روژه د څه لپاره؟
02.08.2012 12:50روژه د برکتونو، نعمتونو او رحمتونو مياشت ده.
د روژې مياشت خداى ته دومره نزدې ده چې په دې مياشت کې يې شېطانان هم ټول تړلي دي، تر څو خلک په دې مياشت کې ښه ښه کارونه وکړي، د خپلو ګناهونو معافي وغواړي او لازمي ده چې که سړى ټولې يوولس مياشتې ګناهونه کوي خو چې په دې مياشت کې له خداى څخه معافي وغواړي او خداى پاک يې معاف کړي.
د برکتونو او رحمتونو دا مياشت خو دا ځل په مونږ په دومره سخته ګرمۍ کې راغله، چې پوښتنه يې مۀ کوئ، ځکه چې يو خوا که سره ګرمي ده او طاقت نه کېږي، نو بل خوا د حکومت دا مهرباني ده چې بجلي يې هم راباندې بنده کړې ده او ټوله ورځ او شپه خو څه کوې، چې روژه ماتى او پېشمنى هم په تورتم کښې کوو.
دا ولې؟
روژه د صبر، زغم او برداشت مياشت ده، خو ايا تاسو چې کله بازار ته ووځئ نو داسې څوک مو ليدلى چې هغه به صبر، زغم او برداشت کړى وي.
که په ډک بازار کې ګرځې، نو د کنځلو نه علاوه به چرته ښه خبره وا نۀ ورې، دا هم په دې حال کې چې روژه به وي، پېسې به د ښه شي ورکوې او چې په کور کې يې ګورې نو په کې به يې درته سخا شيان اچولي وي.
ايا روژه صرف دې ته وايي چې ته خولۀ وتړه او خوراک مۀ کوه؟
که نه په روژه کې دا هم ويل شوي دي چې بده )کنځل( خبره، غلط ځاى ته کتل، غلط څيز بوي کول، غلطه خبره اورېدل، د چا سره دهوکه کول، غلط څيز په چا خرڅول، دروغ ويل........ او داسې نور به هم نه کوې، خو مونږ څه کوو؟
ايا خداى به دومره سخته ګرمي نه راولي، چې زمونږ ايمان دومره کمزورى شوى، چې که په چا مو وس رسي نو د دوه روپو لپاره هم ورسره دهوکه کوو او هغه هم په روژه کې.
په روژه کې شېطانان تړل شوي وي، خو تر ټولو زيات جنګونه د روژې په مياشت کې کېږي، دهوکې د روژې په مياشت کې کېږي، ګراني د روژې په مياشت کې راځي؟؟؟؟
دا ولې؟
مونږ که مسلمانان يو خو ايمان مو نشته، ځان ته خو وايو مسلمانان، خو په مسلمانانۍ کې کومې خبرې ضروري دي، هغه مو کومه يوه کړې؟
په سپينه جامه کې چې کوم شېطانان ګرځي، نه خو حکومت ونيول او نه پرې خداى څه عذاب راوست او د دوي لپاره خو هم دا د برکتونو مياشت ده، چې په دې کې د ټول کال خرچه پېدا نۀ کړي، نو بيا خو د دوي دپاره دا مياشت هسې فضوله ځي، خو زمونږ دپاره يې دا مياشت د زحمتونو کړې ده.
راځئ چې نن په دې باندې سوچ وکړو، چې ايا مونږ واقعي مسلمانان يو او که نه زمونږ کړۀ وړۀ بل خوا تلي دي؟؟؟

