د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

عمرو او ژوندى عکس وړومبۍ برخه

رحمت ديوان 10.09.2012 20:26

ل: ظهير احمد، ژ: رحمت ديوان

د نيمې شپې وخت وه، عمرو عيار په خپله خېمه کښې په کټ کښې په خواږه خوب اوده وه، چې ناڅاپه په خېمه کښې د رڼا پړق شو او هلته يو د نوراني څهرې بزرګ راښکاره شه، هغه د شين رنګ جامې اغوستې وې، سپينه ږيره يې تر سينې پورې غزېدلې وه او په مخ يې بې شانه نور ځلېده.
د بزرګ په يو لاس کښې تسبې وې او په بل لاس کښې يو لوى عکس و، په عکس کښې ډېره ښائسته جينۍ ښکارېده، چې د شين رنګ ښايسته جامې يې په غاړه وې، په سر يې يو ښايسته هار وۀ، د هار په مينځ کښې ښايسته ښايسته هېرې لګېدلې وې، چې د جينۍ تر تندي پورې راغلې وې، د جينۍ په مرۍ هم دغه شان د هيرو ښايسته امېل ځلېدو او په غوږونو کښې يې هم دغه شان والۍ اچولې وې، جينۍ ډېره معصومه او د کوم ملک شهزادګۍ ښکارېده، غټې غټې سترګې يې له بې شانه غم نه ډکې وې او داسې مړې ښکارېدې لکه چې د ډېر وخت نه ناروغه وي او د همدې ناروغۍ په حالت کښې ورله کوم ماهر مصور دا عکس جوړ کړى وي.
"عمرو بچى............" سپين ږيري بزرګ عمرو ته غږ وکړ، د بزرګ لهجه ډېره نرمه وه، خو غږ يې دومره دروند وۀ چې په ټوله خېمه کښې تاو راتاو شۀ.
"څۀ، څو........ څوک.......... څوک يې.......... څوک يې؟" د بزرګ په غږ عمرو راپاڅېدو او چې سپين ږيرى يې وليد نو حېران شه، څو ساعته يې بزرګ ته کتل، بيا چې د بزرګ په مخ يې نور وليده، نو په مخ يې د عقيدت تاثرات خواره شول.
له کټ نه راکوز شه او په ډېر ادب يې ورته سلام وکړو، چې بزرګ يې ډېر په مينه ځواب ورکړو.
"ګرانه مشره! تاسو څوک يئ او له کومه راغلي يئ؟" عمرو له بزرګ نه په ډېر ادب سره پوښتنه وکړه.
"بچى! زه کريم بابا يم او د فارس هېواد نه راغلى يم" سپين ږيري بزرګ ځواب ورکړو.
"حکم کوئ مشره! زه ستاسو څۀ خدمت کولى شم، تاسو کښېنئ" عمرو ورته وويل نو کريم بابا سر وخوځوه او په خېمه کښې پرتې يوې چوکۍ باندې کښېناست او عمرو عيار ورته په ډېر ادب سره ولاړ و.
"کښېنه، زه تاسره يو څو ضروري خبرې کول غواړم" بزرګ ورته وويل.
"مننه کريم بابا" عمرو عيار ځواب ورکړو او د هغه مخې ته په کټ کښې کښېناستو.
"دا عکس وګوره" کريم بابا په ګس لاس کښې نيولى عکس عمرو عيار ته ور وړاندې کړو، عمرو ترې په ډېر ادب سره عکس واخست او په غور سره يې ورته وکتل.
"دا خو د کومې شهزادګۍ ښکاري مشره" عمرو د عکس په ليدو وويل.
"او........ دا د ملک ساکان د شهزادګۍ فلک عکس دى" کريم بابا ورله ځواب ورکړو.
"هن........ خو دا دومره ناروغه او مايوسه ولې ښکاري؟" عمرو ترې پوښتنه وکړه.
"عمرو بچى! فلک شهزادګۍ د نن نه يوه مياشت مخکښې د خپل محل نه ناڅاپه ورکه شوې ده، هغه په خپله کوټه کښې اوده وه، سهار چې د شهزادګۍ خدمتګار د هغې کوټې ته ورغلل چې يې راپاڅوي، نو شهزادګۍ په کوټه کښې نۀ وه.
خدمتګارو چې په کوټه کښې شهزادګۍ ونه ليده نو سوچ يې وکړ چې کېدى شي نن شهزادګۍ د خپل وخت نه مخکښې پاڅېدلي وي او تشناب ته د لمبا دپاره تلي وي، هغوي چې تشناب ته لاړې نو هلته چې کومې خدمتګارې ولاړې وې، هغوي ورته وويل چې شهزادګۍ خو دلته نه ده راغلې، نو دوي ډېرې حېرانې شوې، هغوي فلک شهزادګۍ په ټول محل کښې ولټوله، خو شهزادګۍ يې پېدا نه کړه، بيا هغوي باچا سلامت او ملکې ته وويل چې فلک شهزادګۍ په خپله کوټه کښې نشته، مونږ ټول محل وکتلو خو شهزادګۍ په ټول محل کښې چا هم نه ده ليدلې.
باچا او ملکه چې خبر شول نو په تشويش کښې شول، هغوي په منډه منډه د شهزادګۍ کوټې ته ورغلل، د فلک شهزادګۍ بستره صفا وه، هيڅ داسې نه ښکارېده چې ګني شهزادګۍ بېګاه په بستره کښې اوده شوې وي، باچا يو ځل بيا سپايانو له حکم ورکړو چې شهزادګۍ يو ځل بيا په ټول محل کښې وګورئ.
سپايانو نه صرف په محل کښې بلکې له محل نه بهر يې هم شهزادګۍ ولټوله خو د شهزادګۍ څۀ درک نه وه، باچا او ملکه ډېر پرېشانه شو.
شهزادګۍ فلک د دوي يواځينۍ لور وه، چې په ډېره مينه يې رالويه کړې وه، باچا سپه سالار راوغوښت او هغه ته يې حکم ورکړو چې شهزادګۍ په هر ځاى کښې ولټوي. سپه سالار په ټول ملک کښې سپايان خواره کړل، خو د سهار نه غرمه شوه او د غرمې نه ماښام شو، بلکې نيمه شپه شوه خو د فلک شهزادګۍ څۀ پته ونه لګېده.
د فلک شهزادګۍ په داسې ورکېدو ټول خلق پرېشانه و، چې شهزادګۍ په شپه شپه کښې له خپلې کوټې نه څۀ رنګ ورکه شوه، د شپې شهزادګۍ خپلې کوټې ته د اوده کېدو دپاره تلې وه، د هغې د کوټې ورته ته به ټوله شپه دوه سپايان ناست و او په ټول محل کښې به هم سپايان ټوله شپه ويښ ګرځېدل، خو په دوي کښې چا هم فلک شهزادګۍ د کوټې نه بهر راوتلو نه وه ليدلې، داسې ښکارېده چې کوم جادوګر د جادو په ذريعه شهزادګۍ له خپلې کوټې نه ورکه کړې وه.
ورځ په شپه بدلېده، د ملک ساکان سپايان د فلک شهزادګۍ په تالاش کښې منډې وهلې او باچا او ملکه د خپلې لور په غم کښې بې حاله کېدل، تر دې چې د وزير په مشوره باچا شاهي نجومي راوغوښت او ورته يې وويل چې د علم نجوم په ذريعه مالومه کړي چې فلک شهزادګۍ له خپلې کوټې نه چرته لاړه. شاهي نجومي ډېر وخت پورې حساب لګولو، خو هغه هم مالومه نه کړه چې فلک شهزادګۍ څنګه ورکه شوه او اوس چرته ده". کريم بابا عمرو ته د فلک شهزادګۍ په هکله پوره په تفصيل کيسه وکړه.