د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ښه اخلاق په ټولنه کې د انسان قدر زياتوي

سباوون ساحل 12.09.2012 11:47

د ابو هره (رض) نه روايت دي چې رسول الله (ص) فرمايل دي : په ټولو مومنانو کې د کامل او پوره ايمان خاوند هغه څوک دي چې اخلاق يې ښه وي
همداراز الله (ج) هم په يوه ايات کې فرمايلي دي ژباړه : بښنه واخله په ښو کارونو حکم کوه او له جاهلانو مخ اړوه
د دي ايت په اړه امام قطبي فرمايلي دي دا ايات د ښو اخلاقو يو ښه جمع کونکي دي .
همداراز عايشه (( رض )) فرمايې : د رسول الله (ص) اخلاق قران وه .
يعنې په قران کې چې د کوم قسم اخلاقو ذکر شوي وه همغه شان اخلاق په رسول الله ((ص)) کې موجود وه
د ښو او غوره اخلاقو څښتن د هر چا لپاره د اعتبار وړ شخص وي او هر چيرته يې خلک صفتونه کوي نو هر چاته په کار ده چې په هر ټولنه کې اوسيږي بايد د خو اخلاقو څخه کار واخلي .
مشرانو څخه راپاتې نکل دي چې اخلاق سړي د کورنۍ د مشرانو څخه زده کوې نو د هر کورنۍ د مشرانو څخه تمه دا کيږي چې بايد په کور کې د ښو اخلاقو څخه کار واخلي ترڅو هغه کوچنيان چې په دغه کورنۍ کې رالويږي د ښو اخلاقو لرونکي وي .
که يو شخص په کور کې د ښو اخلاقو لرونکي وي نو هغه د کور دباندي هم ښه سړي بللي شې ځکه وويل کيږي جې سړي د کور څخه سړي کيږي .
همداراز د خو اخلاقو په باب په يوه بل حديث کې راغلي دي
ژباړه : زه د دي لپاره راليږل شوي يم ترڅو ښه اخلاق پوره کړم .
يعنې رسول الله (( ص)) په دي حديث شريف کې دي ته اشاره کړي ده چې زه د دي لپاره راليږل شوي يم ترڅو په دنيا کې ښه اخلاق پوره کړم يعني رايي ولم .
له دي څخه څرګنديږي چې د خو اخلاقو څخه کار اخستل يو سنت عمل دي او د سنتو اجرا کول له ثواب خالي نه دي نو هر مومن انسان ته په کار ده چې په هر حالت او هر ځاي کې د خو اخلاقو څخه کار واخلي چې په دي کار کې د هر شخص د دنيا او اخرت ګټه ده .
هغه متل دي چې شيدي خو شيدي دي خو که غوړي ورسره يو ځاي شې نو نعمت الله تر جوړيږي نو دا چې ښو اخلاقو کې د دنيا او اخرت ګټه ده نو دا هم يعنې دا مثال ورکوي لکه د شيدو سره چې غوړي ګډ کړې .
همداراز په يوه بل حديث کې چې د عبدالله بن عمر ((رض )) څخه روايت دي رسول الله ((ص)) فرمايلي دي : په تاسو کې هغه څوک ما ته ډير محبوب دي چې اخلاق يې ښه وي همداراز د همدي صحابې نه په يو بل ځاې کې روايت دې چې رسول الله ((ص)) فرمايلي دي په تاسو کې غوره هغه څوک دي چې اخلاق يې ښه وي (( بخاري مسلم ))

همداراز يو ورځ کوم اصحابې له رسول الله ((ص)) نه پوښتنه کړي وه چې چې په ټولو نعمتونو کې چې الله انسانانو ته ورکړي دي کوم يوه غوره دي هغه مبارک ورته فرمايلي وه چې ښه اخلاق (( بهقي ))
پس له دي ټولو څخه دا جوته کيږي چې هر مومن مسلمان بايد په هر حالت کې د ښو اخلاقو کار واخلي .
دا ډول په يو بل حديث شريف کې د عايشه (( رض )) نه روايت دي چې رسول الله فرمايلي دي : هر مومن بايد په لاندي دريو خويونو پابندي وکړي
١ _ ريښتني وينا ٢_ د امانت ادا کول ٣- ښه ګاونډيتوب
هغه چا ته د خو اخلاقو خاوند ويلي شو چې لاندي ټکي په ځان عملي کړي
١ _ د الله بندګانو ته ګټه رسول ((( هر مسلمان ته ګټه رسول ))))
٢ _ خپل لاسونه او ژبه په واک کې ساتل مانا دا چې له دي دواړو څخه يې بايد څوک ضرر ونه ويني .
٣ _ هر مسلمان سره په پراخه او ورين تندي ليدل کتل کول
٤ _ داسي خوي کول چې کله له يو ځاي لاړ شي خلک دي ارمان وکړي.
٥_ په هر حالت شکر ويستل او له صبر څخه کار اخستل ، او په هر وخت کې عبادت کول او عجزي اختيارول
٦ _ په هيچا د بدو تور نه لګول چې دا يو ډير ناوړه او ناروا عمل دي .
٧ _ د يو چا سره حسد او کينه نه کول په هر وخت کې د خلکو سره دوستي کول
٨ _ يواځې د الله د رضا لپاره د يو چا سره دوستي کول
٩ _ يو چاته په سپکه سترګه نه کتل
١٠ _ دا ټول عمال بايد خلک د ريا او ځان ښودني په خاطر په ځان عملي نه کړي.
همدارنګه عايشه ((رض)) په يو بل حديث شريف کې د رسول الله ((ص)) روايت کړي دي .
د قيامت په ورځ به زما نږدي دوست هغه څوک وي چې د ښو اخلاقو لرونکي وې او زما څخه ترټول لري هغه څو ک دي چې اخلاق يې بد متکبر او په خبرو کې مبالغه کوونکي وي .(( ترميذي ))
په يو بل ځاي کې ابو داود (( رض)) نه روايت دي چې رسول الله (ص ) فرمايلي دي :
زه دهغه چا لپاره د جنت ترڅنګ د يوه کور ژمنه کوم چي د يو څه شې حق ولري او نښته پري ونه کړي او د هغه چا لپاره د جنت په منځ کې د کور ژمنه کوم چې دروغ پريږدي او د هغه چالپاره د جنت په لوړو کې د کور ژمنه کوم چې خپل اخلاق ښه کړي .
نو دا چې د ښو اخلاقو کارول دومره ډيري دنياوي او اخروي ګټي لري نو هر انسان ته په کار ده چې په ټول چارو کې هر مهال او په هر ټولنه کې بايد د کوچني ، ځوان او زوړ سره ښه چلند وکړي او د ښو اخلاقو څخه کار واخلي ترڅو په دي او هغې دونيا کي سر لوړي اوسي . په اخر کې په دمره ووايم چې خداي (ج) دي هر مومن مسلمان ته د دي توفيق ورکړي ترڅو په هر حالت کې د خو اخلاقو څخه کار واخلي .