په بخښنې کار نه کیږي دا ځل غچ باید واخستل شي
09.06.2012 13:33که څه هم د ناټو او امریکا تر مشرۍ لاندې په افغانستان کې میشتو بهرنیو ځواکونو په هر ځل چې په ملکي افغانانو ئې هواي بریدونه کړي او هر ځل ئې بخښنې غوښتي ، افغان دولت هم دا کار د تل لپاره غندلی ، د څیړنو امر ئې کړی او د بندیز غوښتنه ئې کړې خو دا ستونزه یو وار بیا هم راپيښه شوه .
د روانې هجري میاشتې په ۱۷ مه د چهار شنبې په ورځ په داسې حال کې چې کوچنیان لا په خواږه خوب ویده وو ، میندو لا د شیروار شاربلو تابیا نیوله او پلرونو د قلبې یا نورو کرهڼیزو چارو د ترسراوي تابعا نیوله ، بهرنیو ځواکونو یو وار بیا په دې پلمه چې دا دلته د وسله والو طالبانو پټنځای دی ، چې د لوګر ولایت د برک برک ولسوالۍ سجاونډ سیمه نومیږي په یوه کور هواي برید وکړ او په پایله کې ئې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۸ ملکي افغانان ووژل شول.
که څه هم په لمړیو کې ناټو ځواکونو په دې ټینګار کاوه چې وژل شوي ټول طالبان دي او یوازې دوه میرمنې پکې ټپیانې شوې خو بیا ئې وروسته څیړنو څرګنده کړه چې په دې پيښه کې ملکي افغانان هم وژل شوي دي .
وايي پکه دا دې لا بله سپکه .
مونږ لا د نورو پیښو د عاملینو د نیولو ، د هغو لیونو چې خپل ئې پيژندل او پردي نه د هغوي د محاکمې غوښتنه کوو ، مونږ لا اوس هم د ډنډ د پيښې د قربانیانو د خیرات لپاره د پور شویو پيسو ورکړې ته حیران یو ، لا مو هم په سترګو کې د ډنډ اوښکې دي ، لاتر اوسه مو د بادغیس او پکتیا پیښې له یاده نه دي وتلې چې دوي راته د لوګر ماشومان وژړول ، دوي د لوګر میندې بورې تور سرې کونډې ماشومان یتیمان او پلرونه بې بازو کړل اوس نو لا بخښنه هم غواړي .
کچیرې یو سړی له قسته په سوک ووهل شي ایا له هغه د بخښنې غوښتل د نوموړي پورې خندا کول نه دي ؟ واقعا چې همداسې خبره ده ؛ د ناټو ځواکونو عمومي قوماندان پرون د جمعې په ورځ لوګر ته لاړو د هغه ولایت له والي ، په ولسي جرګه کې د خلکو استازو ، د ولایتي شورا غړو ، قومي مشرانو او د پیښې د زیانمنو شویو د کورنۍ له استازو سره ئې وکتل ، بخښنه ئې وغوښته او د څیړنې امر ئې وکړ .
ایا دا خبرې چې جان ایلن وکړې افغان ولس ته د منلو وړ دي ؟
نن غرمه مې د کلید راډیو خبري مجله اوریده ، د خبري مجلې په وروستۍ برخه کې د کابل چاپ نننیو ورځپاڼو ته کتنه وه .
غورچاڼ کې ډير څه وو خو تر ټولو جالب ئې د سرنوشت ورځپاڼې دا عنوان و چې : ( د ناټو ځواکونو عمومي قوماندان د لوګر ولایت د پيښې له امله بخښنه وغوښته )
تاسو به وايي چې دا خو که جالب وی خو تر اوسه به تا هم ویلی وی چې ناټو د بخښنې په غوښتو سره زه خوښ شوم ، خو نه خبره دلته دا وه چې د مطلب په نورو پرګراپونو کې داسې څه ځای شوي وو چې فکر کوم دا به اوس د هر با ننګه افغان او افغانې د زړه غږ وي چې د سجاونډ د سیمې یو اوسیدونکي له خولې پکې ویل شوي چې نور نو په بخښنه کار نه کیږي دا ځل باید غچ واخستل شي .
د دې جملې په اوریدو سره د حمزه بابا دا بیت را په یاد شو چې :
بیا ئې نو په بیا دی څه باور په کار
څو ځله بیا وکړي خو بیا نه راځي

