د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

غزل

رحمت ديوان 30.07.2012 15:26

تېرېږي چې په مونږه بې جانانه زندګي
ده ګرانه، سرګردانه پرېشانه زندګي

غمونه کړاوؤنه او دردونه دي آهونه
غريبه! تېروې څنګه دا ګرانه زندګي

چې شپه شي نو راياد شې د تورتم سره يو شان
چې تېره کومه ورځ شي بې لتا نه زندګي

ګودر دى نړېدلى او حجره مو ده ورانه
ورانه ده، ورانه د ملا نه زندګي

چې لرې چرته لرې د صحرا په طرف لاړ شو
دې ښار کښې نوره ګرانه شوه ديوانه زندګي