د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

افغان کرکټ بورډ کې کرکټ روان دی

عمر مختار 15.09.2012 08:36

د افغانستان کرکټ بورډ چې کله پرمختګ او ودې ته مخه کړي دښمنان یې ورته یوه لوبه پیدا کړي او مخه یې ډب کړي. ډیرو د افغان کرکټ بورډ څخه لنګه غوا جوړه کړي او څومره شوده چې ترې کور ته وړلای شي دریغه پرې نه کوي او د افغان کرکټ پرمختګ دي خدای مل شي.

له کله راهیسې چې افغان کرکټ بورډ جوړ شوی دی په لانجو یې سر دی او زیات چې ځانته د کرکټ میراث خواره وايي خپل رزق په کرکټ بورډ کې ګوري. هر یو چې د کرکټ بورډ له دندې څخه لرې کړي یا لري شي بیا د پارلمان د وکیلانو خپې او لاسونه مچې کوي او یا یې ورونو او چارواکو ته بډې ورکوي چې بیرته یې په کرکټ بورډ کې مقرر کړي.

دا مې لا نه و اوریدلي چې هر څوک دې په کرکټ بورډ کې لاسوهنه کوي او په چارو کې دي کار ولري، دوه ورځې مخکې خبرونه خپاره شوو چې شړل شوی او په درغلیو کې تورن شوی نسیم دانش د کرکټ بورډ عمومي رئیس ډاکټر عمر زاخیلوال، د ولسې جرګي معاوون ظاهر قدیر، د  امير خان يار, همایون، اصولي، امير لالي  او توريالي زاخیلوال په نوم کسان او څو نورو وکیلانو دانش بیرته په کرکټ بورډ کې مقرر کړی دی.

داسې اوازې هم دي چې هر یو ته دانش د خپل مقررولو په بدل کې ۵۰ زره امریکايي ډالر او توریالي زاخیلوال ته ېې په شیرنۍ کې تور لکزس لنډکروزر هم اخستی دی. سوالونه دلته دادي چې دانش به دا پيسې بیا د کرکټ بورډ څخه په لس چنده وباسي. نو د ټولو افغانانو څخه هیله کوو چې په کرکټ کې فساد پرینږدو او مخه یې ونیسو.

د بدبختۍ ځای دادی چې دوی دې ته نه ګوري چې دا شخص ولې کرکټ بورډ پسې دومره  مړ دی او زور کوي؟ ولې موږ ته بډې ، تحفې راکوي او ولې موږ ته دومره واسطي راولي چې په کرکټ بورډ کې د مقررولو ملاتړ یې وکړو او نه ورته بل څوک وايي ځکه چې بیا به ترې خفه شي.

له بده مرغه دوی په دې نه پوهیږي چې دغه کارونه د افغان کرکټ په وده او پرمختګ څومره بدې اغیزې کوي خو لږیا دي  په کرکټ بورډ کې کرکټ روان کړی دی.

هر څوک چې په هر ځای کې له دندې لرې کیږي یا ګمارل کیږي نو د ولسې جرګې زیاتو غړو له ځانه کمشن کاران جوړ کړي او په درجنونو درجنو د پیسو په زور ورسره روان يي چې مقرر یې کړي او یا یې له دندې لرې کړي خو په دې کې سوچ نه کوي چې دا د افغانستان سره جفا ده، په دې فکر نه کوي چې په دې اړه څیړنه وکړي بیا قرار واخلي خو د ډالرو دې کور وران شي هر څه پرې کوي.

محترم زاخیلوال صیب خلکو ته دومره واک مه ورکوه چې ستا پر ځا پرېکړي وکړي او ستاسو نوم بدنام کړي، صحیح ده چې تاسو به هم له دې خلکو څخه مجبوره یاستئ خو لږ تر لږه د افغانستان خیال هم له ځانه سره ساتۍ ځګه چې په دې کارونو کې وطن لوی تاوان دی.

په پای کې هغه د پارلمان وکیلان او چارواکې چې په افغان کرکټ کې لاسوهنه کوي هر څوک یي پيژني افغان ولس اوس ویده ندی په هر څه ښه پوهیږي خو تاسو دا یاد ساتئ چې افغان کرکټ تاریخ به تل درته په بده سترګه ګوري نو له خدای لپاره افغان کرکټ ودې او پرمختګ ته پریږدئ.