د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

غزل

احمدشاه ( احمد ) 21.09.2012 09:45

ستا یادونو داسی ویستی یم له چارو
نه می زړه ځی نه قدم په دغه لارو

یو د یار بل د اغیاردلاسه تنګ یم
دژوندون له خوږو ویستی یمه دواړو

خاطری که می هر څومره رادرنی کړی
زه لحاظ کوم ستا ددوو سترګو ملالو

دهجران دطوفانونو د زورنه دی
دزړه کور به می ټینګ نه شی په دی بارو

په یو ګل باندی خو نه پسرلی کیږی
ډیر ګلونه به راوټوکی په غاړو

دوصال تنده به ماته کړی احمده
خدای به راولی اوبه په دغه شاړو