د (پښتو، صفویان، او پښتون ذهن ) لیکنې په سمون کې
24.08.2012 17:13د (پښتو، صفویان، او پښتون ذهن د «افحام او تفحیم» پښتانه) لیکني په سمون کي.
پر هر پښتون د پښتو ژبي خدمت لازمي دی، څکه نو د زرکیار صاحب د لیکني د هغو برخو سمون مي وغوښت چي پښتو او پښتنو ته پکښي زیان رسېدی او په هغه کي د پښتو د ارزښتونو تحقیر سوی وو او هغه ځایونه چي انتقاد مي نه دی پر کړی په هغه کي زرکیار صاحب حق په جانب دی.
په دریمه هجري پېړۍ کي غزنویانو پاړسي ژبه تر هنده ورسول، ساکانو تر زرنجه راورسول او ترکانو تر اناتولیا پوري ورسول په دې ډول پاړسي ژبه د متمدینو اسلامي هیوادونو درباري ژبه سول او نژدې تر سل کاله د مخه پوري یې دوام وکړ. په دې مده کي د افغانانو د دربار ژبه هم پاړسي ول، نو که تاسي په دې کار کي کندهاریان ملامت بولی نو غلطي کوی څکه تاسي باید د دریمي هجري پېړۍ وروسته ټوله د اسلام پرمختللې جغرافیه د ځایې ژبو په حق کي پړه و ګڼی، که حقیقت ته و ګورو نو پوه به سو چي کندهاریانو په هر لاس ته ورغلي فرصت کي د پښتو د پر مختګ د پاره تاریخي کارونه کړي دي ښه مثال یې د هوتکو دربار دی د هغه راوروسته د احمد شاه ابدالي دربار دی، د هغه راوروسته چي تېمور شاه د کندهاري مشرانو د وژلو سره یو ځای د کندهار څخه کډه وکړه نو پښتو هم د پاچاهي د دربار څخه کډه سول، او د ظاهرشاه پاچاهي د تېمور شاه د پاچاهي دوام دی نو تاسي هېڅ وخت دا مه وایاست چي ظاهرشاه کندهاری وو نو څکه یې پښتو نه وه زده او د دربار نه یې پښتو هم ایستلې وه . د ظاهرشاه په دربار کي په کافي اندازه د پښتو د نه پرمختګ څو سببونه وه چي دوه مهم سببونه به یې زه یاد کړم: لمړی علت یې دادی لکه لوړ چي مي یادونه وکړل: د ډېر وخت راهسته د عجمو مسلمانانو د دربارونو ژبه پاړسي وه نو د ظاهر شاه دربار هم د دغو دربارونو یو پایڅوړ وو او ظاهرشاه ددغو دربارو څخه پاړسي زده کړې وه نه د کندهار د خلګو څخه. دوهم سبب یې دادی لکه څرنګه چي پښتانه په هر ډګر کي د نړیوال کاروان څخه شاته پاته دي په همدې ډول ادبیات یې هم تر نوره نړۍ شاته پاته دي چي د ا پړه (د ظاهرشاه په خټه د کندهاریتوب په خاطر) یواځي پر کندهاریانو نه ده، دا د ټولو پښتنو ملامتي ده او زه دا په یقین سره ویلای سم که ظاهرشاه په کندهار کي لوی سوی وای هرو مرو به یې پښتو زده وای او د میرویس نیکه په څېر به یې د رحمان بابا د دېوان په شعرنو تبلیغ کولای یا د شاه حسین هوتک په ډول به یې د پښتنو شعراوو مهتشم دربار جوړ کړی وای یا په دربار کي به یې د احمدشاه ابدالي په څېر پښتو ویلای. پاته دي نه وي د ظاهر شاه په وخت کي چي کوم کارونه د پښتو د پر مختګ د پاره سوي دي په هغه کي هم د کندهاریانو ونډه تر نورو پښتنو زیاته وه لږ نه وه.
په دې کي شک نسته چي پر پښتون تر نورو ژبو پښتو ژبه خوږه لګېږي هغه چي هره لهجه وي او دا چي مشهوره سوې ده چي د کندهار لهجه خوږه ده او زیرکیار صاحب یې د یو بل چا په حواله سرچینه د صفویانو د ظلم په پایله کي د کندهار په لهجه کي د پاړسي کلیمو ننوتل بولي نو زه به د زیرکیار صاحب څخه دا پوښتنه وکړم چي خوشحال خان او داسي نور اولني خو د صفویانو سره هیڅ ډول اړیکي نه درلودلې، دوی ولي په خپله پښتو کي هغه پاړسي کلیمات استعمالول چي اوس یې کندهاریان په خپلو خبرو کي استعمالوي !؟ په حقیقت کي د کلاسکي یا زړې پښتو بڼه همداسي وه لکه اوس چي کندهایان په ډېر لږ توپیر خبري په کوي. او دا پاړسي کلیمات د ارزښتمندي پښتو د نورو لهجو په اندازه په کندهارۍ لهجه کي هم موجود دي صرف دونه فرق لري چي کندهارۍ لهجې خپل زوړوالۍ ساتلی او هغه په پښتو کي پخواني پاړسي کلیمات لکه سیب، درخته او داسي نور یې د ځان سره ساتلي دي چي په تدریجي ډول باید بدل سي، او ختیزي لهجې بیا نوي پاړسي کلیماتو ته( لکه خربوزه، قالین،جګر،رویدیدني، پخسه چي پښتو یې خټکی،غالۍ،اینه،مخ پېټک،دای او داسي نور، په) خپله لهجه کي ځای ورکړی دی، چي دا کلیمات په کندهارۍ لهجه کي په پښتو دي نو په دې وجه د نورو لهجو پاړسي کلیمات د کندهارۍ لهجي تر پاړسي کلیماتو لږ نه دي. نو په دې ډول د کندهارۍ لهجې خوږوالۍ د پاړسي په کلیماتو پوري هیڅ اړه نه لري برعکس که داکلیمات په کندهارۍ لهجه کي نه وای نوره به هم خوږه وای او په کندهارۍ لهجه کي د پښتو د هر توري بېل بېل او ښکاره تلفظ، او د ږغ طرز، شاید اورېدونکي په دې قانع کړي وي چي کندهارۍ لهجه خوږه ده، دا ډول فیصله نه صفویان کولای سي نه کوم مغرض اشخاص دا یواځي او یواځي د پښتو ژبي د اورېدونکو حق دی.
په کندهار کي هغه هنديان چي اوس سوچه پښتانه دي او د پښتنو څخه یې هیڅ توپیر نه کېږي لا تر اوسه د پښتنو سره نه دي انټګره سوي او د کندهار ځایې خلګ یې هندوستانیان بولي نو ایرانیان خو چي ژبه یې هم پاړسي ده مذهب یې هم شعیه دی د هیڅ چا څخه نه ورکېږي، مطلب مي دادی چي د کندهار پاړسېبانان په خټه پښتانه نه دي هغه ټوله ایرانیان دي او د صفویانو په قلمرو کي هیڅ داسي پښتون قوم نسته چي هغه دي شعیه سوی وي، په دې خبره په کندهار کي یو عادي سړی هم خبر دی نو زرکیار صاحب ستاسو څخه هیله کوم چي په کندهار کي د اوسېدلي یو سړي څخه پوښتنه وکړی نو تاسو ته به د پاړسبانانو شجره په لاس درکړي، ددې د پاره د کتابو کتلو ته لا ضرورت نسته. زه ستاسي دغه ډول څېړني او کوښښونه د هغو خلګو انقلاب ته ورته ګڼم چي د وطن د میني په ادعا کي یې په وطن کي د وینو سېلابونو ته لار هواره کړل، یا دا ستاسو هڅي د هغو اسلام پالو د مبارزي سره یو ډول دي چي هغو تر هر چا زیات اسلام ته زیان ور واړوی، نو بېرېږم چي ستاسو دا ډېر جرئت به پښتو او پښتنو ته خطرناک تمام سي.

