څنګه ليډر شپ؟
23.07.2012 19:34(( موږ خپل ماشومان ښوونځي ته له داسې يو ډريور سره نه لېږو، چې هغه د موټر چلولو روزنه او تجربه ونه لري، نو ولې مامورين د داسې يو مشر تر لاس لاندې کار وکړي، چې هغه روزنه نه وي ترلاسه کړې؟))
پدې پوښتنې سره د ليډرشپ په اړتياو، اړخونو، لارو چارو او ډولونو خپله ليکنه پيلوم. ليډرشپ د ډاکتر فيض محمد ځلاند اثر دى، چې پدې وروستيو کې د مومند خپرندويې ټولنې له خوا خپور شوى دى.
زموږ په ټولنه کې د مشرانو کمى نشته، خو د روزل شويو او اغېزمنو مشرانو کمى مو بيخي زيات ليدل کېږي. اوس هغه نظريې رد شوې دي، چې ليډر شپ يا مشر له پيدا يښته مشر وي.
د مشرانو روزل هم لکه د ژوند د نورو اړخونو په شان تجربو ته اړتيا لري او ددې تجربو د عملي کولو لپاره دلته يو څو کرښې کښم.
تجربې له څېړنې سره يو ځاى کېږي او يو انسان د يو ليډر په توګه وده کوي. په افغانستان کې له يوولسم سپتمبر وروسته ډېرې ادارې رامنځته شوې، افغانان له نړيوالو سره په يوه اداره کې د پاتې کېدو له امله د يو اداري ځانګړنې واخيستې او ډېرې نورې ځانګړنې هم. هسې خو هم افغانان مشري ته خوشاله وي، خو چې دغه مشري په سمه توګه نشي کولاى دا نو بيا زموږ ستونزه ده. دلته هرځوک غواړي ستر صلاحيتونه ولري، خو مسوليتونه يې نه!
يو بل ځاى هم وايي، پښتنو هرکله په جګړه کې ګټلې، خو په سياست کې يې هرکله تاوان کړى دى. نور له دې تاوان ځخه د خلاصېدو لپاره د يو اغېزمن ليډر په توګه راڅرګندېدل مهم دي.
په څرګندو ټکو يې وايم : ليډر بايد له نورو ډېر کار وکړي، ښه کار وکړي، په حوصله کار وکړي، ښه اخلاق ولري، ( ژورې، رغوونکې او غښتلې اړيکي لرل) او دا ټول ددې لپاره چې خپلو کارکوونکو ته وښيي چې زما ( ليډر) او تاسو تر منځ اړيکي يوازې دکار ښه پر مخ وړلو لپاره دي.
ليډر شپ هم ډولونه لري لکه له کارکوونکو سره مشورتي ليډرشپ، امرانه ليډر شپ او کمزورى يا استبدانه ليډرشپ. دليډر شپ اړيکي ټول ددې لپاره دي، چې څنګه له خپلو کارکوونکو سره يو کار پداسې ډول پرمخ يوسئ چې نه سيخ وسوزي او نه کباب، معنا دا چې د کار ترسره کول ستر هدف او له خپلو کارکوونکو سره پداسې ډول دکار ترسره کول، چې هم زموږ کار شوى وي او هم کارکوونکي خوښ وي.
د مشري لپاره تر ټولو ستره اړتيا نيک اخلاق دي، په تېره بيا په افغاني مذهبي ټولنه کې له خپلو کارکوونکو سره نيکې اړيکي او ښه اخلاق ستره اړتيا ګڼل کېږي. د يو ليډر په توګه به ته پخپلو کارکوونکو جدي څارنه لرې، کارکوونکو ته به دې روزنه او لارښوونه ورکوې او د ظرفيت په لوړولو کې ورسره هم مرسته کول د هېرېدو ندي.
اصلا په ټوليز ډول ليډرشپ يوازې دا معنا هم لري ، چې د وخت منجمنټ. افغانان د وخت ارزښت ته ډېر قايل ندي، نو د يو ليډر په توګه خپلو کارکوونکو ته د وخت منجمنټ ترسره کول د اغېزمنې مشرۍ ښه ځانګړنه بلل کېږي.
کنفيسيوس وايي : کله چې تاسو په يو څه پوهېږئ، ووايئ، چې پرې پوهېږم او کله چې تاسو په يو څه نه پوهېږئ، ووايئ، چې زه پرې نه پوهېږم، همدا علم او پوهه ده.
په لنډه توګه، پخپلو نيمګړتياوو پوهېدل هم نيم علم دى. په مشرۍ کې يوازې پخپلو خبرو متکي اوسېدل زيان لري، کېداى شي ډېرى وخت موږ غلط واوسو، پخپلې غلطۍ د پوهېدو لپاره د ټيم له کارکوونکو سره مشوره مهمه ده. دا سې هم شوي دي، چې کارکوونکو خپل ليډر ته د ښې مشورې په ورکولو سره ليډر له ستر زيان او تېروتنې بچ کړى وي ، نو مشورتي لډرشپ ډېر مهم دى.
ما وړاندې هم يادونه وکړه، ځينې کړۍ داسې فکر کوي، چې مشران مشران پيدا دي او عادي کس ليډر کېداى نشي، خو داسې نده، هرڅوک ليډر کېداى شي، خو روزنې ته اړتيا لري. که څه هم په افغانستان کې غټان تر ننه غټان دي او نني مشران به د سبا ورځې لپاره هم مشران وي، خو دا دود او کلتور ماتول غواړي، هرڅوک مشر کېداى شي، خو روزنه غواړي. پوهان اوس ليډرشپ ته وده او روزنه ورکول د يو کلتور په ډول مني، نو ځکه خو حياتي ارزښت لري، چې وار په وار وارزول شي او د اړتيا له مخې پکې تغيرات راوستل شي. ادارې او ليډران اوس ډېر دي، خو افغانې ادارې نور غوږ نيوونکو ليډرانو ته اړتيا لري.
په ليډرشپ کې په ټولو همدغو لارو چارو په تفصيلي ډول بحث شوى دى، مشري هرڅوک کوي، خو اغېزمنه مشري ډېر کم مشران کولاى شي. داغېزمنې مشرۍ لپاره ليډر شپ ولولئ. يوازې د مشرۍ خيالونه مو په ذهن کې مه در ګرځوئ که تاسو د يوې ادارې کارکوونکى هم ياست د ليډر شپ لوستل به درسره مرسته وکړي، چې په اداره کې خپل ځانګړى ارزښت او مقام ترلاسه کړې.

