د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

غزل

محمد هارون ناصری 29.05.2012 18:37

چې نظر مې په چشمانو ددلبر شی
له خوښۍ نه مې زړګی اوتر اوتر شی
چی په ناز کتل کوی زما په لور ی
رانه تاو داسرې څپی دسمندر شی
که د شونډو سرسایه یی ماته راکړه
دغه ژوند به ټول په ما اختر اختر شی
ده وعده یی چې سبا به خولکۍ در کړم
ای الله چی دا به بیا کله سحر شی
بیابه هیڅوک دخپل یار مدحه ونکا
که زما دجانان حسن نه خبر شی
ای هارونه دومره ولی نه پوهیږی
دا دښکلو په وعده کله باور شی
جګړن محمد هارون ناصری
215 میوند قول اردو هلمند