د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ناکامي د بريا دويم نوم .......

مسيح الله (عصام) 27.05.2012 09:55

په شپږ کلنۍ کې هغه د ژوند  لومړۍ ماتې وڅکله ، دهغه پلاربه دلرګيوکارکاوه يوشپږکلن ماشوم دلرګيوټوپى ته اور ورواچاوه هغه داکتل چې  ډيرو لرګيو ته اور ورواچول شې نوم څه ډول به وي ، دهغه د پلارد لرګيو څخه يوازې ايره پاتى شوه پدې کار دهغه پلارهغه د ټولو کليوالو پر وړاندې وډباوه ، مګر هغه بيا هم د تجربو اوپلټنو څخه لاس وانخست ، دهغه دويمه تجربه د انډو څخه انسان راوستل ؤ ، هغه فکرکاوه چې چرګه پر انډو کينې نو له هغې څخه چرګوړي راوځې ، که پري انسان کينې نو به ترې راووځې ؟
هغه د پوهيدو لپاره يوه روځ په مسکا سره پرهګيو کناست هغه ماتې شوې او دهغه پتلون ګنده شو چې پدې تجربه يې هم د خپل پلارڅخه ډبول وخوړل ، دهغه دريمه تجربه او پلټنه دمرغانو په څير په هوا کې الوتل ؤ هغه پدې خبر ؤ چې مارغان د زمکې چينجې او حشرات وغيره خورې او هغه فکرکاوه پدې خامخا داسې تاثيرشته چې له امله يې هغه په هوا کې الوتل کوي ، هغه د زمکې بيلابيل چينجې او حشرات وغيره راټولول پيل کړل ، اوله هغې څخه يې د شربت په څير جوس جوړکړل ، اوهغه يې په خپلې يوې ملازمې وڅکول ، دهغې په خيټه کې درد پيداشو اوپرزمکه راپري وتله ، په پايله کې يو ځل بيا ډبول وڅکل ، ليکن هغه بياهم منعه نه شو ،

اوهغې د خپلې ناکامى څخه يوطاقت جوړکړاوپه راتلونکى وخت کې هغه له همدې ځواک له امله دنړۍ ترټولو لوى موجد جوړشوى او اودنړۍ شکل يې وربدل کړ،

هغه ايډيسن ؤ تهامس ايديسن دنړۍ ترټولو ستر موجد نن که موږ هرې خواته وګورو مخکې ، او وروسته ، لاندې او باندې که هرې خواته وګورو نو موږ ته په هغه ځاى کې د ايډيسن په لسګونو لاسته راوړنى ترسترګوکيږې ، اوسني انسانان دهغه څخه مننه هم نه کوي او زموږ د ټولو شپږنيم اربه انسانانو محسن دى ، نن په نړۍ کې د ايډيسن په سلګونو لاسته راوړنى ترسترګوکيږې اوسنى انسان دهغه څخه مننه نه کوى اوهغه زموږ دټولو شپږنيم اربه نړۍ والو وګړو محسن دى ، ننه په نړۍ کې ايډيسن يو حيرانونکى سمبول دى .
استادانو به هغه غبى او شيطانډوله ياده وه ، اودهغه فکر د همصنفيانو اوښونکوڅخه ډيرلوړ ؤ استادان د هغه دکړنو او سوالونو څخه په تنګ شو ، اوهغه هغه له مکتب څخه وويست ، خودهغه مور هغه پيژنده ، او هغې خپل ځوي ته ليک لوست پيل کړ، چې د ١٥ کلونو شه ، نوهغه په اورګاډي کې د خوراک لپاره يوشکور کې په خوړو په  خرڅلاؤ پيل وکړ ، اوپرهغه مهال په اورگاډي دڅه خرڅولو رواج نه ؤ مګرهغه به هره ورځ داورګاډي د چارواکو څخه د سودا دخرڅولو لپاره اجازت غوښته له څو مياشتو دې کار ولو وروسته هغه هر ماښام ناکام کورته واپس کيده ، تردې چې داورګاډي چارواکو دهغه ددغه مضبوط عزم لامله چې هره ورځ به له هغوې څخه (داورګاډي چارواکو) اجازت غوښت ماتى سره مخامخ شول اوهغه په اورګاډي هره ورځ د څه پيرلو لپاره څلور ساعتونه سفرکاوه ، هغه ددغې سفرپه دوران کې کې په ورځپاڼه خرڅولو پيل وکړ ، هغه به له بيلابيلو د اورګاډو د تمځايونوڅخه خبرونه راټولول ، اوپه خپل لاس به يې ليکل هغه د اورګاډي په منځ يوه وړه چاپخانه هم جوړه کړه ، چې په هغې به يې اخبارچاپ کاوه ، اوپه اورګاډي کې به يې خرڅوه ، چې دا يوه ځانګړى تجربه وه ايډيسن داورګاډي په يوه خالى ډبي کې خپلو تجربو او پلټنو ته دوام وکړه اوپه زياتې وخت کې به يې کاوه يوه ورځ دهغه په تجربوخونه کې چاودنه وشوه اود اورګاډي په ډبه کې اور وليګده ددغې ناکامۍ پايله هم دهغه په وهلو او ډبولو پاى ته ورسيده ، مګر بيا هم هغه نااميده نه ؤ يو ځل هغه د اورګاډي دسفرپرمهال د اوريدو څخه محروم شو هغه دروان ګاډي دپخه ايښودولو پرځاى خپه کيښوده او هغه وخويده دلندې غورځيدو څخه وړاندې کوم ملازم دغوږونو نيولو وروسته هغه رااوچت کړ هغه بچ خوشو مګر د اوريدو قوت يې پنځوس سلنه له لاسه ورکړ، لدې وروسته هغه د ټيلې ګراف په دفتر کې دنده پيل کړه ، په دغو ورځوکې په ټيلې ګراف باندې يوازې يو اواز اوريدل کيده ، ايډيسن د تارونو په دفترکې دکارپه کولوسره په يوه وخت کې څوپيغامونه ليږل او دهغې د راخستلو طريقه ايجادکړه ، چې دايوانقلاب ؤ کله چې هغه دتارونو له دفتر څخه بآهرشو نو هغه په نيويارک کې په يوه لويه کمپنۍکې دنده پيل کړه ، يادې کمپنۍ به د سرو زرو د بيعې ختلو او کوزيدلو دنرخ پريکړه کوله ، ايډيسن هغوى ه د حساب کتاب يونوي مشين جوړکړ اوپه  همدې له هغه نالوستى ځوان څخه ددې نړۍ ترټولو سترموجدپيليدل پيل شول ، هغه خپله فابريکه جوړه کړه ، اوپه هغې کې يې تجربواو پلټنوته زور ولګاوه ،په همدې  ځايه کې هغه اتومات ټيلى ګراف هم ايجاد کړ ، اودهغې لپاره يې يو داسى کاغذ ايجاد کړ، چې په هغې باندې په يوه دقيقه کې دري نيم زره تورې چاپ کيداى شو ، هغه د ټايپ ليکلو سيستم هم صحى کړ ، ټيلي فون ګراهم بيل ايجاد کړي ؤ مګردهغې د راخيستلو طريقه ايډيسن جوړه کړه ، هغه د ټليفون د آواز دبرابرولو طريقه هم جوړه کړه ، موږ ټيپ ريکارډونه ، سى ډي پليرونه ، اوپه آى پاډ باندې سندرى اوريدل کوم چې اوسمهال کيږې داتکنالوژى د ګرامو فون څڅه پيل کيږې اوهغه هم ايډيسن جوړکړي دى اوداسې بې شميره ايجادونه يې وکړې .......................!

نن چې ټوله نړۍ روښانه ده اوياهم ګروپ (بلپ ) دى نوداهم د ايډيسن لاسته راوړنه ده لدې سربيره نن که په ټوله نړۍ کې په ودانيوکې څه کارول کيږې (سيمنټ ) نوداهم دايډيسن لاسته راړنه ده ، لنډاداچې هغه هغه زرګونوداسې نور ايجادات کړي دى چې دنړۍ شکل يې بدل کړيدى .

 د ايډيسن کارونه يوازې د ايجاداتو پورې محدود نه دى ، دهغه اصلى کمال اوکار ماتى نه منل او اميدؤ هغه به ناکامي ناکامي نه ګڼله هغه د ګروپ (بلپ) دايجادولو په پرمهال کې شل زره ناکامى تجريبى کړيدې ، مګربياهم نااميده شوى نه ؤ اوپه هغې يې د بانسونو په شپږ زرو قسمونو باندې کارکړي ؤ اوپه اخرکې يې بريا موندلې وه ،
هغه په بيټرۍ کې د بريښناد جمعه کولو لپاره لس زره ناکامه تجريبى کړي وي ، اونااميده شوي نه ؤ که ټيلى ګراف ، ګراموفون ، د تليفون د اوچتونو کار ، پراجيکتور ، سيمنټ  ، څرمن په نوي بڼه رنګول ، اوياکه هم فلمونه يې ايجادکړي دى ، هغې په دغه لاسته راوړنو کې زرګونه ناکامى تجربى کړيدې اونااميده شوى نه ؤ اوهغې په پايله کې بريا ترلاسه کړيده ، هغه به ويل زما تجربى ناکامى نه وى ماد بلپ په جوړولو باندې شل زره تجربى وکړې مګر په بلپ جوړولو باندې ونه توانيدم ، ماهم لدې خبرې پوهه حاصله کړه چې مادشل زره بيلابيلو لارو څخه بلپ جوړنه کړاى شو ، مګر بيازه د بلپ دجوړيدلو اصل طريقي ته نږدې شوې وم اوزما دا فکر او سوچ صحى ؤ ازه ورباندې بريالى شوم ، د ايډيسن د ژوند ترټولو لويه هيله داوه چې هغه په مريخ کې زيږدلې واى ، هغه به ويل د مريخ ورځ د زمکى له ورځى څخه څلويښت دقيقې لويه وي اوکه زه په مريخ کې پيداشوى واى نومابه څلويښت دقيقي دير کار کړاى وى هغه به شپه او ورځ په کارکې اخته ؤ اوله هغه به داهم هير ؤ چې ډوډۍ يې خوړلى ده اويايې هم نه د ه خوړلى . ....

که چيرته د هغه برياوې د ناکاميوسره په پرتله شې دهغې د ناکاميو اندازه بيخې ډيره ده مګرهغه به له هرې ناکامۍ څخه دبريا د زينې په څيرکار اخيسته ، اوهغه پردغه زينه دومره اوچت ولاړ چې که نن موږ هرى خواته ګورو نو موږ د ايډيسن څخه د مننې کولو نه شو پاتى کيدلاى ،
هغه موږته دنوى نړۍ سلګونه نعموتونه راکړي ، مګر ترټولو ستر سبق اوکمال يې د ناکامۍ د تصور بدلول دي هغه ثابته کړي چې يو نالوستى ، کوڼ چې غوږونه يې کارهم نه کوي ، اوغريب شخص په دوامداره توګه مشقت اوکوښښ سره ګرده نړۍ ګوته په خوله کړيده اوهغه خپلى ناکامۍ پربرياو بدلي کړيدى اوهمداکارونه ټول ايډيس کړيدې .

پاى