عمرو او ژوندى عکس ۲ برخه
14.09.2012 18:41ل: ظهير احمد، ژ: رحمت ديوان
"ښه......... نو تاسو ته مالومه ده چې فلک شهزادګۍ چرته ده او د خپلې کوټې نه شپه په شپه څۀ رنګ ورکه شوه؟" عمرو ترې وپوښتل، هغه په ډېر غور د کريم بابا خبرو ته غوږ وه.
"او........ ماته مالومه ده" کريم بابا ورته وويل.
"ښه........ ښه....... نو شهزادګۍ چرته ده؟" عمرو ډېر په تېزۍ سره ترې وپوښتل، د هغه په لهجه کښې ډېره تلوسه پېدا شوه.
"وايم درته، لږه حوصله وکړه" کريم بابا په خندا کښې ځواب ورکړ.
"تاسو زما تلوسه زياته کړه بابا!، د فلک شهزادګۍ داسې د کوټې نه ورکېدل، چاته يې پته نه لګېدل او د شاهي نجومي د هغې په هکله څۀ نه مالومول، عموماً خو نجوميان هر څۀ مالومولى شي" عمرو ورله ځواب ورکړ.
"او........ دا خو ده......... خو زه تاته دا هم ووايم چې د فلک شهزادګۍ د پالنګ د لاندې يو سپاهي ته يو عکس په لاس ورغلى و، هغه عکس د فلک شهزادګۍ وه، باچا او ملکې چې دا عکس وليده نو ډېر حېران شول، ځکه چې هغوي تراوسه په کوم مصور د شهزادګۍ عکس نه و جوړ کړى او نه شهزادګۍ د عکسونو سره علاقه درلوده" کريم بابا ورته وويل.
"ښه نو چې فلک شهزادګۍ او د هغې مور پلار دا عکس نه و جوړ کړى نو بيا له کومه راغى؟" عمرو ترې په حېرانتيا پوښتنه وکړه.
"هغه عکس يو جادوګر جوړ کړى و او ستا دپاره به دا هم د حېرانۍ خبره وي چې هغه د کوم مصور د لاس نه، بلکې يو ژوندى عکس دى" کريم بابا چې دا خبره وکړه نو عمرو د حېرانۍ نه په کټ کښې ټوپ کړل.
"ژوندى عکس" د عمرو له خولې نه په حېرانۍ سره ووتل.
"او........ جادوګر فلک شهزادګۍ په هم دې عکس کښې قېده کړې، ځکه خو چاته هم دا مالومه نه شوه چې شهزادګۍ څنګه ورکه شوه او چرته ده" کريم بابا چې دا خبره وکړه نو عمرو عکس ته ګوته په خوله کتل، لکه چې د هغه په خبره د يقين کولو کوشش کوي.
"زه چې د کوم جادوګر خبره کوم نو د هغه نوم شاشم جادوګر دى. شاشم جادوګر له دې ځاى نه ډېر لرې د جادو په يوې درې کښې ژوند کوي، هغه ځوان او د ښه څهرې خاوند دى، خو رنګ يې تک تور دى. شاشم جادوګر ډېر بې رحمه او ظالم جادوګر دى، هغه تل دا غواړي چې ځوان او ښايسته وي او د دې دپاره په زوره د يوې نه يوې ښايسته جينۍ سره واده کوي او بيا شپږ مياشتې وروسته هغه جينۍ وژني او د هغې زړه راوباسي او خوري يې، د کوم په وجه چې هغه ځوان او ښايسته ښکاري، ګني اصل کښې هغه يو بوډا او بدرنګه جادوګر دے.
شاشم جادوګر ته يو بزرګ ښېرې کړي، د کوم په وجه چې هغه کومه جينۍ اغوا کولى او د ځان سره چرته نه شي بولى، د بزرګ د ښېرو په وجه چې هغه کومه جينۍ د واده دپاره خوښوي نو هغه به په داسې ځاى کښې دوه مياشتې قېدوي چې نه څۀ خوړلى شي، نه څۀ څښلى شي، نه څۀ ويلى شي او نه خوزېدلى شي، کۀ په دوه مياشتو کښې کومه جينۍ وږې تږې ژوندۍ پاتې شي نو بيا ورسره هغه واده کولى شي. په پېل کښې خو شاشم جادوګر يو څو جينکۍ هم د هغوي په کوټو کښې قېدې کړې، هغه په دغو کوټو کښې داسې جادو کړى و چې نه به چا ليدلى شوې او نه به يې چا اواز اورېده، تر دې چې شاشم جادوګر په هغو جينکو هم داسې جادو کولو چې نه به يې څۀ ويلى شول او نه به يې څۀ اورېدلى شول، خو د لوږې تندې په وجه به هغه جينکۍ مړې کېدلې، د کوم په وجه چې شاشم جادوګر ډېر پرېشانه وه.
بيا شاشم جادوګر سوچ وکړو چې کۀ له کومې جينۍ نه عکس جوړ کړى شي او خاموشه يې کړي نو هغه جينۍ به نه څۀ ويلى شي او نه به څۀ اورېدلى شي او نه به ورته د لوږې تندې احساس وي، داسې به هغه ژوندۍ هم وي او د خپل کور يا محل په يوه کوټه کښې به هم وي، چاته به هم دا پته نه لګي چې هغه جينۍ په عکس کښې قېده ده، بيا دوه مياشتې پس به شاشم جادوګر هغه عکس يوړو او جينۍ به يې ترې بيا راژوندۍ کړه او واده به يې ورسره وکړو، هغه چې دا تجربه وکړه نو کاميابه شوه او اوس همداسې کوي، د هغه چې کله هم کومه جينۍ خوښه شي نو په عکس کښې يې قېده کړي، د هغې جينۍ خپل خپلوان په جينۍ پسې ګرځي خو چرته يې هم پېدا نه کړي.
شاشم جادوګر فلک شهزادګۍ هم په عکس کښې قېده کړې ده، د کوم له وجې چې چاته هم پته نشته چې فلک شهزادګۍ چرته ده، شاشم جادوګر فلک په عکس کښې قېده کړه او په خپله کوټه کښې يې پرېښوده، دوه مياشتې پس به هغه د فلک عکس وړي او فلک شهزادګۍ به بيا راژوندي کوي او چې کله ورسره واده وکړي نو شپږ مياشتې وروسته به يې وژني او زړه به ورله خوري" کريم بابا دا هر څۀ وويل او غلى شه.
"هن....... شاشم جادوګر د بزرګ د ښېرو نه د بچ کېدو دپاره ډېره عجيبه لاره خپله کړې ده" عمرو په حېرانتيا وويل.
"بالکل........ هغه ډېر هوښيار جادوګر دى، خېر زه په دغه ورځو کښې ملک ساکان ته راغلى وم، چې کله زه د فلک شهزادګۍ د ورکېدو نه خبر شوم نو نېغ محل ته لاړم، چې د باچا سره مې ليدل وکړل نو باچا د خپلې لور عکس ته کتل او ژړل يې، چې کله ترې ما د شهزادګۍ عکس واخست او ومې کتلو نو ماته د ټولې کيسې پته ولګېده، ما باچا ته وويل چې کۀ ماله د فلک شهزادګۍ دا عکس راکړې نو زه به ستا لور ډېره زر روغه جوړه تاله راولم، باچا د خپلې لور عکس د خپل ځان نه جدا کول نه غوښتل خو په ما يې باور وکړو او هغه عکس ما تالا راوړو". کريم بابا چې دا خبرې وکړې نو عمرو بې واره ټوپ کړل.
"او هو...... نو دا هماغه عکس دى چې شاشم جادوګر پکښې فلک شهزادګۍ ژوندۍ قېده کړې ده" عمرو په بقو بقو سترګو عکس ته کتل.
"بالکل.......... دا د فلک شهزادګۍ ژوندى عکس دى" کريم بابا ورته وويل او عمرو عيار عکس ته په غور سره کتل.
"عمرو بچى! فلک شهزادګۍ اوس صرف ته له دې عکس نه ازادولى شې" کريم بابا چې ورته وويل نو عمرو ورته په وازو وازو وکتل.
"زه.... هغه څنګه کريم بابا!" عمرو ترې پوښتنه وکړه.
ادامه لري

