولې، دا هر څۀ چې يې ورته وويل نو کريم بابا له هغه ځاى نه ورک شو، عمرو سترګې پټې کړې او د کريم بابا ورکړې دعا يې درې ځله وويله، بدن يې يوه جټکه وخوړه او چې سترګې يې پرانستې نو په بل ځاى کښې ولاړ و.
دا ډېر عجيبه ځاى و، هر خوا د اودي رنګ لوګى خور و، زمکه د سپين رنګ وه، داسې ورته ښکارېده چې په زمکه نه وي بلکې د اودي رنګ په وريځو کښې ولاړ وي، دلته ورته نه څۀ ذي روح ښکارېده او نه څۀ اواز و، عمرو څۀ ساعت پورې حېران حېران کتل او بيا يې داودي چاقو د خورجين نه راوويسته او د رکوع په حالت کښې کښېناستو.
عمرو چاقو په دواړه لاسو ونيولو او د سر نه يې اوچت کړو او د کريم بابا ورکړل شوې دعا يې وويله، چاقو يې په پوره زور سپينې زمکې له راخلاص کړو، څۀ رنګ چې ده چاقو زمکې له راخلاص کړو، نو په زمکه لکه چې زلزله راغله، عمرو بيا چاقو اوچت کړو او دعا يې وويله او زمکې له يې راخلاص کړو، زمکه بيا ورپېده، عمرو دعا وېله او چاقو يې زمکې له راخلاصولو او هر ځل به په زمکه زلزله راتله.
ادامه لري