ډ ا کترصیب په خیررا غلې !
28.08.2012 23:24سکونډنه : مونږ چې واړه وو او په کلي کې اوسید و نو زمونږ د کلي د پوځي کنډ ک سره به تل یو کمپو ډ ر وظیفه درلوده . د کمپوډ رۍ وظیفه په خپل ځا ی درنه وظیفه ده او د ډ یر درنا وي وړ ده . لیکین یو نیم به بیا له دغې د رنې د ند ې نه سر غړا وه او دغټو غټو ډ اکترانو ا کټونه به یې کول . ځینې دا سې ډ ا کتري کا رو نوته به یي لا س ا چا وه چې په خپله پخوپخو ډ اکترانو هم په د غه رنګه کلیو او ا طرافو کې د هغو جرأ ت نه کاوه . ځا ن به یې داسې ښو دو چې لوي ډ ا کتر دی .
د غسې کلا نکار کمپو ډ ر ته به مو خا مخا د ډ اکتر صیب نه ویلې . مونږ خو څه کړې چې د کلي ټولو خلکو به ورته د ډ ا کتر صیب غږکا وه . چې په لا ره کې به روان ونو هرچا به ورته ویلې :
! « ډ اکتر صیب په خیر را غلې »
او دا خبرې خو لا څه کړې چې زمونږ په دې د ومره لوي کلي کې به چې هر څوک نا روغه شو نو همد غه کمپو ډ ر صیب به یې ورله را وستو . هغه به مریض ته د وا ګا نې ورکولې ا و ستنې به یې ورله وهلې او خدا ی به جوړول هم . اخیر هغه یو ډ اکترؤ څه خوشې خبره خونه وه . او که څوک به جوړنه شول نو په مخه به یې ښه شوله . ډ ا کترصیب غریب نو ر څه کولا ی شول ؟ * * * * * هغه وخت چې زه د کا بل په یوه لوړ ښوونځي کې د اخل شوم نو د طب ډ ا کتران مې په خپلو سترګو ولید ل . بیا ورو ورو د د ې سره هم اشنا شوم چې د کیمیا ، فزیک ،تاریخ ، حقوقو ، ژبې او د اسې نور ډ اکتران هم شته . خبره دا ده چې د ډ اکتر او ډ ا کترۍ په اصلي ما نا پو ه شوم .
په هغه وخت کې به ډ یرو کمو کسا نو د ډ ا کترۍ « بري لیکونه » ا خستل او د طب د ډ اکترانو شمیر هم چندانې زیا ت نه ؤ .
چا چې به په هغه وخت کې د هیواد نه بار(بهر) په یوه څا نګه کې د ډ اکترۍ « شها دتنا مه » وا خیسته نو یوځل به د وخت د با چا حضور ته ورتله او کتنه به یې ورسره کوله ( با ریا بید ل به ) . د کتنې خبر به یې هم په راد یو کې خپرید و . ټو ل خلک به ترې خبرید ل چې پلا ني خپل د رس پوره کړ او ډ ا کتر شو .
هر څوک د ډ اکترۍ درجې ته نه شو رسید ای او کومه دا وه (دعوه) یې هم نه شوه کولا ی چې ځا ن ته په وچ زور او خپله خوښه ډ اکتر ووا یي .
لیکین په د ې وروستیو کلونو کې د اصلي ډ ا کترانو نه برسیره « د خد ا ی په جا ت او د خدای دې لري » ډ اکترانو شمیر د ومره ډ یر شو چې کله کله به مې په زړه کې وویل چې راشه ته هم ځا ن ته ډ اکتر لیکه . څوک تپو س کوي چې ته رشتیا ډ اکتر یې او که نه ؟ او فرضاً که دا پوښتنه رانه وکړي هم ، نو ځواب خویې یواځې د خولې خبره د ه . وا یم به چې : هو . ما هم په فلسفه کې ډا کتري اخستلې ده . که عا م خلک را نه همد ا تپوس وکړي نو وایم به چې په ژور نا لیزم او مطبوعا تو کې مې ډ اکتري سرته رسولې ده . هغوی بیله د ې هم په دغو شیانو کې ګوتې متې نه وهي . خو یره دا فلسفه ځکه واره داره ده چې : څوک به رانه نورې پوښتنې نه شي کولا ی . د فلسفې کتا بونه مې هم ژ با ړلي دي . هغه مې پا خه اسنا د دي . د دغو لاسوند ونو « الف ــ بې » مې هم ورله زده کړي د ي . لنډ کۍ شا ن منډه په کې کولا ی شم .
لیکین لږ لږ په دې ډ ا ریږم چې زما نیژ د ې ملګري که رانه پوښتنه وکړي چې ولې ځا نته ډ اکتر لیکې یا نې چې ولې د خپل نوم سره ډ ا کتر لیکې ، نوبیا به څه کوم ؟ د هغوی د ځواب خو نه یم . مجبور یم چې ریشتیا ورته ووا یم . ته فرض کړه که دا جرأ ت وکړم چې ځا ن ته د ډا کتر صیب کلیمه استیما ل (استعما ل) کړم او هغوی راته ووا یي چې ته خو ډا کتر نه یې ، نو ولې د خپل نوم سره ډ ا کتر ورزیا توې ؟ په دې اړه به زما ځوا ب د ا وي چې :
! ورورجا نه
زما سره د پوهنتون د ژورنا لیزم په څانګه کې څلور کا له په يوه ټولګي کې چې ( . . . ) نومید ه اوهغه لوید یز ا لما ن ته د خپلې خاصې هوښیارۍ له کبله ځا ن ورساوه ، د وه د رې کاله وروسته کا بل ته په روسختۍ (رخصتۍ ) را غی . زمونږ یو بل ټولګي وال راته وویل چې : څو میاشتې وروسته په فلسفه کې ډ ا کتري اخلي .
. ــ ډ اکتري ا خلي ، هغه هم په فلسفه کې ؟ د ه خو ژورنا لیزم لوستلا ی د ی
: هغه ځواب راکړ
. هو . خواوس په فلسفه کې د کتورا لیکي
. . . ما پې اپرین (ا فرین ) ووا یه . اپرین ، شا با س
خو یره : په د ې وخت کې مې یوه ټوکه هم وکړه . چې هغه ترڅوپورې ډ اکتري ا خلي نو مونږ به زوړ نظا م ړنګ کړی وي . بیا یواځې خد ای پوهیږي چې دغه ډ ول بري لیکونه به وچلیږي که نه ؟
ریشتیا همد اسې وشول او ډ یر زر زوړ نظا م ړنګ شو . هغه وخت چې زوړنظا م را پرځید لا ی و نو هغه بیا کابل ته راغی ، خو د فلسفې « بری لیک » یې چاته ښکاره نه کړ . هوښیا ر و، پټه خوله بیرته الما ن ته ولا ړو .
. لیکین مونږ ترې خبرشولو چې اوس « ډ اکتر صیب » د ی
زما یو بل پیژند ګلوي چې د سیا نس د پو هنځي نه خلا ص شوی و اوهغه هم په با رملک کې څه نا څه تحصیل کړی و او بیا چې شورویانو زمونږ په خاوره خوله ولګوله نو دغه ځوا ن یې په بهر کې په رسمي وظیفه مقرر کړ . دا هغه ځوا ن وچې ټولو د وزارت کار کوونکو به پې ټوکې او مسخرې کولې ، خو وا یي چې : « مربي لرې نو خا مخا به مربا خورې » !
یووخت چې هغه بیرته هیواد ته راستون شو نو په ورځپاڼو او نورو خپرونو کې مې ورله نوم ولید و چې د « ډ ا کتر » کلیمه یې د نوم سره زیا ته شوې وه .
. پوښتنه مې ترې وکړه چې : په څه کې دې ډ اکتري وا خیسته ؟ مبا رک د ې شه
. ویل یې ولا وروره ! په فلسفه کې
ماورته وویل چې : تا خو دسیا نس پوهنځی لوستلا ی و نو څنګه په فلسفه کې ؟
. ده وویل : بس په دې پسې مه ګرځه . فلسفه ښه وه په هماغې کې مې ډ اکتري وا خیسته
: لومړی خو ورته اریا ن ( حیرا ن ) شوم او بیا مې ورته د ټکه وویل
ډ ا کتر صیب نور څه حا ل دی » ؟ «
. درنا وی خو به مې ورته خا مخا کا وه . اخیر لوي د وکتور ( ډ ا کتر ) ؤ
که د د ې بل کیسه درته وکړم : ما ورته ګوته په خوله کې ونیوه ، خوتا سوته یې هرڅه نه شم ویلا ی . ده بلا کړې د ه بلا . . .
خا مخا د ومره څه خو به کوي . دا هم د چا نه کم نه دی . د فلسفې ښه نوموتی ډ اکتر دی . د ې ډ اکتر صیب هم په پخواني شوروي ا تحا د کې تحصیل کړی و او د سیانس په څا نګه کې مقرر و . ځکه چې زده کړه یې په سیا نس کې کړې وه .
د شورویانو دراتګ نه وروسته ، هغه د ټولنیزو چا رو په یوه څا نګه کې د هغو ی له خوا په ډ یره موهیمه چوکۍ مقررشوی و. نو ده به نور څه غوښتل ؟ د لوړې چوکۍ د ټا کلو تر څنګ به یې د فلسفې د د کتورا شها د تنا مه غوښتله . د غه ډ و ل بری لیک خو ورته په ډ یرو شا ندا رو مرا سمو سره ورکړای شواو اوس خو نو ډا کتر صیب و. له ډ اکتر صیب نه چې به شورویانو څه غوښتل هغه به یې خا مخا سرته رسول . د هغه نورې کړنې نه شم یا د ولا ی چې زړه یې را نه چیرې دروند نه شي ، یواځې د ومره به ووایم چې : د فلسفي کارونو تر څنګ یې د شورویا نو « سپکې » وسلې هم د هغوی خا صو کسانو ته پټې ویشلې . خد ای پوهیږي چې شورویا نو به په هغوڅوک ویشتل ؟
* * * * او زما دا بل انډ یوال خو په لوید یزه اروپا کې د ډ ا کترۍ د اخیستو په بانه د یرش پینځه دیرش کا له تیر کړل . چې هر و خت به مې ترې پوښتنه وکړه نو ویل به یې : بس تیزس (د ډا کترۍ د منلوکتا ب ) مې لیکلی دی چې پرو پیسر (پروفیسر) یې « اوکې » کړي نو د خیره سره ډا کتر به شم . دا خبره چې یې ما ته کوله د هغه وخت نه ډ یر کلونه تیر شول . په دې موده کې به یې څو څو ځله همدغه خبره تکرا روله او ما سا ده سړي به پې با ور کولو . ډیر افسوس به مې کا وه چې څومره ظلم ورسره کیږي . ښا یي زما په سر کې به د ولس د یارلس ویښتا ن دهغه له غمه سپین شوي وي . زه نه پوهید م چې هغه په دې بانه په با رملک کې خپلې مزې کوي او نا مزې یې مونږ ته پریښې دي . خو کله چې هغه په یوه لویه او د مزونه په ډ کې چوکۍ و ټا کل شو نو هرڅه یې پریښود ل او د مزو ځا ی ته یې ځا ن ا و بچي ورسول . چې کله یې دغه کارروایي ( وظیفه ) پا ی ته ورسید له نو نور یې نه د افغا نستا ن د حکومتي حا ضرۍ په کتاب کې لا سلیک ( د سخط ) وکړاونه بیا هغې خواته ورچکرشو . یواځې د ومره کار یې وکړ چې : اوس په ټولو خپرونو کې د خپل نوم نه مخکې د خا ورې « ډا کتر» کلیمه ور زیاتوي . والله چې ښې مزې یې وکړې خو د نا مزو تیا ره په مونږ تیره شوه .
که د ټولو دغه رنګه ډ اکترا نو کیسې ولیکو نو په زړه مې سیا د لي ( تورتم ) را ځي . ښه خبره د اد ه چې دغو ټولو ډا کترانو صا حبانو ته چې په سیا سي ډیکشنرۍ کې ورته « ماشیني ډاکتران » هم وایي ، ووایو چې :
! « ډ اکتر صیبا نو په خیر راغلئ »
توبه خد ا یه توبه . . . د ما شیني ضا بطا نو ، ما شیني جنرا لا نو ، ما شیني ما رشالا نو ، ماشیني با چا یا نو او . . . مو اوریدلي وو، خو د ماشیني ډ ا کترانو ، ماشیني پوها ند انو ، ما شیني ا کا ډ میسنا نو او ماشیني پروپیسرانو را ته کله هم چا څه نه وو ویلي . « پا ی »
یا دونه : هغه ټولو ډ ا کترا نو ، پوها ند ا نو ، ا کا ډ میسنا نواو پروپیسرا نو ته د رنا وی چې په خوا رۍ اولوست یې ریشتیا نی « بری لیک » اخستلا ی وي . « پا ی »

