د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دانجنير سلطان جان کليوال شينواري په درناوې دغونډې خبرتيا

زهير شينواری 10.09.2012 06:42

د قلم ټولنې خبرتيا !
 سبا سه شنبه ، د سنبلې د مياشتې ٢١ نيټه د غرمې په دوه بجو د کابل نوي ښار دتايمني په څلورمه کوڅه کې د قلم ټولنې په انګړ کې د افغان ليکوال اوشاعر انجنير سلطان جان کليوال په درناوۍ کې يو ه شانداره غونډه جوړيږي ، له ټولو مينوالو څه هيله کيږي چې په دې غونډه کې برخه واخلي .

 بايد يادونه وکړو چې ښاغلی کليوال د څو کلونو را په ديخوا په کاناډا کې اوسيږي . په دې وروستيو وختونو کې دخپل فرهنګي زيار او هڅو د انسجام له پاره هيواد ته راستون شوی . کليوال صيب ! په تيره مياشت کې په دې بريالی شو چې خپل اووه ناچاپ اثار د چاپ په بڼه ښکلي کړي .