غزل
10.08.2012 14:25په وطن چې قربانېږي پښتانه دي
په اسلام چې راټولېږي پښتانه دي
په تاريخ مو ډېر نازونه وکړل بس دى
په نړۍ کې به ځلېږي پښتانه دي
د ښېګړې، ننګ او پت، مېړانې خلک
په مېلمه چې خوشحالېږي پښتانه دي
د خېبر دره خو لار د تلو راتلو ده
په تورخم کې چې بيلېږي پښتانه دي
د نړۍ په کوم يو ګوډ کې به پېدا شي
باچا خان باندې نازېږي پښتانه دي
د سپرلي موسم چې دلته نه رادرومي
په خزان کې زرغونېږي پښتانه دي
جانانه! د رقيب خبرې مه اوره
تل په مينه به اوسېږي پښتانه دي
په ژوندوني خو ترې لرې لرې تښتي
چې په مرګ يې راغونډېږي پښتانه دي
بس د مينې کيسې وليکه ديوانه!
په نړۍ کې چې يادېږي پښتانه دي

