نوى غزل
07.08.2012 07:55اى جانانه! د دې ښار خلک ټول مړه دي
د ټپې د يکه زار خلک ټول مړه دي
تورتمونه، تورتمونه، تورتمونه
د رڼا او د سهار خلک ټول مړه دي
اى خزانه! راځه تاته هرکلى دى
ځکه دلته د بهار خلک ټول مړه دي
اى ظالمه! بس د جنګ نه نور لاس واخله
دلته ګوره د دستار خلک ټول مړه دي
اوس د مينې کيسې هېرې که جانانه
اوس د مينې، د سيتار خلک ټول مړه دي
اى ديوانه! ته به هم د چا پکار شې
ګني دلته خو د کار خلک ټول مړه دي

