MTN ته هم د ګرځنده ټیلفون 3G خدمتونو جواز ورکړل شو
20.06.2012 21:16د ۱۳۹۱ د غبرګولي ۳۱ مه د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژي وزارت په تالار کې د مخابراتو او معلوماتي او ټکنالوژي وزارت لخوا MTNمخابراتي شرکت ته د ۲۵ میلیونو ډالرو په مقابل کې د ګرځنده تیلفون ددریم نسل 3G خدمتونو جواز د ګڼ شمیر داخلي او بهرنيو رسینو په وړاندې ورکړل شو. دغه جواز دافغانستان مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې ریُس عبدالوکیل شیرګل اود MTNمخابراتي شرکت ریُس حسن جابر لخوا لاسلیک شو. په دغه غونډه کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژي وزارت وزیر امیرزي سنګین، د مالی وزارت وزیر حضرت عمر زاخیلوال ، داقتصاد وزارت وزیر عبدالهادي ارغندیوال ، د تجارت اوعدلیې وزارتونو مرستیالانود MTN مخابراتي شرکت ریُس حسن جابر او دمخابراتو معلوماتي ټکنالوژي وزارت رهبري هییُت ګډون کړی و. یاده دې وي MTN دویم مخابراتي شرکت دی چې د 3G ګرځنده تیلفون ددریم نسل جواز تر لاسه کوي ددې نه وړاندې د اتصالاتو مخابراتي شرکت نوموړی جواز د ۲۵ میلیونو ډالرو په ورکړې اخیستی و. ښايي په راتلونکې کې نور مخابراتي شرکتونه هم دغه جواز تر لاسه کړي. دغې مطبوعاتي غونډې ته د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژي وزیر انجینیرامیر زي سنګین د 3G خدمتونو د کیفیت او غوروالي په اړه مالومات ورکړل او افغانستان یې په مخابراتي ټکنالوژي کې د سیمې په کچه له هندوستان نه وروسته لومړی پرمختللی هیواد وباله او زیاته یې کړه تر اوسه زمونږ ګاونډي هیوادونه لکه پاکستان،ایران، تاجکستان، ازبکستان ،ترکمنستان ،بنګله دیش،نیپال او داسې نور د 3G خدمتونه نلري. اونوموړي ډاډ څرګند کړچې په راتلونکو ۲ کالونو کې به زمونږ۵۰ فیصده هیواد وال د ټکنالوژي له لارې د انټرنیټ له نعمت نه برخمن شي همدارنګه ښاغلي سنګین ددې پروسې د شفافیت په اړه هم خبرې وکړې او ویې ویل چې د نوې ټکنالوژي د جوازونو د ورکړې پروسه د افغانستان د ولسمشر د حکم په اساس او دمخابراتي خدمتونو د تنظیم قانون سره سم د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژي وزارت، د مالې وزارت ،د تجارت وزارت، د اقتصاد وزارت او د عدلیې وزارت په ګډه پر مخ وړي ، ورپسې د مالې وزیر حضرت عمر زاخیلوال هم خبرې وکړې اود 3G خدمتونو فعالیت یې د هیواد په پرمختګ کې یو لوی ګام وباله .او غونډه د ژورنالیستانو د پوښتنو په ځوابولو پای ته ورسیده.

