د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

روزونکي کبیر خان سره یو څو مهمې خبرې

عمر مختار 13.07.2012 11:10

د ملي لوبډلې په ښه نه ځلیدلو سره ټول افغانانو ته پوښتنې راولاړې شوي دي چې دا څه وجه ده افغان ولس خو ورته له پخوا څخه زیاتې دعاګانې کوي؟؟. د کرکټ په نړۍ کې چې هر کله ملي لوبډلې یه پیاوړي کلبونه ښه لوبه ونکړي د هغې روزونکې ټول ولس او مینوالو ته د پوښتنو د ځواب مسؤلیت لري.

عالیقدر کبیر خان صيب په افغانستان کې یو غلط رواج دا دی چې لوبډلې هر څه خراب وکړي نو ورته کرکټ بورډ مسؤل دی او که ښه وکړي نو هغه د کبیر خان روزنه او استادي ده، تر اوسه په افغانستان کې زیات خلک په دي نه پوهیږي چې د لوبډلې په ښه او خراب ځلیدلو کې یوازي مسولیت څلور اړخه لري چې ۱: د لوبډلې د غورواۍ کمیټه. ۲: د لوبډلې روزونکی. ۳: د لوبډلې کپتان. ۴: د لوبډلې هغه لوبغاړي چې ښه نه وي ځلیدلې خو په پای کې د دوی ټولو په استازیتوب د لوبډلې روزونکی مسؤلیت لري چې د ولس او مینوالو پوښتنو ته ځوابونه ووايي.

اوس داسې وخت دی چې ملي لوبډلې کې ښه والې خو له څه کوي په خپل پخواني پوزیشن هم نه ده پاتې تقریبا ۸۵٪ لوبې له لاسه ورکوي د دې خرابو نتائجو لاملونه باید معلوم شي.

که د ملي لوبډلې کپتان په بدلون کې خبره وي خو بیا هم د روزونکي مسؤلیت دی چې یو بل ښه کپتان باید ولري، که له بده مرغه په ملي لوبډله کې خدای ناخواسته ډلې او ډلګۍ وجود ولري روزونکی باید د کرکټ بورډ سره په مرسته هغه ډلګۍ لرې کړي او یا که کوم بل علت وي هم باید محترم کبیر خان یي باید افغان ولس او کرکټ مینوالو ته روښانه کړي.

د ملي لوبډلې هغه وخت ملا ماته شوه کله چې کبیر خان د اماراتو ملي لوبډلې روزونکی و چې دوه یا درې لوبې اوسنۍ لوبو په سلسله کې اماراتو ته بیللې... ټول افغان کرکټ مینوالو او افغان ولس ته په هغه وخت کې هم سوالونه پيدا شول چې د نسیم دانش په سرپرستۍ کې ملي لوبډلې سر په سر اماراتو ته لوبې بیلودي د خندا خبره و چې دا څنګه کیدای شي چې د ماراتو لوبډله دي افغانستان ته ماتې ورکړي؟؟؟ که څوک په کرکټ پوه وي نو هیڅ کله یي دا ذهن نه مني چې داسې یوه لوبډله دي له افغانستان څخه سر په سر لوبې وګټي. په دي کې خو څه خبره شته خو تر اوسه لا ورکه ده چې باید پیدا شي او لاملینو ته يي سزا ورکړل شي.

محترم کبیر خان سره داسې یو تړون د نسیم الله دانش په وخت کې شوی چې پکې به د ټول افغان ملي لوبډلو ستر روزونکی وي او نوموړی هم په دي ټینګار کوي چې باید د ټولو لوبډلو ستر روزوکی اوسم نو بیا خو به دا مسؤلیت هم لري چې د ولس او کرکټ مینوالو سره راولاړې شوي پوښتنو ته ډير ژر ځواب ووايي.

په پای کې څخه یوه مهمه پوښتنه هم کوم چې محترم کبیر خانه ته خو ځان ته افغان وايي تا خو د اماراتو څخه ۵۵۰۰۰ ډالر د میاشتې اخستل اوس ولې د افغان غریب کرکټ بورډ څخه د میاشتې تر ۱۲۰۰۰ ډالرو اخلې؟؟ دا ولې ؟؟؟ دا په کوم قانون کې؟؟؟... که ته وايي چې د دوو جوړښت دی نو بیا خو تاسو د هغې وخت سرپرست نسیم الله دانش غولولی دی. او دا هم بیا افغان ولس ته څرګندیږي چې ستا مینه د افغانستان سره هسې خبرې دي ریښتیا نه ده.

محترم کبیر خان صيب په هر ځای کې چې مشکل وي د خدای لپاره د افغان کرکټ بورډ، افغان ولس او افغان کرکټ مینوالو سره يي شریک کړه. یوه خپره اخري کوم چې په خدای باور وکړۍ چې هر هغه لوبغاړي او د کرکټ بورډ کار کوونکی ښه ځلیږي او د دې دردیدلې هیواد لپاره لاسته راوړنه ولري په هر افغان د ایمان تر درجې پورې ګران وي نو هیله ده چې سپیڅلې هیلې یې ټول اړونده مسؤلین او لوبغاړي د خاورو سره خاوري نکړي.