د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د کلونو ادبي فرهنګي او علمي هلې ځلې چاپ شوې!

زهير شينواری 27.07.2012 07:38

د کلونو ادبي فرهنګي او علمي هلې ځلې !
په يو وخت په اوو کتابونو کې له چاپ نه را ووتلې !
ښاغلي انجنير سلطان جان کليوال چې يو وخت د هيواد په فرهنګي او ادبي کړيو کې ډير فعال او د يوه ځلانده ستوري په څير ځليده ، په ورستيو کلونو کې دومره خاموش اوغلی شوی وو چې هيچا يې غږغوږ نه اوريده . ډيري فرهنګيانو فکر کاوه کيدای شي اوس هغه پخوانی کليوال د کاناډا په ښکلو ښارونو کې کليوال نه وي پاتې شوی بلکې ښاری شوی وي . خو کليوال دا ټول شکونه او ګمانونه له يوې مخې ناسم وخيژول . ځکه په دې ورځو کې د کانادډا نه په همدې نيت افغانستان ته راغلی چې د خپلو اوږدو کلونو ادبي فرهنګي او علمي هلې ځلې د چاپ په ګاڼه ښکلې کړي .
د ښاغلي کليوال هغه کتابونه چې د وحيد زهير شينواري په کمپوز او په ننګرهار کې د ګودر خپرندويه ټولنې په زيار له چاپ نه راوتلي په دې ډول دي :
١- غمونه او وختونه ( شعري ټولګه )
٢- زما خاوره زما مينه ( شعري ټولګه )
٣- د څپو پر سر ( شعري ټولګه )
٤- رازونه او رمزونه ( شعري ټولګه ) : دا شعرونه يې هغو ځوانانو ته ويلي چې په غرب کې پيدا شوي او هلته اوس هم ژوند کوي
٥- د خيام رباعيات ( پښتو ته ژباړه ) : د کتاب پر يو مخ د خيام د رباعياتو اصل او په بل مخ يې پښتو ژباړه راغې ده
٦- د جيولوچيکي اصطلاحات : په دې کتاب کې څه ناڅه زر چيولوچيکي اصطلاحات په پښتو ژبه تشريح شوي دي
٧- د شهيد ماما زرغون شاه ژوند ليک : دا يو څيړنيز اثر دی چې په جرګو او مرکو کې د ماما زرغون شاه د ونډ ې او رول په اړه په زړه پورې بحث شوی دی. 
يادونه : ښاغلی سلطان جان کليوال د هسکې مېنې ، د کوټوالو د کلي اوسيدونکی ،په قوم ا لياس خيل منديزی شينواری دی ، د کابل پوليتخنيک انستيوتوت د جيولوچي څانګې نه فارغ شوی ، تحصيلات يې تر ماسترۍ درچې پورې بشپړ کړي دي . ډيره موده د کانو او صنايعو په وزارت کې د کانونو د سروې د لوي مديريت مشر پاتې شوی ، د مسلکي پوهې تر څنګ ښه شاعر او ليکوال هم دی . اوس د خپلو اولادونو سره په کانا ډا کې اوسيږي . د ارواښاد ډاکټر غلام جان چکړ شينواري ورور او د شهيد ماما زرغون شاه زوم دی، مننه