د افغان کرکټ په ډګر کې نوې ډلې او نوې خنډونه
02.07.2012 17:15
د افغانستان کرکټ پرمختګ ته په دې ورځو کې یو بل د سر درد د نیسم دانش ، ظاهر اغبر، ای ټي سي ایف، نورمحمد، ډایانا او انور شاه قریشي لخوا جوړ شوی بانډ دی او غواړي چې په افغانستان کې د کرکټ د هسو او پرمختګونه لپاره خنډونه وزیږوي ټول افغان ولس دي پري خبر وي...
دغه کسان اوس کوښښ کوي چې د هرې لارې څخه افغان کرکټ پرمختګ ته مشکلات پیدا کړي او ګړندی پرمختګ یې له خاورو سره خاورې او د خپلو شومو موخو څخه یي زار کړي.
ای ټي سي ایف دومر بیغرتوب پېل کړی چې د کرکټ دښمنانو څخه یې په دي کې مرسته غوښتې چې د خپلې غلا لپاره د افغانستان په کرکټ بورد باندې فشارونه راوړي تر څو دوی د ای ټي سي ایف ته د غلا لارې هوارې کړي. پورته یاد شویي کسان د خپلو موخو لپاره د ظاهر اغبر سره ناسته ولاړه کوي تر څو یي په شا وټپوي او د ... په څېر ترې کار واخلي...
د افغان کرکټ پرمختګ خو د ډیر پخوا راهیسي د ظاهر اغبر خیلو د سترګو اغزی و. کله چې افغان کرکټ بورډ په ۲۰۰۹ز کال کې د افغان ریس جمهور په فرمان د نورو هیوادونو د کرکټ بورډونو په څیر خپلواکه اداره اعلان شوه. ظاهر اغبرخیلو چې ولیدل افغان کرکټ بورډ د افغانستان په المپیک کې د ټولو لوبو څخه زیاتې لاسته راوړنې لري او په هیواد کې ورځ په ورځ مینوال پر زیاتیدو دي په زړه یې نه ځایدل او دا وخت یي له خدایه غوښتلو چې د خپل ځان په څېر خلک په پښتنو کې پیدا کړي او د افغان کرکټ بورډ په خلاف یې استعمال کړي.
په دې اخرو څو اونیو کې دوی لګیا دي د کرکټ بورډ خلاف ناستې کوي او غواړي چې افغان کرکټ بورډ ته د ای ټي سي ایف په نوم یو سر درد پیدا کړي. افغان کرکټ بورډ د رسنیو له لارې ای ټي سي ایف سره ژمنه وکړه چې هر قسم مرسته به ورسره د افغان کرکټ د پرمختګ لپاره کوي او د افغان کرکټ بورډ د اصولو خلاف کار هیڅکله نشي کولی، افغان کرکټ بورډ چې په ټول هیواد کې د کرکټ مسؤلیت په غاړه لري د نورو هیوادونو په څېر خپلواکه اداره ده باید هره نوې د کرکټ مؤسسه او کلب چې په افغانستان کې د کرکټ پرمختګ لپاره رامنځ ته کیږي نو باید د افغان ملي کرکټ بورډ سره ثبت شي خو دوی د خپلو شخصي شومو موخو لپاره د افغان کرکټ بورډ دا غوښتنه ونه منله او د افغان کرکټ پرمختګ دښمنانو ته یې لاس اوږد کړ چې خپلو شومو موخو ته ورسیږي او هفوی یي د خپلو فاسدو اهدافو لپاره استعمال کړي.
اوس به راشو دانش، نورمحمد او قریشي ته: ښاغلو تاسو خو وايۍ چې موږ افغان کرکټ ته خدمت کوو نو ولې بیا د نورو لارو کار نه اخلۍ چې د کرکټ دښمنانو سره د کرکټ د پرمختګ لپاره ناسته ولاړه کوئ؟؟ ولې په افغانستان کې یو ښه د کرکټ کلب نه جوړوۍ؟؟؟ دوی خو دومره پیسي لري چې د کرکټ بورډ تنخواه ته هم اړتیا نلري کنه[ د دوی په وینا]؟؟؟ دوی خو د امریکایانو د قراردادونو څخه ډیرې پیسې ګټلي دي کنه نو ښه به دا نه وي چې د نورو هیوادونو په څېر ستر کرکټ کلبونه جوړ کړی؟؟؟ خو له دې څخه دا معلومیږي چې دا خلک په نیت کې پاک نه دي لومړی خو دې ورته خدای هدایت وکړي او که هدایت نه کوي نو ډیر ژر دي واخلي...
په پای کې زه ټولو هغو خلکو ته چې ځانته افغانان هم وايي او د افغان کرکټ مینوالو هیلې د خاورور سره خاورې کوي په دې دي پوه شي چې د خپلو غلطیو او فسادونو څخه دې درس واخلئ!!! نور ځایونه ډیر او لارې ډیرې دي چې پکې کار وکړئ، افغان کرکټ پرمختګ ته دي خنډونه نه جوړیږئ د افغانانو هیلې دي له خاورو هیلې دي له خاورو سره نه خاورې کوي.

