د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ډاکټر عمر زاخیلوال ته پرانستی لیک

عبدالصمد جلالزی 13.09.2012 07:04

محترم ډاکټر حضرت عمر زاخېلوال صېب د  ډيرو مقدمو تیریږو او اصلې موضوع باندې درسره خبرې کوو. هیله لرم چې درباندې بدې ونلږیږي او ښه په سړه سينه یې ولوله او د حل لاره ورته پیدا کړه.

قدرمنه دا درسره څوک نه منې چې یو چا باندې د نا اهلۍ، درغلو اسناد ثبتونه وي او بیا تاسو هغې ته دنده ورکوئ، زه درته نسیم الله دانش یادوم چې ټولو رسنیو سره یې د درغلۍ او نا اهلۍ اسناد موجود دي او بیا ته هغه افغان کرکټ بورډ ته راوله. د خدای لپاره دا خو ستاسو په ناکامۍ او په فساد کې په ښکیل توب دلالت کوي.

زاخیلوال صېب په دې کې شک نشته چې افغان کرکټ ته مو خدمت کړی دی خو په دې کې هم شک نشته چې تاسو ته هم د افغان کرکټ د خدمت ګټه درسیدلې ده او په ټول افغانانو کې مو محبوبیت د کرکټ د وجې څخه پیدا کړی دی. د مالي د وزیر خو یوازې د دولت د مامورین پیژنې ځکه چې تنخوا ورکوي نور خو یې څوک نه پیژني خو تا هر څوک په هره کوڅه کوڅه د کرکټ له برکته پیژنې.

د قدر وړ زاخیلوال صېب موږ په دې ښه پوهیږو چې دا پرېکړه په تاسو بل چا کړي چې هغه ستاسو ورور توریالی، ظاهر قدیر او امیر خان یار دی چې د دانش سره پټې خبرې او پټ پټ کارونه لري خو ایا تاسو دا فکر نه کوئ چې یوازې د دانش د خوشحالۍ لپاره تاسو د افغان کرکټ سره خیانت کوئ؟ په ۱۴ میاشتو کې افغان کرکټ پرمختګ ۱۴ کاله وروسته ولاړ نو بیا ولې د خدای لپاره تاسو د معامله ګرو په خوله داسې کار کوئ؟

دا به هم درته ښه معلومه وي چې افغان کرکټ بورډ دانش پوره وړی پریښودلو او پیسې يې په سفرونو کې بې ځایه مصرف کړې او شخصي اکاونټونو ته یي د کرکټ بورډ اکاونټونو څخه په لسګونو زره ډالر ولیږل. ایا نو اوس به دا افغان کرکټ بورډ ته ښې مشورې ورکړي؟

اوس به راشو چې کله توریالي دانش ته ستاسو امضاء کړې پاڼه ورکړه او په خپله ویبپاڼه افغان لوبې کې ستاسو په خط ریشخند ووهلو او یلي و ؛؛زاخیلوال راڅخه غوښتي دي چې کرکټ بورډ سترمشاور شم خو زه پرې فکر کوم چې دا دنده وکړم کنه!!!. بیا تاسو ورته د د کرکټ بورډ د اجرایوي ریس معاونیت پاڼه ورکړه.

زاخيلوال صیب محترم افغان کرکټ لالي پاپ او د ګوړې پلۍ نه دي چې تاسو پرې ماشومان خوشحالوۍ. په دې پرېکړه دې په افغان کرکټ ملنډې ووهلې او نتیجه به یې د دانش د ۱۴ میاشتو دندې څخه بدتره وي.

تاسو داسې شخص معاوون کړو چې خپل یو مدیرته یې د افغان پنځوس اوریزې لوبې په اړه ویلې چې افغانستان په هر بال دوه رنزه وکړي نو دا خو ۶۰۰ رنزونه شوو مخالفه لوبډله یې نشي پوره کولای نو دا به کرکټ بورډ ته څه مشورې ورکړي.

عجیبه خبره داده چې افغان ولس او کرکټ مینوال په دې تمه و چې نسیم دانش به تاسو لوی څارنوالۍ یا د فسار په ضد د مبارزي اداري ته ورپیژنۍ خو تاسو دا کار ونکړ او ګیله درڅخه هم په دې نه کوو ځکه چې په افغانستان کې هر څه سرچپه دي. غله، فاسد او داړه ماران ستایل کیږي، ډير ژر ژر پرمختګ کوي او د ستاسو په څېر مشرانو ته ګران هم وي.

ایا افغان کرکټ بورډ مشاور ته اړتیا لرله؟ که هو نو بیا خو د دانش څخه الله داد نوري ښه دی د الله داد نورې څخه تاج ملوک ښه دی او همدارنګه نور.